سیاست نړۍ

پاکستان له هنده خپل راغوښتی سفیر بې له بلنه بیا ور واستوه

لیکنه: بشر درویش

د پاکستان حکومت هندوستان ته د خپل سفیر د بیا لېږلو اعلان کړی.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا کار له نوې ډیلي سره د ديپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل د حسن نیت په شکل کوي.

د پخلاینې یو اړخیز ګام
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه وینا کې ویلي، دوی د دې باوجود چې د وروستیو کړکېچنو اړیکو د حل لپاره هند تراوسه یو مثبت ګام هم نه دی اخیستی، خو بیا هم له هغه هېواده خپل را غوښتی سفیر بیا خپلې دندې ته ورلېږي.

هغوی پور غواړي، دوی نور غواړي
پاکستاني وزیر پخپله وینا کې ویلي، ورستنیدونکی سفیر به یې د هند له چارواکو سره د نورو دیپلوماتیکو مسایلو ترڅنګ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې اترې وکړي.

د همغږۍ ډاډ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د هند له بهرنیو چارو وزارت سره یې د خپل ور ستنیدونکي سفیر سهیل محمود د ستنیدو په تړاو لازمه همغږي کړې ده.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت رسماً په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د سفیر را غوښتل
ترهغې وروسته چې د پاکستان پرخاوره هندي جیټ الوتکو د ترهګرو یو شمېر پټنځایونه په نښه او پکې د ۳ سوو ترهګرو د وژلو ادعا وکړه، پاکستان له هند څخه خپل سفیر د اعتراض په بڼه را وغوښت.

پاکستانی سفیر دا څه موده پخپل هېواد کې و او د هند او پاکستان په اړیکو یې خپلو لوړپوړو چارواکو ته مشورې ورکولې.

د جنګ د خطر دوام
د پاکستان ولسمشر عارف علوي په یوه وینا کې خبرداری ورکړی، چې د هند او پاکستان د جګړې ګواښ لا هم موجود دی.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي بیا په ښکاره ویلي، چې په پاکستان کې ښایي بیا د ترهګرو پټنځایونه تر بریدونو لاندې راولي.

د ناندرۍ پيل او دوام
هند پرخپلو پوځیانو په یوه ترسره شوي ځانمرګي برید کې پاکستان او لاسپوڅې ترهګرې ډلې یې په لاس لرلو تورن او په غبرګون کې یې د دغه هېواد په قلمرو کې د ترهګرو پټنځایونه بمبار کړل.

پاکستان له دې پېښې وروسته د هند یوه جیټ الوتکه نسکوره او پیلوټ یې اسیر کړ، خو زر یې بیرته هند ته وسپاره.

د ناندرۍ له پيله تراوسه پاکستان د دې لپاره،چې ملامته، کمزوری او تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې دی، بیاـ بیا هند سره د اړیکو ښه کولو وړاندیزونه کوي او له بانفوذه نړیوالو اړخونو څخه د منځګړتوب غوښتنې کوي.

هند تراوسه پاکستان سره د اړیکو د عادي کولو چمتووالی نه دی ښودلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي