اقتصاد

د پانګونې شپږ مهم ټکي!

«فان تارپ» یو بهرنی لیکوال دی، چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې کله کله لیکنې کوي.

تارپ وايي، چې په هره سوداګریزه معامله او پانګونه کې شپږ ټکي په ذهن کې ساتئ. دغه شپږ ټکي کولای شي، چې په چارو کې زموږ ډېره مرسته وکړي.
تر ټولو مهم څیز د پانګونې پر سیسټم باور دی. په دې باید سړی باوري وي، چې څومره سلنه سوداګریزې معاملې او پانګونې یې ګټورې دي. که یوڅوک پوهیږي، چې په دوو بېلو برخو کې یې له پانګونې ډېر زیان راځي او ګټه نه کوي، د پانګونې پر سیسټم باید له سره غور وکړي. د بېلګې په توګه که تاسې په خپلو ونډو لس سوداګریزې معاملې کوﺉ او شپږ هغه یې ګټورې وي، ستاسې باور به ۶۰ په سلو کې وي. دغه شمېر تاسې ته ښيي، چې تاسې څومره په خپلو معاملاتو کې پرځای پرېکړه کوﺉ.

د ګټې کچه او میزان د معاملاتو په زیان دی. د بېلګې په ډول که په یوه سوداګریزه معامله کې مو یوه سلنه ګټه کړې وي او په بله هغه کې مو یوه سلنه زیان کړی وي، د ګټې او زیان نسبت مو یو څیز دی. خو که په یوه معامله کې ۱۰ په سلو کې ګټه کوﺉ او په بله هغه کې یوه سلنه زیان، په دې صورت کې دغه نسبت له لسو نه یوه ته اوړي. هر وخت دغه نسبت په ذهن کې لرﺉ او د کنټرول هڅه یې کوﺉ. تاسې باید د یوې سوداګریزې معاملې تر ترسره کولو مخکې د خپل ریسک کچه وسنجوﺉ او بیا اقدام وکړﺉ. بل مهم ټکی د پانګونې او سوداګریزې معاملې لګښت دی. کله کله لاسباړې او نور لګښتونه ډېر وي او پورونه هم باید ورکړﺉ. ځینې کسان دې ته توجه نه کوي او خپلې ګټې سنجوي. که د کارکوونکو تنخواوې، کرایې، په پور اخپستل شوې او نور څیزونه په پام کې ونه نیسب په تشو خوشبینیو ډوپه کیږﺉ. ستاسې خالصه ګټه بل څه ده. هغه ګټه، چې له ټولو لګښتونو جلا ستاسې جیب ته درځي، ستاسې د ګټې د سنجش معیار دی. که چېرې په دې ټولو پړاوونو کې بریالي وﺉ، کولای شئ د پانګونې نور فرصتونه هم ولټوﺉ او لا ډېرې پیسې وګټئ.

پنځم ټکی د پانګونې لپاره جلا کېدونکې پیسې دي. څومره پیسې مو یوې سوداګریزې معاملې یا پانګونې ته بېلې کړې دي؟ پورتني څلور واړه موارد د پېرنې یا پانګونې په حجم پورې تړلي دي. څومره، چې پیسې ډېرې وي هومره به یې ګټه زیاته وي. یو دلیل یې دا دی، چې د زیاتو پیسو په پانګونې سره ستاسې د سوداګریزې معاملې لګښت کمیږي او ګټه مو ښه وي. شپږم او وروستی ټکی د پانګونې هرې برخې ته د یوې ځانګړې پانګې بېلول دي. دلته د پیسو د مدیریت مسئله مهمه ده. وارن بافت وايي، چې پانګوال باید له حده ډېر خطر ونه مني، ځکه دا چاره ټوله پانګه له منځه وړي. لومړنی هدف باید د پانګې خوندي کول او ورپسې ډېرول وي. تاسې قطعا د دې لپاره پانګونه نه کوﺉ، چې پیسې مو کمې شي، یا زیان وکړﺉ. تاسې د دې لپاره پانګونه کوﺉ، چې ګټه وکړﺉ، بیا نو ښه داده، چې په ښه سوچ او فکر سره کار پیل کړﺉ.

ځینې کسان درې څلور معاملې له یوې پانګې کوي. د فابریکې، موټرپلورنځي او شرکت لګښتونه او ګټې یې ټول له یوې سرچینې وي او له همدې یوې سرچینې یې بېرته پر ټولو ور وېشي. دا په پانګونه کې غلط سیسټم دی، ځکه په دې سره د زیان، ګټې، لګښتونو او نورو مسایلو سنجش نه شي کېدای او بالاخره سړی پر دې نه پوهیږي، چې کومه معامله یې ډېره ګټوره ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */