کلتور او هنر نړۍ

په ۲۰۱۸ کې د مشهورو پاکستاني او هندي فلم ستورو ودونه

په ۲۰۱۸ کال کې د فلم په نړۍ کې زیاتو فلم ستورو د خپلو معشوقو او عاشقانو سره واده وکړ او د ډېرو د دوستۍ او ملګرتیا اړېکه د واده په اړیکه بدله شوه.

دا چې په بالیوډ کې په ۲۰۱۸ کال کې زیاتو ستورو ودونه وکړه همدا لامل دی چې ځينې دغه د ودونو د کال په نامه هم یادوي.

دلته څو هندوستاني او پاکستاني مشهور شخصیتونه ذکر کوو چې په ۲۰۱۸ کال کې یې وادونو کړي:

1) سونم کپور او انند اهوجا

سونم کپور او انند

روان ۲۰۱۸ کال کې د مۍ د میاشتې په ۸مه نېټه د فلم ستورې سونم کپور چې د انیل کپور لور ده، د یوه هندوستاني تجار سره واده وکړ، د دوی واده هندوستان په شمول د نړیوالو رسنیو د پام وړ وګرځیده، په دغه کال کې د دوی دواړو واده د نورو لپاره نیک زیری وه او ډېرو نورو یې پر پله پل کېښود.

2) فیروز خان او علیزۍ

علیزۍ او فیروز خان

په پاکستان کې د ټلویزیوني سیریال (خان) څخه مشهور شوي پاکستاني اداکار فیروز خان روان کال د مارچ میاشت کې د علیزۍ سره واده وکړه، د فیروز خان مېرمن علیزۍ فاطمه په فلمونو کې کار نه کوي، د دوی واده په ټولنیزو رسنیو کې ښه د مینوالو پام ځانته اړولی و.

3) نېها دهوپیا او انګد بیدي

نیها دهوپیا او انګد

د سونم کپور او انند اهوجا له واده فقط دوه ورځې وروسته نیها دهوپيا هم د خپل نژدې ملګري انګد بیدي سره په پټه واده وکړ، د دواړو له واده هغه وخت خلک خبر شول چې نیها د خپل واده تصویران په انسټاګرام خپاره کړه.

4) همیش ریشمیا او سونیا کپور

همیش او سونیا

د نیها دهوپيا له واده دوه ورځې وروسته د هندوستان مشهور سندرغاړي همیش ریشمیا هم د خپل واده خبر خپور کړ، نوموړې د مۍ میاشتې په ۱۲ نېته د خپلې ملګرې سونیا کپور سره د واده په اړېکه وتړل شو.

5) عائیشه خان او میجرعقبه

عایشه خان او میجر عقبه

د پاکستاني فلم ستوري فیروزخان له واده یوه میاشت وروسته په اپریل میاشت کې مشهورې پاکستانۍ فلمي اداکارې عایشه خان د میجرعقبه سره واده وکړ، نوموړې له واده وړاندې اعلان کړی وه چې له واده وروسته به د فلمي نړۍ ژوند سره مخه ښه کوي.

6) ډپيکا پډوکون او رنویر سنګهـ

ډپيکا او رنویر

د بالیوډ سېنما مشهورې جوړې ډپیکا او رنویر واده ته د روان کال تر ټولو غټ واده ویل به غلطه خبره نه وي، د نومبر د میاشتې ۱۴ او ۱۵ نېټه د دوې دواړو د واده مراسم تر سره شول چې په کې د فلم ستورو ترڅنګ ډېرو نورو مشهور کسانو ګډون کړی و.

7) پریانکا چوپړا او نک جونز

پریانکا او نک

د روان کال د ډسمبر د میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه امریکایي سندرغاړي نک جونز د ښکلا د پخوانۍ ملکې او د بالیوډ او هالیوډ د مشهورې ستورې پریانکا چوپړا سره واده وکړ، د دوی دواړو واده هم په روان کال کې یو لویو ودونو وه، د دې جوړې واده نه یوازې هندوستانۍ رسنیو بلکې نړیوال رسنیو هم ډېر خپور کړ، د ډپیکا او پریانکا واده په بالیوډ له لویو ودونو څخه وه.

8) کپل شرما او ګیني چهاتراتهـ

کپل او ګیني

د روان کال په اخر کې د هندوستان د مزاحیه ټلویزیوني خپرونو تکړه وړاندې کوونکي کپل شرما هم د خپلې ملګرې ګیني چهاتراتهـ سره واده وکړ، مینوالو یې په واده زیاته خوښي وښوده او په ټولنیزه رسنۍ کې یې د دوې د تصویرونو په شیر کولو سره ورته د غوره ژوند دعاوې کړې وې.

9) ایمن خان او منیب بهټ

ایمن او مین

په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې د فلم ستورې ایمن خان او منیب بهټ واده هم له لویو او قیمتي ودونو شمېرل کیږي چې د رسنیو زیاته توجو ورته وه، د زیاتو رواجونو او ډېر لګښت له امله د دوی واده له زیاتو نیوکو سره هم مخ شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی