ساینس او ټیکنالوژي

د اینټرنیټ او انلاین ټولنیزو ادابو ۱۰ اساسي ټکي

لیکواله : ایلزابیت هارټني، پي ایچ ډي، ارواه پوهه
ژباړه: تورپیکۍ سادات 
هماسې چې له خلکو سره مخامخ ناسته ولاړه او چلن کې معاشرتي او ټولنیز اداب مراعتول ضرور دي، له خلکو سره په انلاین برخورد او چلن کې هم ځینې ټولنیز اداب او معاشرتي اصول شته چې باید مراعات شي.

که دا اداب مراعت نه کړئ ښايي ځینې سرغړاوی مو د اوږدې مودې لپاره د غاړې تاویز شي.

دلته درسره د انلاین چلن د معاشرت اداب او ټولنیزو اصولو لس اساسي ټکي شریکوو . دا له تاسو سره مرسته کوي چې انلاین او افلاین اړیکې مو له صدمې وساتئ.

1- حقیقي خلک لومړیتوب لري

تر دې هیڅ ډیر ځورونکي نه دي، کله چې ته هڅه کوي له یو داسې چاسره خبرې وکړئ چې هغه تاسو سره له خبرو ډیر په خپل موبایل ټیلفون یا کمپویټر کې لیوالتیا لري او هلته بوخت وي.

مهمه نه ده چې ته تخنیکي مرستندویه اداره کې کار کوي او یا په یو وخت څو کارونه کوي – خو که څوک درسره کوټه کې وي ښه ده چې په موبایل او کمپویټر کې ګوتې وهل پرېږدې او له ژوندي او حقیقي مخاطب سره مخامخ خبرې وکړې.

که چیرې د یو مهم تیلفون، ایمیل او یا پیغام په تمه یئ نو درسره مخامخ ناست کس ته ووایه چې هغه پوه وي او بښنه ترې وغواړئ.

په داسې حال کې چې مخامخ درسره خلک ناست وي او ته بیا بیا خپل موبایل ته ګورې کله په کې فیسبوک چک کوې او کله میسجونه، دا ستا مخامخ ناستو خلکو ته یوازې یو روښانه پیغام لري او هغه دا چې ته ددوی په کیسه کې نه یې، یا درته ارزښت نه لري.

دا هم ډیره ځورونکې ده چې ته یو چاسره و اوسي او هغه انلاین په داسې خبرو اترو بوخت وي چې ته یې برخه نه یې.

په عامه ځایونو کې هم پر ټیلفون اوږدې خبرې کول همداسې دي، لکه په ریسټورانټ، بس، ټرین، لیفټ او نورو ځایونو کې چې نور خلک هم درسره په شریکه فضا کې نژدې ناس یا ولاړ وي. په ځانګړې توګه که په یوه داسې ژبه خبرې کوې چې شا او خوا خلکو ته نا اشنا وي نو دا بیا بیخي له زغمه وتلې وي.

 

2- هغه څه چې مخامخ نه شې ویلی، انلاین یې هم مه وایه

په بیلابیلو نومونو بلل، کنځلې، بدرد، سپک یادول، او یا قصدا د یو چا په اړه د تیري کونکې نظریې بیانول – هر څه چې وي، خو که چیرې ته نه شې کولی دا شیان هغه چاته چې ستا لیکل ښايي انلاین وګورې مخامخ ووايي، نو انلاین یې هم مه وایه.

ښايي تاسو له هغو کسانو سره هیڅ خواخوږي ونه لرئ چې په نشه يي موادو روږدي وي او غواړئ چې ټول دې یوه زندان کې واچول شي او په لوږه دې ووژل شي. خو په یو داسې ویب سایټ کې چې هغه د نشه یانو سره د مرستې لپاره جوړ شوی وي د داسې نظریې ورکول سپکونکې او تیري کونکي ګڼل کیږي.

د ټولنیزو شبکو ګڼ افغان کارونکي خو چې انلاین کیني بیا پرې سترګې پټي وي او هر هغه چه په خوله ورځي وایې یې. له ګڼو فیسبوکي کنځلمارو تاسو په ريښتیني او مخامخ ډول دومره کنځلی نه اورئ لکه انلاین یې چې کوي.

بله خبره دا چې مهمه دا نه ده تاسو څه وایئ. مهمه داده چې څنګه یې وایئ؟

3- هغه څه چې په عامه توګه یې نه شې ښودلی انلاین یې هم مه ښیئ

د کورنۍ نا ایډیټ شوې ویډیو، په ګډوډو او نیمو جامو کې عکس، د نشې په حالت کې عکس، د لامبو وهلو د مهال نیمه بربنډ عکس، له نشه يي موادو سره اخیستی عکس او داسې نور … که چیرې فکر کوئ چې ستا د ادارې مشر، ستا مور پلار، ستا بچیان او یا ستا ملګرې که یې اوس یا وروسته وګوري ستونزه، شرم او بدنامي درته جوړوي، نو انلاین یې مه خپروه.

په عامه ځایونو کې پر ټیلفون خبرې او د خپلو شخصي کیسو پر نور اوریدل هم همداسې یوه سپین سترګي ده.

4- خلک لومړۍ ملګري او بیا ناملګري کوه مه

کیدای شي ستا د ملګرو لیست ډک او پوره وي، خو اوس هم درته دا سپکاوی ښکاري چې د څوک مو د ملګرتیا له لیست څخه وغورځوي. مخکې له دې چې څوک ځان سره انلاین ملګری کړئ او یا یې د ملګرتیا بلنه ومنئ لومړی پرې فکر وکړئ. که چیرې نه غواړئ ورسره تماس کې و اوسئ له اوله یې بلنه مه منئ.

که چیرې غواړې د مسلکي لحاظه ورسره تړلی پاتې شې ورته ووایه چې فیسبوک یوازې د نژدې شخصي ملګرتیا لپاره کاروئ. کولای شي مسلکي او شخصي اړیکې له بیلابیلو شبکو تنظیم کړئ.

خو که یو څوک مو له اوږدې مودې انلاین ملګرتیا وروسته د ملګرو له لیست وغورځاوه که د خپل دې کار لپاره قوي دلیل ونه لرئ، نو اړیکې مو ورسره بیا په هیڅ ډول کوشیر نه اخلي.

5- خلکو ته سوز مه ورکوئ، او ځان ښودنه مه کوئ

”د پاریس په شان لیزه ریسټورانټ کې شین چای، ملګري ، بنډار او مزې ،بیل خوند لري“ که تاسو سره ګڼ ملګري هغه افغانان وي، چې د هیواد دننه له نا امنیو، تنګسې اوسختۍ سره مخ دي او د پاریس داسې ریسټورانټونو په اړه چې تاسو یې په اړه دا جمله لیکلې او عکس مو خپور کړی بلد نه وي او یو لوی څه ورته ښکاري نو د داسې شیانو خپرول یو څه ځان ښودنه او نورو ته سوز ورکولو کې راځي.

ددې مانا دا نه ده چې د خپل سفر او ژوند خاطرې مه خپروئ. خو ښه داده چې تل خپل لوستونکي او ملګري په پام کې ونیسئ او ډاډمنه کړې چې ستاو بیلابیل فیشني عکسونه او پوسټونه خو د چا د حسرت، ځوریدو ، غوسه کیدو او یا نهیلي کیدو سبب کیږي نه او یا لږ تر لږه ځان ښودنه کې خو نه راځي.
6- خلکو ته درانه او ناغوښتي فایلونه مه استوئ

په ځانګړې توګه که کوم مهم فایل نه وي، او تاسو یو چا ته داسې یو عکس یا ویډیو په ایمیل یا میسج کې واستوئ چې هغه یې په ډاونلوډ نه یوازې دا چې یوه زیاته اندازه د موبایل ډیټا مصرف کړي بلکې موبایل یې هم ورسره جام شي، او ساعتونه ساعتونه وخت یې ونیسي . د اینټرنیټ د اداب معاشرت له پلوه سم کار نه دی.

که خامخا پر خلکو درانه فایلونه لیدل غواړئ نو ښه ده چې پر خپله ویب پاڼه یا یو بل ځای کې یې پوسټ کړئ او له ملګرو سره یې لینک شریک کړئ.
که چیرې یو میسج ته ځواب وایئ نو پخواني هغه چې مخکې تبادله شوي ډیلیټ کړئ، یوازې یو وروستی چې ځواب ورته لیکئ پریږدئ. کنه دا یو ډیر اوږد ایمیل کیږي چې بیا یې لوستل او پرینټ کول ستونزمنیږي.

7- د خلکو پرایویسۍ( شخصي حدودو ) ته درناوی وکړئ

کله چې درته راغلی یو ایمیل نورو ته فارورډ کوئ نو دا کار تر هغې مه کوئ چې لومړی مو د راستونکي تایید نه وي اخیستی. کله چې تاسو یو څه نورو ته استوئ ښايي په تر لاسه کړي ایمیل کې مو د ځینو داسې کسانو نومونه او ایمیلونه وي چې نه غواړي له نورو سره شریک شي، خو تاسو یې په فاروډولو له نورو سره شریکوئ.

همدا خبره د نورو د عکسونو او ویډیو ګانو د خپرولو په اړه هم سمه ده. او همدا خبره په خپلو عکسونو او پوسټونو کې د نورو د ټګ کولو سره هم سمون خوري. که تاسو خلک په داسې څه کې ټګ کوئ چې هغوی یې نه غواړي وګوري او یا یې د هغوی پر دیوال دهغوی دوستان د هغه له اجازې او خوښې پرته ګورې دا یو انلاین بې ادبي ده.

له هغو میسجونو خو به ټول خبر یئ چې وايي، لسو دوستانو ته یې واستوه نو یو ښه زیری به درته راشي او موږ یې هم منو او لس کسانو ته یې استوو. دا د یو چا پر شخصي حریم تیری او د انلاین معاشرت له ادابو سره په ټکر کې دی چې ناغوښتی میسج وراستوې.

همدارنګه د ځینو هغو خلکو غوندې هم مه کیږئ چې له بیلابیلو ځایونو ایمیل ادرسونه راټولوي او بیا ورته خپل سولیدلي سیاسي نظریې، لیکنې او نور شیان استوي پرته له دې چې له ترلاسه کونکي وپوښتي ایا هغه غواړي چې موږ ورته هره ورځ دا شیان واستوو؟
8- هر څه مه شریکوئ

کیدای شي یو څه درته جالب ښکاره شي، خو تر هغې چې په کې راغلي واقیعتونه مو چک کړي او ارزولي نه وي له نورو سره یې مه شریکوئ. ګڼ خلک په ناخبره توګه داسې شیان شریکوي چې ظاهرا جالب ښکاري خو په درواغو، تبلیغاتو او ناسمو واقیعتونو او د مداریانو په کیسو ولاړ وي. همدا علت دی چې په فیسبوک کې هره ورځ د مشهورو خلکو د مرګ جعلي خبرونو سره مخ کیږو او ډیر هوښیار خلک یې هم په ناخبره توګه شریکوي.

ډیر هوښیار خلک به مو لیدلي وي چې د یو چا فوټو شاپ شوی عکس به یې جدي نیولی وي او د خپل ادعا د ثبوت لپاره به یې شریک کړی وي.

9- خپل ایملونه پر وخت ګورئ او پر وخت یې ځوابوئ

په خپل میل باکس کې د سپم، ناټولنیزو او نورو تجارتي ایمیلونو ډیلیټولو او پاکولو ته دمه مه کوئ. خو که چیرې مو چا ته خپل ایمل ادرس ورکړی وي، او یا تاسو په یو داسې عامه پوسټ یا څوکۍ کې یئ چې خلک له تاسو سره په ایمیل د اړیکو نیولو لپاره دلیل ولري، نو بیا درته راغلي ایمیلونه له پامه مه غورځوئ او هر څومره زر چې ممکنه وي ځواب ورته ولیکئ.

که چیرې په ځواب کې داسې څه وي چې وخت نیسي هم هغوی ته ولیکئ چې ځواب ورکوئ خو وروسته. د پوښتنو له ځوابه ددې لپاره مه تښتئ چې نه غواړئ ځواب یې کړئ یا ورته ځواب نه لرئ. تاسو مقابل لورې ته ویلی شئ چې ددې پوښتنې ځواب نه لرئ یا د خلاصون ګڼې نورې لارې شته. په چورلټه توګه د یوې پوښتنې نه ځوابول سم او پر ځای انلاین چلن نه دی.

10- هغه انلاین معلومات تازه کړئ چې خلک پر تکیه لري
ناسم انلاین معلومات ددې په خاطر چې د تازه کولو زحمت یې نه ګالئ ناسم مه پریږدئ. دا معلومات که ستاسو په اړه عامه معلومات وي که ستاسو د کاروبار په اړه وي، تازه یې وساتئ او خلک مه غلتوئ.

د بیلګې په توګه که تاسو ډاکتر یئ او پر خپل ویب سایټ مو لیکلي وي چې د کار وخت مو له ۹ تر پنځو دی او بیا له ۸ تر پنځو بجو شي، ښه ده چې انلاین هم دا بدلون راولئ. ځکه هغوی چې ستاسو پر انلاین معلوماتو حساب کوي تیروځي.

که چیرې خپل ویب سایټ تازه نه شئ ساتلی ښه داده چې و یې تړئ او افلاین یې کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */