ټولنیز ژوند ژوند بڼه

څو ډوله انساني هوښ او ذکاوت لرو؟

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه: نسیمه محمدي

 په معمولي توګه کورنۍ د زېږېدلو له نېټې په اولادونو کې د هوښیارتیا د نښو په موندلو پسې وي، د دې هدف لپاره له ډول، ډول آزمایښتونو څخه کار اخلي، نا خبره له دې هغه څه چې عام یې ګڼي او پېژني، متفاوت دي او هوښیارتیا د هوښ یوه جنبه ګڼل کېږي.

هوښیاري

هوښیاري، د یو شخص وړتیاوو څخه کار اخیستل د منطق، د شمېرو کار کول، فضايي تجسم او د کلام مهارتونه رانغاړي. هوښیارتیا د یو کس منطقي تفکر دی او له هغه سره مرسته کوي قوانین او قواعد زده کړي.

هیجاني هوښ

هیجاني هوښ د دې لامل ګرځي، یو کس د بل چا احساسات وویني، درک یې کړي په هر موقعیت کې، تر ټولو غوره کړنه او غبرګون وښيي. د بېلګې په ډول په یوه اداره کې کارمند له خپل مشر سره په دعوه اخته دی. له دعوې وروسته ستاسې وار رسېږي. هغه کارمند په ډېره تنده او غصه ناکه لهجه تاسې ته وايي کار مو څه دی. دغه کارمند، د ټيټ هیجانی هوښ لرونکی دی. هیجاني هوښ د څلورو مهارتونو لرونکې دی. لومړی او دویم مهارت داخلي دي، لکه له خپلو احساساتو خبرېدل او دهغې مديریت کول دي او دریم او څلورم مهارتونه بهرني دي چې عبارت دي له: د نورو له احساساتو خبرېدل او مديریت کول يې؛ نو هغه کسان چې له لوړ هیجانی هوښ څخه برخمن دي، کولای شي ډېر ملګري او دوستان ولري.

جسماني هوښ

جسماني یا بدني هوښ موږ ته وایي، باید په چارو کې د بریا او د نورو په وړاندې تازه روح او هڅاند مغز ولرو. اشخاص د جسماني هوښ له نظره له یو بل سره توپیر لري. حرفه یي ورزشکاران لوړ بدني هوښ لري.

سر بېره پردې، د لوړ فزيکي هوښ درلودونکي کسان د خپل وجود له نښو خبر دي. دغه افراد مخکې له دې چې ناروغ شي، علایم پېژني او حتی ځینې وختونه کولای شي تشخیص کړي، ناروغي یې څه ده؟ پرته له دې د لوړ فزیکي هوښ لرونکي، متعادل وزن لري، نه ډېر ډنګر او نه ډېر چاغ دي.

معنوي هوښ

معنوي هوښ، په فلسفه او د شرقیانو په عرفان کې د ځیرکتیا مفهوم دی او انسان ته شتون، صداقت لرل او د اخلاقو سالم والی ور زده کوي. هغه کسان چې لوړ معنوي هوښ لري، فصیح او روان وینا کوونکي دي. معنوي هوښ یعنې که مونږ ځانونه ډوډۍ پخوونکی فرض کړو، نه منو سوځېدلې ډوډۍ د چا په لاس ورکړو. د ډېر وخت لپاره دا تعریفونه له هوښ څخه کېدل ترڅو چې د هوارد ګاردنر ډېر تحقیقات په څو ډوله پای ته ورسېدل.

  • د ژبپوهنې هوښ: دا هوښ، دا مهارت د شخص د کلماتو څخه کار اخیستلو څخه عبارت دی او لوړوالی یې د لیکنې او وېنا مهارتونو باندې حاکمیت دی. خبریالان، داستان لیکونکي، شاعران او وکلا د دې ډول هوښ څخه ډېره ګټه اخلي.
  • منطقي ریاضي هوښ: د اعدادو او منطق هوښ دی. دغه ډول هوښ ډېری پوهانو، ریاضي پوهانو او د کمپیوټر خپرونو جوړونکو له لوري کارول کېږي او د استدلال، پایلې اخیستلو او داسې نورو وړتیاوو برخه ده.
  • هنريز هوښ: د موسیقي آثارو د درک ظرفیت دی. د دې ډول هوښ مهمې ځانګړنې، د درک وړتیا، د موسیقۍ د وزن او نغمې ارزول او جوړول دي.
  • بصري فضایي هوښ:  د بصري فضایي نړۍ بېلابېلو جنبو د درک وړتیا ده. د دې هوښ څخه په استفادې شخص کولی شي هغه څه چې شتون نلري او یا تر اوسه جوړ ندي، تجسم کړي. دا ډول هوښ، د معمارۍ اړوند چارو کسان، عکاسان، نقاشان، مجسمه جوړونکي او طرحه کونکو څخه عبارت دي.
  • بدني خوځښتي  هوښ: هغه څه چې لامل کېږي، اشخاص د فزیکي تفریح څخه لکه پلې تګ، ډانس کول، منډه وهل، لامبو یا بېړۍ چلونې څخه خوند واخلي همدا هوښ دی. د بدن حرکتونه د بدني  خوځښتي هوښ سره کنترولېږي.
  • داخلي هوښ: د ځان په اړه پوهېدل د دې هوښ سره تر سره کېږي چې د ځان پېژندلو لامل ګرځي او شخص خپلواک او موخه لرونکې ګرځوي.
  • د اشخاصو تر منځ هوښ: د دې هوښ وړتیا د نورو خلکو درک کول ، له هغوی سره کار کول او دا چې نړۍ د نورو له لید لورو څخه ووینو، د دې هوښ دنده ده.
  • طبیعت پلټونکی هوښ: طبیعت ته پاملرنه له دې هوښ څخه منشا اخلي. د بوټو پېژندل، حیوانات، ډبرې، توپیرونه او ورته والی ټول په دې هوښ پورې تړلي دي.
  • وجودي هوښ: د ډېرو لویو پوښتنو په اړه تامل او ژور فکر کول له دې ډول هوښ څخه سرچینه اخلي. څوک یو؟ ولې یو؟ ولې مړه کېږو؟ د دې هوښ سره کولای شو دې ډول پوښتنو ته ځوابونه ووایو.

سرچینه: آکسان پلاس

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران