اقتصاد

ایا هرڅوک مخترع کېدای شي؟

په نړۍ کې هېڅ داسې عقلمند سړی نه شته، چې په سر کې یې د کار یوه طرح او ایډیا نه وي.

د انسان د پرمختګ یوه مهمه لار پر نویو څیزونو فکر او ایډیا رامنځته کول دي. په نړۍ کې شرکتونه او کمپنۍ ډېری هغو کسانو ته ارزښت ورکوي، چې نوې ایډیاوې تخلیقوي. ایجاد او ابداع د ایډیا پر بنسټ رامنځته کیږي او دا ایډیا ده، چې انساني وده او پرمختګ تنظیموي.

زه، چې هره شپه فکر کوم خورا پرمختللي څیزونه ترسیموم. ډېر خلک پر پاچاهۍ او ښه ژوند تمرکز کوي، خو زما فکر او خیال پر دې وي، چې څه ډول د ژباړې یو پرمختللی ماشین جوړ کړم. څنګه له لیکلو پرته یو مطلب ټایپ شي؟ څنګه له لوبغاړو او کرکټرونو پرته فلم جوړ شي او څنګه له عملي تمثیل پرته د انسان په فکر کې انځورېدونکې څېرې او کرکټرونه په رښتیني ډول د ټلویزیون په پرده راشي؟ ډېرو ته دا هسې عبث خیالونه ښکاري، خو ستاسې به په یاد وي، چې ډېرو مخترعانو خپل اختراعات د شپې مهال له فکره کړي، ډېرو په خوب کې خپل ریاضیکي فورمولونه حل کړي دي.

یو وخت مې د یوه افغان مخترع له خوا د یوه داسې زنګ د جوړولو خبر واورېد، چې غله نیسي. د شپې مې پر دې فکر کاوه، چې څنګه به داسې زنګ جوړ کړم، چې غل د کور دروازې ته نږدې کیږي، په خپله الارم روښانه شي. زه پوهېدم، چې فکر به وکړم، خو عملي کول یې ممکن نه دي. باور وکړﺉ د همدغسې یوه زنګ ټوله طرح مې فکر ته راغله، خو دا، چې زه نه انجنیر یم او نه فزیکپوه، د عملي کېدو امکان مې یې نه لیده. زه تاسې د شپې له مهاله فکر ته هڅوم. یوه دوه ګړۍ پر دې فکر وکړﺉ، چې څنګه کولای شى نوې ایډیا ومومئ.

پر خپلو دفتري چارو فکر وکړﺉ، پر دې فکر وکړﺉ، چې سبا ورځپاڼې ته څه ډول تر ټولو ښه څیز لیکلای شم؟ پر دې فکر وکړﺉ، چې په ټلویزیون کې څنګه د یوې ښې خپرونې طرح پلان کړم؟ دا کار په یوه شپه مه کوﺉ. که غواړﺉ، چې پر یوه پېچلې ایډیا کار وکړﺉ، له یوې ورځې نه تر یوې میاشتې او یوه کال پورې وخت ورکړﺉ. ډېر خلک د شپې سوچ وهي، خو د سوچ نړۍ یې جوړه نه شي، یا ویده شي، سبا یې بېرته له همغه ځایه پیلوي، چې دی پرې ویده شوی و، بله ورځ هم دا کار کوي او کله کله پوره یوه میاشت دده یو سوچ او خیال نه بشپړیږي. ددغسې خیالونو پرځای، چې عملي کول یې ناشوني برېښي، په خپل کار، مسلک، نوې طرح او ابتکاري عمل فکر وکړﺉ. زه ډاډ درکوم، چې که تاسې یوه اوونۍ پر خپله طرح فکر وکړﺉ، خامخا به یوې نتیجې ته ورسیږﺉ.

مخکې مې هم یاد کړل؛ زه تل پر دې فکر کوم، چې څنګه د ژباړې یو داسې ماشین جوړ کړم، چې کتاب له سکین سره سم پښتو شي. پر دې هم فکر کوم، چې څنګه پر ټلویزیون د انسان له اصلي څېرې پرته د انسان په څېره کې خبر ولوستل شي او څنګه د سناریو لیکوال د سناریو صحنې او کرکټرونه له عملي تمثیل پرته له انساني دماغو او فکر سره د وسیلې د تړاو او اړیکو له لارې د ټلویزیون او سینما پردې ته انتقال شي. یانې داسې انسانان وي، چې ستا په خپل ذهن کې ترسیم کړي، خو په واقعي نړۍ کې هغوی نشته، اما خلک دا نه شي درک کولای، چې دوی دې واقعي انسانان نه وي. دا داسې فکر دی، چې کېدای شي ډېر کسان یې معقول ونه بولي، زه یې هم یوازې فکر کوم، خو کېدای شي کوم انساني ذهن او فکر یوه ورځ په دې چاره بریالی شي. زه ځکه ورته هیله من یم، چې یو وخت مې د الوتونکي موټر فکر کاوه او په دې وروستیو کې ویل کیږي، چې په لویدیز کې دغسې یو موټر جوړ شوی دی.

مارک زوکربرګ فیسبوک له صفره پیل کړی و، خو نن په میلیونونو ډالره ګټه کوي او ټوله نړۍ یې سره پرې نښلولې ده.

که موږ پر خپلو ایډیاوو او کانسپټونو باور پیدا کړو، منزل ته پرې رسېږو. که یوڅوک پیدا شي او داسې مرکز او وېبپاڼه پرانیزي، چې د افغان فکر او ایډیا د روزنې او پالنې په خدمت کې وي، د خلکو فکر او ایډیا له نړۍ سره شریکه کړي او فیډبک یې هم واخلي، فکر کوم دا به د فکري بوختیا، مفکرانو او ایډیا او طرحې په رامنځته کېدو کې ډېره مثبته تمامه شي.

ضرور نه ده، چې تاسې پر ډېرو پېچلو طرحو کار وکړﺉ. لومړی یې له ستنې او قلم را پیل کړﺉ، وروسته پراختیا ورکړﺉ او پر پیچلو موضوعاتو فکر وکړﺉ. زه وایم، که صدیق مخترع، د هلمند الوتکه جوړوونکی، د ننګرهار د افغان رشکې مخترع، د هلمند او زابل د بوشکه يي کولر مخترعان وهڅول شي، دا ممکن ده، چې پر ډېرو نورو ښو طرحو کار وکړي. له بده مرغه د افغانستان په درسي نصاب، پوهنتونونو او نورو ادارو کې تراوسه د فکر د بوختیا، روزنې او طرحو او ایډیاوو د پالنې پر لور هیڅ پاملرنه نه ده شوې. همدا لامل دی، چې دلته نه مخترع پیدا کیږي او نه ایجادګر.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */