سپورټ نړیوال کرکټ

هندي لوبغاړي او بهرني لیګونه؛ ایا هندوستانیان به د نړۍ لیګونو کې ولوبیږي

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

هند د کریکټ په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د کریکټ لوبه پکې په لوړ پلان سره روانه ده او هندی دولت له دغې لارې د کال زیات عاید تر لاسه کوي.

د دغه هېواد د غښتلي بورډ او ادارې د شتون له امله اوس په هند کې کریکټ لوبه ورځ تر بلې د رشد په حال کې ده او لکونه لوبغاړي په مسلکي کریکت کې مصروف دی چې دا هر لوبغاړی ځان ته میاشتیني عاید هم تر لاسه کوي؛ د هند هر یو عادي لوبغاړی هم له ادارې سره ثبت دی او ورو ، ورو د مخکې راتګ زمینه سازی ورته کوي.

دغه هېواد د دې لوبې لپاره بنیادي کارونه کوي چې دا وخت لسګونه معیاري لوبغالي د هندوستان په لر و بر کې پراته دي او د هند کورنی کریکټ په منظم شکل په ټېسټ، یوه ورځینۍ او شل اوریز فارمټ کې روان دی.

دا چې هندوستان په مسلسل شکل کورنۍ دوامداره لوبې لري او نیږدې ټول لوبغاړي چې د ملي لوبډلې لوبغاړي یې هم برخه ده پکې بوخت دي؛ همدا وجه ده چې هند کریکټ بورډ خپل هندي
لوبغاړي نه پریږدي چې د نورو هېوادونو په کورنیو لوبو او خاص ډول تجارتي لوبو کې ولوبیږي.

دلیل دا کیدای شي چې له یو لوري د هند کورنی کریکټ دوامدار کیږي،بل دا چې هند کریکټ بورډ نیږدې هر لوبغاړی په پیسو موړ ساتي او هم دا چې هند غواړي پیسې یې پر خپل لوبغاړي هم مصرف او هم بېرته بچت شي.

خو په دې وروستیو کې ځینې هندي لوبغاړي د نورو هېوادونو په کورنیو لوبو کې د لوبیدو پلان لري، دا چې هندی بورډ ورته ولې اجازه ورکوي؟ او یا هم به د لوبیدو اجازه ورکړي؟

هغه پوښتنې دي چې د ځوابیدو لپاره یې وخت شته خو کوم لوبغاړي چې د نورو هېوادونو،په کلب لیول کریکټ او هم تجارتي لیګونو کې د لوبیدو پلان لري یو وخت د هند هېواد د کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي او کلیدي غړي پاتې شوي دي.

تېرا اونۍ داسې خبرونه خپاره شول چې ګني د هندۍ کریکټ ملي لوبډلې پخوانی الرونډر لوبغاړی عرفان پټان به د ۲۰۱۹ کال کربین پریمر لیګ(CPL) په راتلونکي فصل کې ولوبیږي چې نوموړي ورته نوم لیکنه هم کړې ده.

د دغه لیګ لپاره د لوبغاړو د اخیستو مراسم دوه ورځې وروسته تر سره کیږي چې د بهرنیو لوبغاړو په لېسټ کې تر ۳۰ زیات افغان لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې کیږي.

راوي چندرا ایشوین چې د هندۍ لوبډلې پیاوړی اف سپینر توپ اچونکی دی خو له ۲۰۱۷ کال راهیسې له هندي بورډ سره د سپین بال کریکټ سنټرل کنټرک (مرکزي تړون)نه لري یعنې میاشتینی معاش نه اخلي خو په ټېسټ نوملړ کې له هندي بورډ سره تړون لري؛ دا ځل یې د دریم هندي لوبغاړي په توګه له هند بهر د انګلستان په کاونټي کریکټ کې د لوبیدو ملا تړلې،چې پرون یې د انګلستان له غښتلي کلب (ناتېنګهامپشیر) سره د راتلونکي فصل د لوبولو تړون کړی خو د نوموړي کار لا هم پاتې دی؛د هندي بورډ اجرایه ریس لا هم د نوموړی غوښتنلیک نه دی امضآ کړي اما ویل کیږي چې دا کار هم تر سره کیدونکی دی.

ایشوین د هندوستان لپاره ۶۵ ټېسټ ۱۱۱ یوه ورځینۍ خو ۴۶ شل اوریزه لوبې تر سره کړې دي.

تر دې مخکې د ټېسټ کریکټ غښتلي لوبغاړي چتیشوار پوجارا درې کلن قرارداد له یارکشیر او د ټېسټ لوبډلې مرستیال کپتان اجینکیا راهاني بیا له هامپشیر نومي کلب سره د لوبیدو تړون کړی.

د انګلستان کورنۍ ټېسټ لوبې په جون او جولاۍ کې پیلیږي چې د نړۍ په کچه معتبر ټېسټ کریکټ دوران حسابیږي او پکې هر لوبیدونکی لوبغاړی د مادي ګټې باوجود د کریکټ نور امتیازات تر لاسه کوي او هر لوبغاړی باید په دغه سیزن کې لوبیدل د ځان لپاره ویاړ هم وګڼي.

د انګلستان دغه کورنۍ لوبې د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام په پای ته رسیدو سره پیلیږي؛ خو دا وخت هندوستان له انګلستان سره سیریز هم لري او هم له ویسټینډیز سره ځینې لوبې چې د چیتشوار پوجار، اجینکیا راهاني او ایشوین لپاره به یو سوال هم وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې