سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام؛ باتجربه توپ وهونکی نورعلي ځدران وپېژنئ

لیکنه : عبدالله عادل

نورعلي ځدران د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د لومړنیو لوبغاړو څخه دی چي په ښی لاس باندي پیلیزه توپ وهنه کوي.

نورعلي د ۱۹۸۸ کال د جولای پر ۱۰ نېټه د افغانستان په خوست ولایت کښي زیږېدلی دی.

د یو ورځنیو لوبو د لباس شمېره یې ۱۵ ده.

نورعلي ځدران د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کښي د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمره لوبډلي لپاره د اماراتو د ۱۷ کلنو لوبډلي پر وړاندي ولوبېد.

نورعلي د افغانستان لپاره خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۰۷ کال کښي د د اې سي سي شل اوریزه کپ پر مهال د عمان خلاف ترسره کړه.

نوموړي د افغانستان لپاره نړیوال کرکټ په پنځم ، څلرم او دریم ډیوېژن پر مهال د افغان لوبډلي برخه وو کومي لوبډلي چي د یاد لیګ اتلولي خپله او د ۲۰۰۹ کال ای سي سي نړیوال جام د لارموندني لوبو ته یې لار پیدا کړه.

نړیوال جام ته  د لارموندني په لوبو کښي هغه خپله لومړۍ لیسټ اې (List A) لوبه د ډینمارک خلاف ترسره کړه ، وروسته نوموړي په همدغه ټورنمینټ کښي د کاناډا خلاف لوبه کي ۱۲۲ منډي جوړي کړې چي  افغانستان ددې ټورنمینټ په جریان کښي د یو ورځنیو نړیوالو لوبو حق ترلاسه کړ او نورعلي همدلته خپله لومړۍ نړیواله لوبه د سکاټلنډ خلاف ترسره کړه چي یاده لوبه کښي یې ۴۵ منډي جوړي کړې.

download.jpg

فرسټ کلاس(First Class)

نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کښي د افغانستان بریاوو افغان لوبډله د ۲۰۰۹ـ۲۰۱۰ نړیوال کپ پوري ورسول چیري چي دوی وتوانېدل چي د اسوشیټ هیوادونو پر وړاندي فرست کلاس کرکټ لوبي ترسره کړي .

نورعلي خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه د زیمبابوی د یوولس کسیزي لوبډلي پر وړاندي ترسره کړه او په همدغه لوبه کښي نورعلي د افغان لوبډلي لپاره اُپنینګ ترسره کړ چي سلیزه یې پکښي جوړه کړه نوموړي ټولټال په ۲۰۰ توپونو ۱۳۰منډي جوړي کړې او وسوځېد او په دوهمه انننګز کښي نورعلي یوه بله سلیزه جوړه کړه چي یاده لوبه وروسته مساوي پای ته ورسېده.

د ۲۰۱۰ کال په جنوري میاشت کښي د هغه ښه فورم جریان درلود او په نړیوال کپ کښي یې د ایرلینډ خلاف ۵۳ او ۵۷ منډي جوړي کړې چي افغانستان بیا ایرلینډ ته ماتي ورکړه .

نورعلي ټولټال په ۱۰ فرسټ کلاس لوبو کي ۷۳۲ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کي یې زیاتي منډي ۱۳۰ دي ، فرسټ کلاس کښي ۵ پنځوسیزي او ۲ سلیزي جوړي کړي ، اورېج یې ۴۳ او سټرایک رېټ یې ۶۱ دی.

د ۲۰۱۰ نړیوال شل اوریزه جام

نورعلي د ۲۰۱۰ کال په نړیوال شل اوریزه جام کښي د هند خلاف ۵۰ منډي جوړي کړې خو بیا هم افغانستان هغه لوبه بایلوده .

د همدغه جام په دوهمه لوبه کښي نورعلي د جنوبي افریقا خلاف هغه د نورو افغان لوبغاړو په څېر ونه ځلېد او ژر وسوځېد .

نورعلي ځدران په ۲۰۱۹ کال د اپرېل په میاشت کښي د نړیوال جام لپاره په افغان ۱۵ کسیزه لوبډله کښي غوره سو.

د نورعلي ځدران د یو ورځنیو لوبو کارکردګي

نور علي ځدران له پیل څخه تر اوسه د افغانستان لپاره په ۴۸ یو ورځنیو لوبو کښي د ۷ پنځوسیزو او ۱ سلیزي په مټ ۱۱۵۳ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو ډیري منډي ۱۱۴ دي اورېج یې ۲۵ او سټرایک رېټ یې ۶۳ دی.

یو ورځنیو لوبو کښي یې ۱۲۳ څلوریزي او ۴ شپږیزي ترسره کړي .

شل اوریزه لوبي

نورعلي د افغان ملي لوبډلي لپاره په شل ۲۰ اوریزو لوبو کښي ۵۰۶ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو ډیري منډي ۶۳ دي  ایورېج یې ۲۶ او سټرایک رېټ یې ۱۰۱ دی .

همدارنګه شل اوریزو لوبو کښي یې ۴۵ څلوریزي او ۶ شپږیزي وهلي دی.

دا چي نورعلي ځدران حضرت ځاځي او شهزاد تر څنګ د پیلیز (اُپنر) لوبغاړي په توګه لوبډله کښي انتخاب سوی د انتخاب یو لامل یې د نوموړي کافي تجربه او تخنیکي لوبه ده خو شاید هغه ټولو لوبو کښي په دوامداره توګه ونه لوبیږي ځکه ورسره څنګ کښي حضرت ځاځی هم د اُپنر په صفت شتون لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی