سپورټ سرسکالو نړیوال کرکټ

هندۍ لوبډله شپږ ځلې د نړیوالو جامونو نیمه پایلوبو ته رسېدلې

هندۍ لوبډله چې نن سبا پرې د ۲۰۱۹ م کال د نړیوال جام د ګټلو اطلاق کېږي، شپږ ځلې د نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو نیمه پایلوبو ته رسېدلې.

دا لوبډله له ۱۹۸۳ م کال راهیسې، توانېدلې چې  په شپږو نیمه پایلوبو کې درې وګټي او تر پایلوبو ځان ورسوي، په درې ځلې پایلوبو کې یې بیا دوه ځلې اتلولي هم ګټلې ده.

۱۹۸۳ م کال او ۲۰۱۱ م کال کې یې اتلولۍ اخېستي.

خو له شپږو نیمه پایلوبو یې درې بایللي هم دي؛ چې خپل ملت یې نهیلی کړی و.

د هندۍ لوبډلې شپږ نیمه پایلوبې

هندۍ لوبډله ۱۹۸۳ م کال کې له انګلستان سره په نیمه پایلوبه کې مخ شوه، هندوستان په دې نیمه پایلوبه کې بریا خپله کړه او پایلوبې ته یې لار پېدا کړه.

۱۹۸۷ م کال کې انګلستانۍ لوبډلې له هندوستان څخه بېرته خپل تېر غچ واخېست، انګلستان ځان تر پایلوبې ورساوه او هندوستان له سیالیو بهر کړ.

۱۹۹۶ م کال کې یې له سریلانکا څخه ماته وخوړه او یو ځل بیا هندوستاني لوبغاړي په سرو سترګو له لوبغالي بهر شول.

۲۰۰۳ م کال کې یو ځل بیا د هندوستان بخت راویښ شو، نیمه پایلوبه یې له کینیا وګټله او پایلوبې ته یې لار وموندله؛ خو پایلوبه کې بیا د اسټرالیا له خوا هندۍ لوبډله ماته شوه.

۲۰۱۱ م کال کې یې پنځم ځل نیمه پایلوبه د سترې حریفې لوبډلې پاکستان پر وړاندې ترسره کړه؛ پاکستان ته یې ماته ورکړه، پاکستان یې له سیالیو بهر کړ او هند تر پایلوبې ولاړ، پایلوبه کې یې سریلانکا ماته کړه او اتلولي یې وګټله.

ind vs teams in semifinal.jpg

۲۰۱۵ م کال کې هندۍ لوبډله په شپږم ځل نیمه پایلوبه کې له اسټرالیا سره مخ شوه، اسټرالیا ورته ستره ماته ورکړه او هندۍ لوبډله له سیالیو بهر کړه.

اسټرالیا بیا د پنځم ځل لپاره د نړیوال پنځوس اوریز جام اتلولي له نیوزیلېنډ څخه په پایلوبه کې واخېسته.

نن د سه شنبې په ورځ د جولای په ۹ مه نېټه په اولډ ټرافورډ لوبغالي؛ مانچېسټر سیمه کې هندوستان د نیوزیلېنډ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي او دا اووم ځل نیمه پایلوبه ده، چې هند یې د نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو په تاریخ کې ترسره کوي.

نیوزیلېنډ او هند د روان جام په اوږدو کې یو ځل مخ شوي؛ خو لوبه یې نه ده کړې او باران مساوې کړې ده.

هندوستان د ۱۵ نومرو په لرلو سره دوهم پړاو ته تللی دی، دې لوبډلې په ۹ لوبو کې یوه بایللې، اووه یې ګټلي او یوه یې باران بې پایلې کړې ده.

نیوزیلېنډ بیا په نېټ رن رېټ له ۱۱ نومرو سره دوهم پړاو ته تللی دی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی