سپورټ نړیوال کرکټ

د ۱۱ هيوادونو پر وړاندې د سليزو ريکارډ لرونکي توپوهونکي

لیکنه: مدثر دعوت

کرکټ اوسمهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډېرعام شوی دی، خو په خپل تاريخ کې د ځان سره داسې نه ماتيدونکي او جالب ريکارډونه لري چې شايد په بل ورزش کې نه وي.

د يو ورځنيو لوبو پيل د کرکټ په تاريخ کې يو بل پړاو وو، چې د ډيرو مينوالو له لوري يې هرکلی وشو او د کرکټ يو بريالی اړخ وشميرل شو.

ټول هغه ۱۲هيوادونه چې د ټيسټ لوبو حق لري ورسره د يو ورځنيو لوبو د ترسره کولو دايمي اجازه هم لري.

خو څلور نور هيوادونه (سکاټلنډ، متحده عربي امارات، نيدرلينډ او نيپال ) په موقتي ډول د يو ورځنيو لوبو د ترسره کولو مستحق شوي دي.

په يو ورځنيو لوبو کې د سليزو ترسره کول يوه اسانه خبره نده، خو بيا هم هندی لوبغاړی سچن ټنډولکر د ۴۹ سليزو په درلودلو سره نړيوال ريکارډ له ځان سره لري.

ريکي پونټينګ، هيرسچل ګيبز، سچن ټنډولکر، روز ټايلر، هاشم املا، او ويرات کوهلي يوازني هغه کرکټران دي، چې د ۹ ټيسټ لوبو کوونکو هيوادونو په وړاندې يې په يو ورځنيو لوبو کې سليزي وهلي دي.

پونټينګ له ځان سره يو بې ساری ريکارډ لري، ده په يو ورځنيو لوبو کې پربيلابيلو ۱۱ هيوادونو سليزې وهلي، او ترڅنګ يې په خپله لوبډلمشرۍ کې يې ۲۲ سليزي ترسره کړيدي.

خو د يو ورځنيو لوبو په تاريخ کې يوازې ۳ لوبغاړي دي، چې پر ۱۱ بيلابيلو هيوادونو يې سليزي وهلي دي.

ددغو ريکارډونو په اړه ټول مالومات په لاندې ليکنه کې ځای پرځای شوي دي:

۱ـ سچن ټنډولکر
د خپل وخت يو پياوړی او غوره کرکټر سچن ټنډولکر، په يو ورځنيو لوبو کې د ۱۱ بيلابيلو هيوادونو په وړاندي سليزي ترسره کړيدي.

په ۲۰۱۲ز کال کې کله چې د ډاکې په شيري بنګلا لوبغالي کې د بنګلديش او هندوستان ترمنځ په يو ورځنۍ لوبه کې سچن ۱۱۴ منډې ترسره کړې، لومړنی لوبغاړی شو چې د يوولسم هيواد په وړاندې يې سليزه ووهله.

په هماغه شپه يې يو بل ريکارډ هم جوړ کړ.

دی يوازینی کرکټر شو چې په نړيوال کرکټ کې يې ۱۰۰ سليزي ترسره کړي.

په ۲۰۱۰ز کال کې د هندوستان او سويلي افريقا ترمنځ لوبه کې ټنډولکر ۲۰۰ منډي ترسره کړې،تر دې مهاله چا په يو ورځنيو لوبو کې ۲۰۰ منډي نه وې کړي.

هغه هيوادونه چې سچن ټنډولکر يې په وړاندې سليزي وهلي؛
اسټراليا، بنګلديش، انګليستان، کينيا، نميبيا، نيوزلينډ، پاکستان، سويلي افريقا، سريلانکا، ويسټ انډيز، او زيمبابوې.

۲ـ هاشم املا
د سويلي افريقا پياوړی کرکټر هاشم املا د يو ورځنيو لوبو په تاريخ کې دويم لوبغاړی وو چې ځان يې دې ريکارډ ته ورساوه.

هاشم املا يو سپيڅلی، خاموش او يو متدين کرکټر دی.

ده د سويلي افريقا لپاره په ۱۶۴ يو ورځنيو لوبو کې ۲۶ سليزي ترسره کړيدي.

په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کې هاشم املا د ايرلينډ په وړاندې په ۱۲۸ توپونو ۱۵۹ منډي وکړې او دويم لوبغاړی شو چې د ۱۱ بيلابيلو هيوادونو په وړاندې سليزي وهي.

د ايرلينډ په وړاندې د املا لومړنۍ، خو په يو ورځنيو لوبو کې يې ۲۰مه سليزه وه.

دغه ۳۵ کلن لوبغاړی، په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د ډيرو سليزو په نوملړ کې پنځم ځای لري، خو تر ۴ سليزو وروسته به ځان دريم مقام ته ورسوي.

هغه هيوادونه چې هاشم املا يې په وړاندي سليزي ترسره کړيدي؛
اسټراليا، بنګلديش، انګليستان، هندوستان، ايرلينډ، نيدرلينډ، نيوزلينډ، پاکستان، سريلانکا، ويسټ انډيز او زيمبابوې.

۳ـ کريس ګيل
د ويسټ انډيز خطرناک، خو بااخلاقه کرکټر، کريس ګيل د وروستي لوبغاړي په حيث دې ريکارډ ته ځان ورساوه.

هرڅوک په دې تمه ول چې په ۲۰۱۹ز کال نړیوال جام کې بايد ويسټ انډيزۍ لوبډله شتون ولري، او دا هيله يې ترډيره کريس ګيل ورپوره کړه.

په ۲۰۱۸ز کال کواليفاير لوبو کې ويسټ انډيزۍ لوبډله د افغانستان په شمول د راتلونکې پنځوس اووريز نړيوال جام ته د ورتګ په موخه لوبيدل.

کريس ګيل د زيمبابوې په هراري لوبغالي کې د متحده عربي اماراتو د توپ اچوونکو په وړاندې بريدګره توپوهنه ترسره کړه او ويې شو کولای چې په ۹۱ توپونو ۱۲۳ منډې ترسره کړي.

په هماغه لوبه کې ګيل، ۱۱ شپږيزې او ۷ څلوريزې ووهلې، او ددريم لوبغاړي په حيث يې د ۱۱ هيوادونو پر وړاندې د سليزو وهونکو کرکټرانو په نوملړ کې خپل نوم د ټنډولکر او املا ترڅنګ ثبت کړ.

هغه هیوادونه چې کريس ګيل يې په وړاندي سليزي وهلي دي؛
بنګلديش، کاناډا، انګليستان، هندوستان، کينيا، نيوزلينډ، پاکستان، سويلي افريقا، سريلانکا، زيمبابوې، او عربي متحده امارات.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.