کلتور او هنر

بالیووډ کې رسوايي؛ غیري اخلاقي کړنو سینما بدنامه کړې

لیکنه: شریف شاهین

د هندوستان د سینما وتلي ستوري سیف علي خان په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې په هندي سینما کې غیري انساني او ناوړه کارونو د سینما نوم بدنام کړی او شاید نوي استعدادونه له همدې ویرې سینما ته د راتګ زړه ونه کړي.

د سیف په وینا، ښځينه د فلمونو اساسي برخه ده او د همدوې له امله زیات فلمونه کامیابیږي. په باور يې، چې سینما باید د میرمنو لپاره یو خوندی او محفوظ ځای اوسي.

هغه وايي:
“په تیرو څو کلونو کې په هندي سینما کې ځينې غیرې انساني او ناوړه کارونه شوي. او زه پوهیږم، چې د قرباني شویو میرمنو په کیسه له خبریدو وروسته، شاید ځينې ځوان استعدادونه سینما ته له راتګ ویره ولري. اما د سینما د یو غړي په توګه، دا زموږ مسؤلیت دی، چې میرمنو ته خوندي او ابرومند ځای پیدا کړو، چیرته چې باید له واکه ناوړه استفاده نه وي.”

سیف علي خان دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په هندي سینما کې د (مي ټو) یا (زه هم) په نوم د جنسي ځورونکو د رسوايۍ حرکت پیل شوی.

په دې حرکت کې د مشهور فلمي ډاریکټران او لوړ پوړي دولتي چارواکي د سینمايي او هنري ستورو له لورې په جنسي ځورونې تورن شوي دي.

کنګنا راناوټ د هندوستان مشهوره سینمايي ستورې ده. نوموړې په فلمي ډاریکټر ویکاس باهل د جنسي ځورونې تور پورې کړی.

له انډیا ټوډی سره کنګانا په خبرو کې ویلي، چې د (ملکه) فلم پر مهال دې ته فلمي ډاریکټر ویکاس ازار ورکړی او دې يې شرمینده کړې.

کنګانا وايي:

“کله به چې هم موږ یو بل سره ولیدل، نو د ټولنیز نزاکت له مخې موږ یو بل ته ستړې مشي کوله. هغه (ویکاس) به زه کلکه په غیږ کې ونیولم؛ خپل مخ به يې زما په غاړې پورې ومږلو. راته به يې ویلې، کنګانا، ستا د وجود په بوی مین یم. ما په ډیر زحمت د هغه له غیږې ځان خلاصوه.”

د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر مبشر جواد (ایم جې) اکبر هم د یو شمیر ښځینه خبریالانو له لورې په جنسي ځورونې تورن شوی. له ۲۰ ډېرو ښځو ادعا کړې، چې نوموړي وزیر ځورولې دي. اکبر اوس د وزارت له چوکۍ استعفا کړې، خو د جنسي ځورونې تورونه يې رد کړي او د ځان په وړاندې يې توطئه بللې ده. ښاغلي اکبر د خبریالې پریا رماني خلاف د سپکاوي قضیه په ځايي محکمه کې ثبت کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو ګڼو خلکو په هندوستان کې د مي ټو په نوم ددې حرکت د پیلیدو هر کلی کړی، خو ځينې نورو بیا اندیښنه ښودلې، چې شاید ځينې خلک د ژر او یا هم ناسم قضاوت قرباني شي.

سیف علي خان به تازه په (بازار) نومي فلم کې راڅرګند شي. پ فلم کې به سیف د یو پیسه دوستي کس رول ولوبي، چې په وینا يې د حقیقي ژوند سره يې فرق لري. فلم کې سیف علي خان وايي، چې ژوند یواځې هغه دی، چې ګټې پکې وکړې. هغه وايي، پیسې یواځې هغوې لري، چې په کاروبار پوهیږي. یاد فلم به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۶ مه خپور شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین