سپورټ نړیوال کرکټ

د هند او پآکستان د کریکټ بورډونو تر منځ پیل شوې دعوه، هند وګټله

لیکنه: ياران

لیکنه: بهار سمسور

وروسته له هغې چې له ۲۰۱۴ کال بیا تر ۲۰۲۳ کالو پورې د هندۍ او پاکستانۍ کریکټ لوبډلو تر منځ د یو شمېر دوه اړخیزه سیریزونو هوکړې وشوې، له څلور کلونو ناندریو دعو او منډو ترړو هندۍ بورډ په دې بریالی شو تر څو پاکستاني بورډ ته په دې لوبه کې ماتې ورکړي.

د هوکړې سره سره هندي بورډ له دې پرلپسې انکار وکړ چې له پاکستان سره دې هوکړه شوي سیریزیونه تر سره کړي، چې وروسته د کریکټ نړیواله شورا په دې موضوع کې ښکېل شوه، خو د روانې میاشتې په شلمه نیټه ای سي سي په لیکلي شکل دواړو بورډونو ته وویل د پاکستان او هندوستان تر منځ د سیریزونو خبرې او هوکړه سر له نن څخه له منځه تللي او تمه ده چې له دې نه وروسته پر تیرو هوکړه خبرې ونشي.

هندي رسنیو د ای سي سي پر دغه پرېکړه خوښي څرګنده کړې او هندي سایټونو او چاپي رسنیو پر غټو عنوانونو لیکلي: بي سي سي ای، پي سي بي ته ماتې ورکړه.

پاکستان د تېرو څلورو کلونو راهیسې وروسته له هغې چې هندوستان ورسره له کړې وعدې په شا شو د ۷۰ میلوینه امریکايي ډالرو د هغه تاوان غوښتنه له هندي لوري کوله چې د پاکستان په خبره د هند سره د لوبو او سیریزونو د تر سراوي لپاره يې د اشتهاراتو او نورو لګښتونو له وجهې تاوان کړی، خو هندی لوری پر همدې یوه خبره ولاړ دی او وايي؛ « تر څو چې د هند حکومت له پاکستان سره د اړیکو د ښه توب خبره یو طرف ته نه کړي او پاکستان له ترهګرۍ لاس وانه خلي د سیاسي او ورزشي اړیکو پالل نه ممکنه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني کریکټ بورډ پخواني مشر نجم سیټي ویلي و له هندوستان سره به اړیکې روغ کړي او د دوی تر منځ به د لوبو د ترسراوي وعدې هند پوره کړي، خو د نجم سيټي دا هدف پوره نه شو او دوه میاشتې وړاندې د کریکټ بورد لپاره نوی مشر احسان ماني د انتخاباتو له لارې وټاکل شو او چې ده په لومړیو خبرو کې وویل له هندوستان سره به دوستانه اړیکو ته خاص کار وکړي او له هندوستان سره به د تر سره کیدونکو لوبو خبرې یقیني کړي.

د دې ټولو سره سره داسې ښکاري چې احسان ماني ځکه ماتې خوړلې چې څو ورځې وړاندې په لاهور کې د کریکټ نړیوالې شورا په غونډه کې هم هندي لوري له ګډون ډډه وکړه او دوه ورځې وروسته دا دی د ۷۰ میلیون ډالرو د تاوان نه ورکړه هم پاکستان ته د زهرو د غړپ په معنا شوه. یوازې دا ټکان نه دی بلکې پاکستان له افغانستان سره هم د کریکټ ټولې اړیکې له لاسه ورکړې او څور ورځې وړاندې افغان کرکټ بورډ وویل هیڅ افغان لوبغاړی د پاکستان په تجاراتي لیګ کې نه شي لوبیدای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران