سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام؛ د افغانستان پياوړی او مشهور لوبغاړی حمید حسن وپېژنئ

لیکنه : عبدالله عادل

حمید حسن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي له لومړنیو لوبغاړو څخه دی ، چي په ښی لاس چټکه توپ اچوونه ترسره کوي ددې تر څنګ چي حمیدحسن یو بهترین توپ اچوونکی دی ورسره د کرکټ لوبي یوه ښه مبصر هم دی چي په ۲۰۱۸ کال افغان کرکټ لیګ کي یې په پښتو او انګلیسي ژبو تبصره (کمینټري) هم وکړه.

۳۲ کلن حسن د ۱۹۸۷ د جون میاشتي پر لومړۍ نېټه د افغانستان په ننګرهار ولایت کښي زېږېدلی دی.

حمید حسن د پلار دویم زوی دی د هغه مشر ورور راشد او کشر هغه یې شمشاد نومیږي .

imagggggges.jpeg.jpg

حمید شپږ کلن وو چي کورنۍ یې په هیواد کي د روانو جنګ جګړو څخه اغېزمنه او د جلال اباد له بټي کوټ څخه ګاونډي هیواد پاکستان ته مهاجره سوه.

د حمیدحسن کورنۍ د پېښور د مهاجرینو په کمپ کښي ژوند پيل کړ چیري چي یې د کرکټ لوبي د زده کړي لومړی پړاو راپیل سو.

د حمید کورنۍ هڅه کول چي هغه له کرکټ څخه منع کړي خو ددې سره سره حسن د کورنۍ په پټه د کرکټ لوبي زده کړي ته دوام ورکړ.

حمید حسن په ۲۰۰۲ کال کښي له یوې لوبډلي سره یو ځای سو چي وروسته هغه د ۲۰۰۳ کال اې سي سي(ACC) ۱۷ کلنو ټراپي ته د یوې لوبډلي لپاره انتخاب سو.

حمید حسن د ۲۰۰۵ کال اشیز سریز د تلوېزیون پر پرده کاته او د اندریو فلینتوف له لېدو وروسته له نوموړي څخه اغیزمن او د کرکټ زده کړي ته نور هم وهڅول سو.

د ۲۰۰۶ کال په مارچ میاشت کښي حمیدحسن د افغانستان لپاره د میلبورن کرکټ کلب پر وړاندي ولوبېد ، هلته حمید د ګیټینګ ویکټ ترلاسه کړه او سمدستي د ملیبرون کرکټ کلب له لوري د یاد کلب سره یو ځای کېدو ته دعوت سو.

په ۲۰ کلنۍ کښي حمیدحسن لومړی افغان لوبغاړی سو چي په لارډز لوبغالي کي یې لوبه ترسره کړه یاد لوبه یې د ۲۰۰۷ کال په جون کي د میلبرون کلب لپاره د اېروپین لوبډلي پر وړاندي ترسره کړه چیري چي په ۱۴۵ کیلومتر په ساعت کښي توپ اچوونه وکړه.

حمیدحسن په ۲۰۰۸ کال ای سي سي نړیوال کپ ډیوېژن سیالیو کښي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي برخه وو ، حمید حسن د بوتسوانا پر وړاندي ۳ ویکټي ترلاسه کړې او په بله لوبه کي یې د نیپال پر وړاندي ۲ ویکټي ترلاسه کړې.

حمیدحسن د تورنمینټ په پایلوبه کښي د جرسي پر وړاندي په ۴ ویکټو د افغانستان بهترین توپ اچوونکی وو.

حمید څلورم ډیوېژن کښي د فیجي خلاف د ۲۵ منډو په ورکولو سره ۴ مهمي ویکټي ترلاسه کړې او په مټ یې افغانستان د فیجي لوبډله په ۵۲ منډو کښي وسوځول له هغه وروسته د هانګ کانګ،پاپونیوګیني او کیمان ایزلنډ پر وړاندي بهترینه توپ اچوونه ترسره کړه چي په مټ یې افغان لوبډلي یاد جام خپل او د نړیوال جام د لارموندني لوبو ته یې لار پيداکړه.

حمید حسن د ۲۰۰۹ کال نړیوال جام په لارموندني لوبو کي د افغان لوبډلي برخه وو چي دا لومړی ځل وو چي افغانستان په یادو سېالیو کي برخه اخیسته ، په یادو سېالیو کي حمید د برموډا پر وړاندي ۲ ویکټي ترلاسه کړې او افغانستان د غوره لوبډلو پړاو ته مخکي تګ وکړ، په غوره ۸ پړاو کي حمیدحسن د ایرلینډ خلاف ۵ ویکټي ترلاسه کړې چي له یادو ۵ ویکټو یې څلور کلین بولډ ویکټي وې او هغه لوبه افغانستان د ۲۲ منډو په توپیر وګټل خو وروسته حمید په نورو لوبو کي د نمبیا او سکاټلنډ خلاف ۳/۳ ویکټي ترلاسه کړې.

فرسټ کلاس

حمید د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال په ای سي سي (icc) نړیوال کپ کي ولوبېد او دا لومړی ځل وو چي افغانستان په فرسټ کلاس لوبو کي راڅرګند سو، حمید د نیدرلینډ خلاف لوبه کښي په لومړي انننګز ۴ ویکټي ترلاسه کړې .

حمید حسن په همدا سېالیو کي د سکاټلنډ خلاف لوبه کښي په دوو پاړیو کي د لومړي ځل لپاره ۱۱ لوبغاړي اوټ کړل.

په ورپسې لوبه کي حمید د کینیا خلاف هم ښه وځلېد او هلته یې هم دوو پاړیو کي لس ویکټي ترلاسه کړې.

حمیدحسن په یاد تورنمینټ کي په ۶ لوبو کي ۴۳ ویکټي ترلاسه کړې او د ټورنمینټ په لوبډله کي یې د توپ اچوونکي په صفت ځای خپل کړ.

د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کي حمید حسن د میلبرون لوبډلي ته د عوت سو تر څو په چمپين کاونټي لوبډله کي د نوتینګمشیر لوبډله پر وړاندي ولوبیږي هغه په لوبه کي ۷ ویکټي ترلاسه کړې خو کله چي پر وروستي نمبر توپ وهني ته راووت د څلوریزو هیټریک یې وکړ او ټولټال یې په ۱۴ توپونو ۲۶ منډي جوړي کړې.

imagvvvves.jpeg.jpg

۲۰۱۰ نړیوال شل اوریز جام

حمید د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کي بیا هم ښه ولوبېد او تقریباً د هغه د ښې توپ اچووني په مټ افغانستان د یادو سېالیو اتلولي خپله کړه او حمید په یاد ټورنمینټ کي ۱۲ ویکټي ترلاسه کړې.

په نړیوال شل اوریز جام کي حمید د توپ اچووني تر څنګ ښه توپ وهنه هم نندارې ته وړاندي کړه ، د افغانستان په دوهمه او وروستۍ لوبه کي حمید د جنوبي افریقا خلاف د ۲۱ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټي ترلاسه کړې هغه لوبه کي افریقا افغان لوبډلي ته د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه خو افغانستان د توپ وهني پر مهال ونه ځلېد او په ۳۲ منډو کي یې ۸ لوبغاړي اوټ وه خو حمید هلته ۲۲ چټکي منډي جوړي کړې او افغانستان یې د ریکارډ لرونکي ماتي څخه وژغوره.

له ۲۰۱۱ــ ۲۰۱۵ پوري د حميد ټپي کېدل او نړیوال جام

د ۲۰۱۱ کال نړیوال کپ ته افغانستان لار پیدانکړه او نوموړي له ۲۰۱۱ــ۲۰۱۳ پوري په نړیوال کپ کي او د ۲۰۱۱ ــ ۲۰۱۳ نړیوال کرکټ لیګ اتلولیو پوري د افغانستان لپاره ولوبېد.

وروسته تر هغه  افغانستان د پاکستان او سریلانکا د کورنیو لوبډلو خلاف ولوبېد ، دغه سېالۍ د افغانستان لپاره د ۲۰۱۱ کال اګسټ کي په کاناډا کي په لاره اچول سوي وه.

افغانستان د نړیوال کپ پر مهال په یوه مهمه لوبه کي لومړی توپ وهنه وکړه او ۲۹۳ منډي یې د لومړۍ ورځي تر پایته رسېدو مخکي جوړي کړې او افغانستان په همدغه ورځ د توپ اچووني لپاره ۱۲ اورونه درلوده چي د کاناډا خلاف یې د ورځي تر پای ته رسېدو مخکي ترسره کړي او همدلته حمید حسن د ۱۲ منډو په ورکړي سره څلور ویکټي ترلاسه کړې او په سبا یې ۳ نوري ویکټي ترلاسه کړې او په دوهمه پاړۍ کښي یې ۳ ویکټي ترلاسه کړې چي په ټوله کښي حمید لس لوبغاړي وسوځول او د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو.

حمید د ۲۰۱۲ کال په جنوري میاشت کي د اسوشیت او اففیلیټ هیوادونو څخه د یو ځای سوي لوبډلي برخه وګرځېد کومي لوبډلي چي دوبۍ کښي د انګلنډ خلاف لوبیز سفر ترسره کړ.

انګلنډ لومړی توپ وهنه کول او په همدغه لومړۍ پاړۍ کښي حمید دوې چټکي ویکټي ترلاسه کړې خو د لوبي په دوهمه ورځ هغه د ډګرساتني پر مهال په بونډرۍ کښي ولوېد او ټپي سو چي سمدستي له لوبي څخه پاته سو د حمید د پښې د خوږ ستونزه جدي سوه او وروسته حمید په ۲۰۱۲ شل اوریز نړیوال جام کي د افغانستان لوبډلي لپاره غوره سو او هلته بیا هم د خوږ له امله ونه توانېد چي لوبه ترسره کړي.

د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کښي حمید یو ځلي بیا خپل ښه حالت ته راوګرځېد د نوموړي راتګ ددې سبب سو چي د ۲۰۱۳ کال نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندني په لوبو کي هغه د افغانستان کلیدي لوبغاړی وشمېرل سي حمید د ټورنمینټ له لومړۍ لوبي وروسته یو ځلي بیا خپل مخکني خوږ ته وګرځېد او د یادو سېالیو له ترسره کولو څخه پاته سو.

وروسته په ۲۰۱۴ کال کي حمید د اسیاجام او د ۲۰۱۴ نړیوال شل اوریز جام لپاره په افغان لوبډله کي شامل سو خو بیا هم د خپل ټپي وجود له امله یې نوري لوبي هم له لاسه ورکړې او ونه لوبېد.

په ۲۰۱۴ کال ډسمبر کي حمید یو ځلي بیا له خوږ څخه نجات ترلاسه کړ او د اماراتو خلاف د یو ورځنیو لوبو سریز ته د افغانستان په لوبډله کي انتخاب سو، د سریز په څلورمه لوبه کي حمید د ۴۵ منډو په مقابل کي ۵ ویکټی ترلاسه کړې د حمید دغي کارکردګۍ په ۲۰۱۵ کال کي نړیوال جام کي د هغه لوبېدو ته لار پرانیستل ، حمید د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کي د بنګلدېش خلاف د ۶۱ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي اوټ کړه وروسته د سریلانکا خلاف د حمید بالینګ ډېر بهترین وو په پيل کي یې د کومار سنګاکارا ویکيټ ترلاسه کړه او په ټوله کي حمید ۳ ویکټي ترلاسه کړې خو د بنګلدېش د لوبي غوندي افغانستان دغه لوبه هم بایلول.

د جام په دریمه لوبه کي حمید د سکاټلنډ خلاف ۱۰ اورونو کي ۳۲ منډي ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه او وروسته چی کله افغانستان دهدف د پوره کولو لپاره سخته هلي ځلي کولې حمید ورسره په توپ وهنه کي مرسته وکړه د سمیع الله شینواري سره یې ښه توپ وهنه  ترسره کړه خو کله چي شینواری اوټ سو توپ اچوونکی شاپور ځدران توپ وهني ته راغلی او په خپلي یوې ښې څلوریزې سره یې افغانستان ته بریا ور په برخه کړه.

د نړیوال جام په بله لوبه کي حمید د نیوزیلانډ خلاف اقتصادي توپ اچوونه وکړه او خپلو ۷ اورونو کي ۳۶ منډي ورکړې لوبه افغانستان بایلول وروسته افغانستان د انګلستان خلاف ولوبېد او هلته حمید یوازځنی لوبغاړی وو چي ویکیټ یې ترلاسه کړه .

۲۰۱۵ کال

حمید په ۲۰۱۵ کال کي نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندني په لومړیو دریو لوبو کي ۶ ویکټي ترلاسه کړې او بیا خوږ سو خو بیا هم افغانستان د هغه په نشتون کي د ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام ته لار پیدا کړه حمید د لارموندني لوبو وروسته تر ۲۰۱۶ نړیوال جام پوري ونه لوبېد خو په ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام کي حمید له ۷ لوبو څخه په څلورو لوبو کي ولوبېد او ۳ ویکټي یې ترلاسه کړې.

بل ځل حمید په ۲۰۱۸ کال کي د افغانستان او زیمبابوې هیوادونو تر منځ د شل اوریزه سریز پر مهال  د افغانستان د لوبډلي برخه سو خو په شارجه کي د تمریناتي کمپ پر مهال بیا ټپي او استراحت ورکړل سو په وروستي ځل ۲۰۱۹ کال اپرېل میاشت کي حمید د یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام لپاره د افغانستان لوبډلي ته غوره سو.

کورنی کرکټ

په ۲۰۰۹ کال کي حمید د انګلنډ هیواد په لینکولنشېر کرکټ لیګ کښي د سګنیس کرکټ کلب سره د شپږو فصلونو لپاره یو ځای سو هغه په خپله لومړۍ لوبه کي ۷ ویکټي ترلاسه کړې خو د ۲۰۰۹ کال وروسته هغه بیا په یاد لیګ کي برخه وانه خیسته .

 بنګلدېش کرکټ لیګ

په ۲۰۱۲ کال حمید د بنګلدېش په لیګ کي د برسیال برنرز لوبډلي سره یو ځای سو خو د پښې خوږ یې د لوبېدو مخه ډب کړه .

 د حمید حسن د یو ورځنیو لوبو کارکردګي

حمیدحسن د افغانستان لپاره د توپ اچووني په برخه کي په ۳۶ یو ورځنیو لوبو کي ۵۹ ویکټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کي تر ټولو ښه توپ اچوونه د ۴۵ منډو په ورکولو سره د ۵ لوبغاړو اوټ کول دي.

دوه ځلي یې ۴/۴ او یوځلي یې ۵ ویکټي ترلاسه کړي د منډو ورکولو اوسط یې ۴.۶۱ دی.

همدا راز حمید یو ورځنیو لوبو کي د توپ وهني په برخه کي په ۳۶ لوبو کي ۱۰۶ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کي یې زیاتي منډي ۱۷ دي.

شل اوریزي لوبي

images.jpeg.jpg

حمید تر دا مهاله د افغانستان لپاره په ۲۲ شل اوریزو لوبو کي د توپ اچووني په برخه کي ۳۲ ویکټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کي يې بهترینه توپ اچوونه د ۲۲ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

هغه همدا راز د توپ وهني په برخه کي په ۲۲ لوبو کي ۵۰ منډي جوړي کړي.

 فرسټ کلاس

حمید حسن په ټولټال ترسره سوو ۱۳ فرسټ کلاس سېالیو کي ۶۷ ویکټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کي یې بهترینه توپ اچوونه د ۶۱ منډو په ورکولو سره د ۷  لوبغاړو اوټ کول دي.

فرسټ کلاس لوبو کي یې ۳ ځلي لس ، ۶ ځلي ۵ او ۲ ځلي څلور ویکټي ترلاسه کړي.

لیسټ اې (List A)

حمیدحسن په ۵۳ لیسټ اې لوبو کي ۸۷ ویکټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کي یې بهترینه توپ اچوونه د ۲۳ منډو په ورکړي سره د ۵ لوبغاړو سوځول دي.

دا چي حمید له ډیر ځنډ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ته د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته راستون سوی په لوبډله کښي به د تجربې او وړتیا له مخي کلیدي لوبغاړی واوسي چي تر ډېره به د چټکي توپ اچووني برخه نوموړی رهبري کړي ورسره به افتاب ، دولت ځدران او نایب یاده برخه سمبال کړي بل دا چي حمید د ښې تجربي تر څنګ ښه مبصر هم بلل کیږي او د نوموړي دا ځانګړتیاوي به په داسي یو سترو لوبو کي د لوبډلي او لوبغاړو لپاره ګټوري او اغېزمني و اوسي.

حمید په نړیوال جام کي په ترسره سویو دریو لوبو کي ډېره چټکه توپ اچوونه ترسره کړې او د مقابل ټېم توپ وهونکو ته یې په خپلو ښو او چټکو توپونو ستونزه جوړه کړې او لا به هم د جام تر پایه پوري له نوموړي څخه د ښې توپ اچووني تمه واوسي ځکه دا يې وروستی نړیوال جام بلل کیږي چي پکښي لوبیږي به .

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی