هندۍ میرمنې: له عامه ځایونو دې د سني لیون عکسونه پاک شي

د هندوستان په ګووا ایالات کې یو شمیر میرمنو د ښځو ایالاتي کمیسون ته شکایت کړي، چې له اعلاناتو دې د سني لیون عکسونه پاک شي.

ګووا د هند په سویل کې پروت ایالت دی، چې ګڼ شمیر داخلي او بهرني سیالانیان يې لیدو ته ورځي.

دغلته میرمني وايي، چې ټول هغه د اغلاناتو بورډونه دې لري شي، چې د سني لیوون عکسونه پرې لګیدلي. میرمنې ادعا کوي، چې د سني لیوون په لیدو سره دوې د شرم احساس کوي.

سني لیوون په دې ورستیو کې د د زیږون د کنټرول په درملو او کنډم باندې خپل عکسونه ورکړي او ددې لپاره پرموشن کوي.

ګووا کې یو شمیر میرمنې د ښځو چارو اړوند کمیسون ته عارضې شوي او له دې اعلاناتو څخه يې د سني لیوون د عکسونو د پاکولو غوښتنه کړې. میرمنې وايي، چې دوې په دې اعلاناتو باندې د سني لیوون په لږیدلو عکسونو شرمیږي.

د ګووا د ښځو چارو ایالاتي کمیسون وايي، چې په دې اړه ورته ګڼو میرمنو خپلې اندیښنې استولي او ددې عکسونو د لرې کولو غوښتنه يې کړې ده. دوې وايي، چې دا مسله جدي نیسي او په اړه به يې ژر تر ژره اقدام وکړي.

کمیسون وايي، چې که څه هم دوې په اعلاناتو د دا ډول عکسونه سره کومه ستونزه نه لري؛ خو دا چې یو شمیر ښځو ورته په دې اړه شکایت کړی، په اړه به له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.

د ګووا د میرمنو دا شکایت په داسې مهال راولاړیږي، چې همدا اعلانات په ورځپاڼو کې هم تر لرې لرې ځایونو خپاره شوي دي.

هند کې ځینې سیاستوال اندیښنه لري، چې په اعلاناتو کې د سني لیون دا ډول عکسونه خپرول په دغه هیواد کې د جنسي زورونې پیښې زیاتولای شي.

کتوونکي وايي، چې په اعلاناتو د سني لیوون خپاره شوي عکسونه زیات تحریکوونکي او بې باکه دي.

سني لیوون هندي ټبرې کاناډايي ده چې په دې وروستیو کې یې هندي سینما ته لاره موندلې. دې ته په لوڅو فلمونو کې د کارکولو له کبله په هندي ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل کیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */