سپورټ نړیوال کرکټ

د هند او ویسټ انډیز ترمنځ لوبې

 هندوستان ته د ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې د څه باندې یو میاشتني رسمي سفر په لړ کې پرون دواړه لوبډلې د ۵ یو ورځینیو ۵۰ اوریزه سیالیو په وروستۍ سیالۍ کې مخامخ دي، چې پکې هندۍ لوبډله د خپل کوربه توب څخه په ګټې اخیستنې د سیریز ګټلو په کوشش کې ده.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله ۴ لوبې ترسره شوې دي، چې په لمړۍ لوبه کې یې هندوستان بریا خپله کړه، خو دویمه مساوي، دریمه ویسټ انډیز ګټلې او څلورمه لوبه کې هندۍ لوبډلې بیا ویسټ انډیز ته په یو ستر توپیر ۲۲۴ منډو ماته ورکړه.

 د پرون ورځ په سیالۍ کې هندۍ لوبډله د بریا خپلولو او یا هم مساوي کولو سره د سیریز ګټونکې شمیرل کیدی شي، خو که بلخوا ویسټ انډیزۍ لوبډلې د خپلې تیرې ماتې ورسته ښه راتګ وکړي، نو په بریا خپلولو سره دغه لړۍ مساوي کولی شي.

 د ویسټ انډیز او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه روان سفر د تیرې اکټوبر میاشتې په ۴ مه نېټه په لمړۍ ټیسټ لوبې سره پیل شوی، چې په دواړو ټیسټ لوبو کې هم هندوستان میمله ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته په ستر توپیرونو سره ماتې ورکړې دي، چې په لمړۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې د یو اننګز یا پاڼۍ سربیره د ۲۷۲ منډو په توپیر او هم یې په دویمه لوبه کې د ۱۰ ویکټو شتون سره د هندوستان خلاف ماتې وخوړې.

 د هند او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ روان سفر لا هم دوام لري، چې پکې درې ۲۰ اوریزه لوبې هم ترسره شي.

د کرکټ نړیوالې شورا د رسمي ویب پاڼې (اي اس پي ان کریک انفو) د معلوماتو له مخې لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ به د همدې پیل شوې نوامبر میاشتې په ۴ مه نېټه د کلکتې په ایدن ګارډن سټیډیوم کې او ورپسې په ۶ مه او ۱۱ مه نېټو سره دویمه او دریمه ۲۰ اوریزه لوبې د هندوستان په ایکانا انټرنیشنل او د چینايي په چیډام برام لوبغالي کې ترسره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی