سپورټ نړیوال کرکټ

هندي کرکټ بورډ:روزونکي ډلګۍ سره د قرارداد غځولو په اړه فکر کوو

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

هندۍ کریکټ غښتلې لوبډله دا وخت ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د خپلو سیالانو سره غېږ په غېږ ده ،چې د خپل قوي روزونکي سپورټ ټیم پر مټ یې د نړیوال جام د لوبو پیل په بري کړی، لیکن پرون یې له نیوزلېنډ سره لوبه باران یوړه.

د هند پخوانی لوبغاړی راوي شاستري چې دا وخت د هندۍ لوبډلې مشر روزونکی دی او په راس کې یې ځینې نور روزونکي لکه د توپ وهنې په برخه کې سانجی بنګار، د توپ اچونې روزونکی بهارت ارون او د توپ نیونې روزونکی شردهار به د نورو ۴۵ ورځو لپاره له هندۍ کریکټ ملي لوبډلې سره د روزنې د برخې مسؤلین وي.

تر نړیوال جام وروسته هندوستان د ویسټینډیز د سفر پلان لري چې هندي کریکټ بورډ د راتلونکې لپاره له پورته ذکر شوي کوچېنګ سټاپ سره د قرارداد د غځونې او د دوی سره د دندې د ادامې په اړه بحث هم کړی، خو لا هم واضح نه ده چې ایا هندی بورډ یوازې د ویسټینډیز د سفر پورې له دوی سره تفاهم کوي کنه د نورو څو کلونو لپاره غواړي هندۍ لوبډله د دوی په روزنه کې وګوري.

د دې کوچېنګ ډلې پر مټ هند ښه لوبیدلی خو د مشر روزونکي راوی شاستري له مدیریت بیا بیخي راضي ښکاري، اما یو وخت د شاستري او کپتان ویرات کوهلي تر منځ د ستونزې رامنځ ته کیدو خبرونه هم خپاره شول، خو وروسته دا خبر په ګنګوسو بدل شوه او همداسې غلې پاتې شوه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی