بریا او پرمختګ نړۍ

د رهبرۍ ۱۰ هڅوونکې ویناوې چې پرمختګ ته مو هڅوي

لیکنه: غازي عابد

ژباړه: غازي عابد

جیم رون وايي لیډرشیپ یوه ننګونه ده، داسې ننګونه چې ډیره به جدي نه اوسي، یعنې عادي به وي، خو مهمه دا ده چې د غوره لیډر کیدو لپاره هلي ځلې وکړئ، نو که غواړئ چې یو موثره لیډر شئ، اول باید یو غوره شخص اوسئ، چې تر ټولو ډیر لوړ او ښه یۍ.

همداراز لومړی باید چمتو اوسئ چې په د خپل ځان او مهارتونو په زبردست کولو کار وکړئ، که داسې ونه کړئ، نو بیا ښه رهبرې کیدای هم نه شئ. ځکه د رهبرۍ لپاره باید هر اړخیزه پیاوړتیا ولرئ.

ویناوې او مشورې هم هغه څه دي چې په ښه لیډرشیپ کې مرستندویه تمامیږي، نو په همدې اساس دا ۱۰ هغه ویناوې درسره شریکوو چې غوره رهبرۍ ته زمینه برابروي:

۱- د رهبرۍ یو ښه هدف دا دی چې د کارونو له کمزورو ترسره کوونکو سره مرسته وکړي چې ښه شي، او له هغوی سره مرسته وکړي چې ښه کار کوي او دا ښه والي په لا بهتروالي بدل کړي.
(جیم رون)

۲- لیډر هغه څوک دی چې په خلکو او پروسو کې د قوت او پیاوړتیا پيدا کول، په ځان لازمي کړي.
(بیرني ډراون)

۳- رهبران د حل په اړه فکر او خبرې کوي. پیروان د ستونزو په اړه سوچ کوي او غږیږي.
(بریان ټریسي)

۴- یو واقعي رهبر په روغو کارونو پسې نه ګرځي، بلکې د روغو هغو په خرابو سمولو پسې پلټنه کوي.
(مارتین لوتر کینګ)

۵- هغه خلک چې رښتیا هم قوي وي کوښښ کوي چې نور خلک پورته لاړ شي. هغوی چې پیاوړي دي، خلک خپل منځي یووالي او یو قوت کیدو ته رابولي.
(میشل اوباما)

۶- د ښه لیډرشیپ غټ قوت صداقت او سپیڅلتوب دی.
(ډویت ایشنهور)

۷- که راتلونکو سلو کلونو ته نظر واچوو، رهبران به په کې هغه څوک وي چې نورو ته پیاوړتیا ورکړي.
(بیل ګیټس)

۸- د نورو تقلید مه کوه، هڅه وکړه چې نور تا وڅاري او ستا تقلید وکړي.
(مارګاریټ)

۹- خلک هغو ته لاس ورکوي، چې درک کړي، ته په هغه څه پوه شوی یې چې دوی یې درڅخه غواړي او هیله یې لري.
(اننا وینټوور)

۱۰- که ستاسې کړنې نور وهڅوي چې ددې احساس وکړي، څو ډیرې هیلې ولرې، ډیرې زده کړې وکړي، ډیر کار وکړي او راتلونکې کې ترې غټ څوک جوړ شي، نو تاسې یو رهبر یاست.
(جان کواینسی ادمس)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد