ټولنیز ژوند ژوند بڼه

بې کفایته خلک دا عادتونه او ځانګړنې لري

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱) افکار، وينا او رفتار يې منفي وي
بې کفايته کسان تل ستونزې زېږوي. دا ډول کسان به تل د لمر د ګرمښت څخه ګيله کوي، باران ته به بد او رد وايي او شمال ته به په دې خاطر غوسه وي چې ولې يې وېښته ګډوډوي. بې کفايته کسان به تل شکايت کوي چې او وايي به چې ټول يې پر ضد دي. په هرڅه کې په دليل وايي او د ستونزو لپاره هېڅکله هم حل لاره نلري. د دې پرځای چې د تېروتنو څخه درس واخلي، ډېر ژر مايوسه کېږي.

۲) پرته له فکره عمل کوي
بې کفايته کسان تل د خپلو غرايضو او شکونو پر اساس عمل او حرکت کوي. کله چې يو څه وګوري او خوښ يې شي نو فوراً يې اخلي، پرته له دې چې په اړه يې فکر وکړي. د راتلونکي په اړه فکر نه کوي او تل د حال د خوند په اړه فکر کې وي. هغه کسان چې د جنسي اړيکو، جنايتونو او نورو ناوړو او خطرناکو کارونو لامل ګرځي؛ په همدې ډله کې راځي.

۳) مخکې له دې چې غوږ ونيسي، خبرې کوي او خپل وخت بې ځايه تېروي
په هره خبره کې مداخله کول، ډېرې خبرې کول، دروغ ويل، تل خپل ځان حق به جانبه ګڼل، د لارښوونو ردول، په يوه تېروتنه کې د ځان نه ملاتمول… دا ټول د بې کفايته کسانو ځانګړنې دي.
بې کفايته کسان په دې نپوهېږي چې څه کار بايد ترسره کړي. هغوی يوازې په څښلو، خوړلو، تلويزون ته کتلو او خلکو ته په نندارې ځان بوخت ساتي. د دې په اړه هېڅکله هم فکر نه کوي چې بايد ژوند کې يې بدلون راشي. د برياليتوب لپاره د وخت مديريت اړين دی، خو بې کفايته کسان د وخت په ارزښت نپوهېږي.

۴) ډېر ژر يې زړونه سړېږي
بريالي کسان له خپلو ماتو څخه د بريا او پرمختګ لپاره درس اخلي. خو بې کفايته کسان چې کله د ماتو سره مخ شي، مايوسه کېږي او ځان شاته کوي. بې کفايته کسان د هر کار څخه وړاندې ډېر هيجاني او شوقي وي، خو په چټکۍ سره خپله علاقه بايلي او همدارنګه تل سخت کار ته زړه نه ښه کوي.

۵) نورو ته هم د ځان په څېر فکر کوي
بې کفايته کسان د برياليو کسانو سره حسد او کينه کوي. د دې پرځای چې خپله هڅه او سخت کار وکړي، تل نورو پسې خبرې کوي او بد يې وايي. تل خپل اعتبار تخريبوي او خپل موقعيت په خطر کې اچوي. دا ډول خلک تر يو بريده منفي دي او يو کار هم په سمه توګه نشي بشپړولی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی