هند نه د پاکستان غچ؛ پرهندي فلمونو او ۸ سوه ورځینیو الوتنو یې بندیز لګولی

د هندي جیټ الوتکو لخوا د پاکستان پر هوایي حریم له تېري او د ۳ سوه پاکستاني ترهګرو د وژل کیدو تر ادعا وروسته پاکستاني صدراعظم عمران خان له هندوستان څخه د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

له دغه ګواښ څخه وروسته دغه هېواد د هند پر ضد د مستقیم اقدام په توګه یوازې د پاکستان پر حریم د ننوتو دوه هندي جیټ الوتکو د نسکورولو ادعا کړې.

دا ادعا هم هندي چارواکو رد کړې او دروغه یې ګڼلې.

خو په نا مستقیمه غچ اخیستنه کې پاکستان ظاهرا دوه ګامه اخیستي، چې دلته یې درسره شریکوو:

پر هندي فلمونو بندیز
پاکستاني چارواکو د خپل هېواد په سېنما ګانو کې د هندي فلمونو پر نندارې بندیز لګولی.

دا بندیز ظاهرا د سېنماګانو ټولنې لګولی، خو واقعیت دا دی، چې دغه کار د حکومت په اشاره شوی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد حسین ویلي، سربېره پر دې به د پاکستان په مطبوعاتو کې د هندي محصولاتو اعلانونه هم منع شي.

پرنړیوالو الوتنو بندیز
پاکستاني چارواکو همدا شان د دغه هېواد پر فضا ترسره کیدونکې نړیوالې الوتنې هم منع کړي.

د دغو الوتنو ورځینۍ کچه ۸ سوه پروازونو ته رسیږي.

دا الوتنې تر ډېره سوداګریزې او مسافرتي دي.

نړیوالو هوایي شرکتونو د پاکستان له فضا څخه هندوستان، اروپا، منځني ختیځ، سویل ختیزې اسیا او اسټرالیا ته د خپلو الوتنو لپاره ګټه اخیسته.

له هند سره د اړیکو تر ناندریزیدو وروسته پاکستان دا الوتنې ظاهرا د امنیتي دلایلو په نوم منع کړي.

کابل ته بل سرخوږی
په منع شویو دغو الوتنو کې د کابل- هند ترمنځ الوتنې هم شاملې دي.

پاکستان مخکې خبرداری ورکړی و، چې پر دوی به د هند برید کابل ته سرخوږی شي.

هغه خبرداری یې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه ورکړی و، خو اوس لیدل کیږي چې اسلام اباد حتا د خپل هوایي حریم خیر هم پر کابل نه لوروي.

د پاکستان له دغه ناڅاپي بندیز سره ګڼو افغان ناروغانو، محصلینو، سوداګرو او نورو خلکو ته سخت مالي، صحي او نور زیانونه اوښتي.

د ټولنیزو رسنیو پېغورونه
له دې سره په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو پاکستان ته د هوایي حریم له نقض وروسته یې سخت پېغورونه ورکړي.

چا د پاکستان اټوم بدل او خیالي ګڼلی، چا یې پوځ بې ننګه او ډارن یاد کړی او چا په نورو بڼو پاکستانیان ننګولي، چې هند سره خپله کیسه سپینه کړي.

About بشر درویش 375 Articles
بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي