رسنۍ ساینس او ټیکنالوژي

خبر اوسئ؛ انسټاګرام په جعلي او غیر فعال اکونټونو پسې راخیستې

انسټاګرام اعلان کړی چې کارکوونکي یې د هغو اکونټونو پر له منځه وړلو بوخت دي، چې جعلي دي او یا هم له ډېرې مودې را په دېخوا کارول شوي نه دي.

انسټاګرام وایي، دا کار یې هغه وخت پیل کړی چې په دې وروستیو کې ډېرو مشهورو کارونکو ورته شکایت وکړ، چې د کتونکو شمېر یې په بې ساري ډول د کمېدو په حال کې دی.

دغو کسانو ورته ویلي، ځینې جعلي اکونټونه چې له غیر مجازو اپلېکېشنونو کار اخلي، د دوی څارونکي یې نیم په نیمه کم کړي دي.

انسټاګرام شرکت په یوه ټوېټ کې ویلي چې په ډېرې چټکۍ سره یې د جعلي، مشکوکو او غیر فعال اکونټونو د له منځه وړلو کار پیل کړی دی.

دغه کار نه یوازې انسټاګرام پیل کړی، بلکې د ټولنیزو شبکو ډېری شرکتونه اوس هڅه کوي، چې جعلي، مشکوک او غیر فعال اکونټونه لمنځه یوسي، څو په راتلونکو کې د ځینو ورته پېښو مخه ونیسي.

تاسو هم که انسټاګرام لری، هڅه مه کوئ چې له غیر مجازو لارو خپل لایکونه او فالورس ډېر کړئ. خپل اکونټ په منظمه توګه وکاروئ، څو یې دغه شرکت د بندولو هڅه ونه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.