سپورټ نړیوال کرکټ

د لوبڅار یوې تېروتنې هند په نیمه پایلوبه کې مات کړ

اعلان

د جولای په ۱۰ مه نېټه هندوستان او نیوزیلېنډ د نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه وکړه.

نیوزیلېنډ ۲۴۰ منډې هدف وړاندې کړ.

هندوستان خپل درې ټاپ ارډر توپ وهونکي هر یو روهېټ شرما، لوکېش راهول او ویرات کولي په یوه، یوه منډه له لاسه ورکړل.

لوبه له همدغه ځایه کاواکه شوه، خو وروسته هارډېک پانډیا، رېشاب پنټ او ډوني ته هیلې وې، چې لوبه به وګټي.

رېشاب پنټ او هارډېک پانډيا کابو ۴۷ منډې ملګرتیا وکړه، پنټ او پانډیا دواړه د مېچل سنټنر له خوا وسوځول شول.

دا مهال د لوبې ټوله ذمه واري په ډوني واچول شوه؛ خو له ډوني سره غوره هندي الراونډر جدیجا په ۵۳ توپونو ۷۷ منډې وکړ او په ۷ مه وېکټ یې له سلیزې بره ملګرتیا وکړه، د جدیجا او ډوني ودرېدلو هندیانو ته بیا د بریا هیلې ورکړې.

خو جدیجا په یو توپ چې د جېمز نېشم له خوا ترسره شو د کېن ویلیمسن په لاسونو کېچ شو.

دا مهال ډوني ته ټوله لوبه ور ترغاړې شوه؛ ډوني د اته څلوېښتم اوور په دوهم توپ چې د لاکي فرګوسن له خوا وشو، فاین لېګ ته د شاټ وهلو هڅه وکړه، دا مهال مارټېن ګوپټېل فاین لېګ نه راغی او ډایرېک هېټ باندې یې ډوني رن اوټ کړ.

وروسته معلومه شوه، چې نیوزیلېنډ د پنځه ډګر ساتونکو یا فیلډران پرځای شپږ ډګر ساتونکي له دایرې بهر ساتلي وو، لوبڅار دا مهال نو بال نه دی ورکړی او ډوني رن اوټ شو.

د هندوستان مینوال او کرکټ مبصرین وایي که ډوني پوه وای او لوبڅار د نو بال اشاره کړې وای، ډوني بیا منډه نه کوله او فري هېټ ته په سټرایک ودرېده، نو خامخا یې شپږیزه وهله او لوبه یې راتاووله.

1562784924-Dhoni_no_ball_1.jpg

بله خبره دا هم کېدای شي، که ګوپټېل د شپږم فیلډر په توګه له دایرې بهر نه وای؛ نو ډوني دوه منډې جوړولای شوې او دریمه منډه په نو بال راتله؛ دا بیا درې منډې په نیشت بال د هندوستان حساب ته ورجمع کېدې، نو ټولې ۲۱ منډې پاتې کېدې او ۱۴ توپونه هم له هندوستان سره پاتې کېدل.

د یو ورځنیو لوبو د ډګر ساتنې اصول داسې دي، چې ټولې درې پاورپلی وي، لومړۍ پاور پلی چې له لومړي اوور تر لسم اوور پورې وي دوه ډګرساتونکي بهر وي، له یوولسم اوور تر څلوېښتم اوور پورې دوهمه پاور پلی وي او څلور ډګر ساتونکي له دایرې بهر وي او دریمه پاور پلی بیا له یو څلوېښتم اوور تر پنځوسم اوور پورې پنځه فیلډران بهر وي؛ خو نیوزیلېنډ پرونۍ لوبه کې شپږ فیلډران بهر کړي وو، چې د اضافه فیلډر بهر کول د نو بال حسابېدل دي؛ خو د لوبڅار دې برخې ته پام شوی نه و او لوبه یې له هندوستان څخه واخېسته او نیوزیلېنډ ته یې ورکړه.

دا چې لوبڅار سره د قانون له مخې هر ډول حساب کتاب کېږي، خو هندوستانیان یې په یوه تېروتنه په سرو سترګو وژړول.

بل پلو پاکستانیان هم د هند بهر کېدو ډېر خوشحاله کړي او د کېن ویلیمسن انځورونه یې جوړ کړي، د پاکستانۍ لوبډلې لباس یې ور اغوستی او له هغه یې مننه کړې، هندوستان یې په خپله لوبډلمشرۍ کې مات کړ.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی