روغه سټه سیاست

افغانستان د خوښو هیوادونو لیست کې ۱۴۱ م ، ناروي لومړی

په ۲۰۱۱ م کال کې د ملګرو ملتونو سازمان پریکړه وکړه چې د مارچ ۲۰ به د خوښۍ د نړېوالې ورځې په توګه لمانځي، څو په دې توګه خوښ ژوند تېرولو ته د خلکو پاملرنه زیاته شي.

د همدې ورځې په مناسبت د نړۍ د هیوادونو په هغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو او د هر هیواد د وګړو د خوشالۍ کچه یې ارزولي ناروي د نړۍ ترټولو خوشاله هیواد بلل شوی دی.

دې هېواد په تیرو دوو کلونو کې په دې لیست کې څلورم ځای درلود خو سږکال یې له ډنمارک څخه د نړۍ د ترټولو خوښ هېواد مقام خپل کړی دی.

ورپسې دویم ډنمارک او په ترتیب سره ایسلنډ، فینلنډ، سویس، هالنډ، کاناډا، نیوځیلاند، اسټرالیا او سویډن راغلي دي.

د نړۍ په هیوادونو کې د خلکو د خوشالۍ او هوساینې د کچې د اندازه کولو په دې راپور کې افغانستان ۱۴۱ ځان نیولی چې د ۱۵۵ هیوادونو د لیست په ورستیو پنځلسو هیوادونو کې دی.

د امریکا متحده اایالاتونه د خوښو هیوادونو په لیست کې په ۱۴ مه او جرمني په ۱۶ مه شمیره راغلي دي.

بریتانیا د پخوانیو کلونو په مقایسه څو درجې پورته تللی او سږکال په ۱۹مه شمیره کې ده.

روسیه هم د تیر کال په مقایسه د خپلو وګړو د خوښۍ د کچې له کبله ښه شوې او لیست کې ۴۹ ځای نیولی دی.

جاپان ۵۱ مه درجه خپله کړې، چین ۷۹ مه درجه او پاکستان هم د سیمې د هېوادونو منځ کې په نسبي توګه د خوشاله ژوند له پلوه ښه او ۸۱ یم ځای یې خپل کړی، په داسې حال کې چې هندوستان په ۱۲۲ مه درجه راغلی دی.

د ۱۵۵ هیوادونو د سروې په دې لیست کې په مرکزي اقریقايي جمهوریت کې خلک تر ټولو ناخوښه بلل شوي شوي او د لیست په ۱۵۵ درجه کې یې ځای نیولی. برونډي په ۱۵۴ تنزانیا په ۱۵۳، سوریه په ۱۵۲ او روانډا په ۱۵۱ شمیره راغلي چې د لیست وروستي پنځه هېوادونه یا د نړۍ ناخوښه پنځه هیوادونه ښودل شوي دي.

خوشالي ډیر څیزونه دي

خوشالي یوازې د پیسو څخه نه ده، که څه هم دا یې یوه برخه ده. په راپور کې ویل شوي چې د هیوادونو سړي سر عواید او وده یې د خوښۍ په اندازه کولو کې یو مهم عنصر و.
ددې راپور لیکونکو د نړۍ د هېوادونو د خلکو د خوښۍ د اندازه کولو لپاره هغه نور معیارونه چې کارولي په کې سخاوت، د صحتمند ژوند تمه، د داسې یو چا لرل چې حساب پرې کولی شې ، د خپلې خوښې د انتخاب حق لرل، له فساد څخه ازادي او نور شامل دي.

ددې راپور له کتونکي ډلې څخه یو تن جیفري ساشا چې د کولمبیا په پوهنتون کې څیړونکی دی وايي” د نړۍ د خوښۍ راپور هغه څه ته چې خلکو ته مهم دي د پالیسي جوړونکو پام راګرځوي. “
نوموړی زیاتوي ګڼو هیوادونو ته دا راپور ددې ثبوت ورکوي چې د پیاوړو ټولنیزو بنسټونو رامنځ ته کول، د ټولنیز اعتماد پیاوړي کول او د ژوند لپاره د روغتیايي چاپیریال رامنځ ته کول د خلکو د ژوند کیفیت ښه کولی شي.

یوازې پیسې د خوشاله ژوند معیار نه دی
ناوری په داسې حال کې د نړۍ تر ټولو خوشاله هېواد بلل شوی چې د تیلو بیې لویدلي او ددې هیواد کلني عواید په وروستیو کې کم شوي دي.

د راپور لیکونکي وايي” له دې څرګندیږي چې یوازې مالي اډانه د خوشاله ژوند لپاره بنسټ نه شي کیدای. خو راتلونکې ته هیلمندي، ښه حکومتداري، ښې ادارې، سوله، ټولنیز اعتماد او ګڼ نور عوامل شته چې په یو هیواد کې ټولنیزه خوښي او سوکالي زیاتوي.

په دې راپور کې په کار ځایونو کې کې هم پر خوښۍ تمرکز شوی او د خلکو لپاره په کاري چاپیریال کې هم خوشالي مهمه ګڼل شوې ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */