۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ نړیوال کرکټ

هندوستان د دوو اسیا جامونو اتلولي یوړه؛ کم عمره لوبډلې یې هم پایلوبه وګټله

د اسیا جام کرکټ سیالۍ، چې د سپټمبر په ۱۵ مه نېټه په عربي متحده اماراتوکې ترسره شوې، پکې شپږ لوبډلې شاملې وې. افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا او هانکانګ هغه لوبډلې وې، چې د اسیا جام سیالیو کې ولوبېدې.

ای یا الف ګروپ کې پاکستان، هندوستان او هانکانګ شامل وو او په بي ګروپ کې بیا افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا ولوبېدل.

افغانستان په لومړي پړاو کې سریلانکا او بنګله دېش ته ماتې ورکړې؛ خو دوهم پړاو کې افغانستان له پاکستان او بنګله دېش څخه ماتې وخوړې او له هندوستان سره یې لوبه مساوي شوه.

له لوبو وروسته بنګله دېش او هندوستان پایلوبې ته ورسېدل، چې پایلوبه کې بنګله دېش، هندوستان ۲۲۳ منډې هدف ورکړ.

هندوستان دا هدف د یوې سختې او ستونزمنې لوبې وروسته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د وروستي اور په وروستي توپ پوره کړ او بنګله دېش ته یې په درې وېکټو ماته ورکړه.

دا اوم ځل و، چې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام اتلولي واخېسته؛ خو توپیر پکې دا و، چې دا ځل لوبډلمشر روهېت شرما و، چې ډېره پورې نوی لوبډلمشر و.

له دې وروسته د نولس کلونو څخه د کم عمر لوبډلو یا انډرناینټین اسیا جام سیالۍ په بنګله دېش کې پیل شوې، دا لوبې د سپټمبر په ۲۹ مه نېټه پیل شوې او د اکټوبر په ۷ مه نېټه پای ته ورسېدې.

افغانستان په لومړي پړاو کې له عربي متحده اماراتو او نېپال لوبې وګټلې؛ خو هندوستان ته یې لوبه وبایلله.

افغان لوبډلې په دوهم پړاو کې په دوهمه نیمه پایلوبه کې له سریلانکا ماته وخوړه او له سیالیو بهر شوه.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هندوستان بنګله دېش ته په ۲ منډو ماته ورکړې وه، سریلانکا او هندوستان پایلوبه کې سره مخ شول.
چې پایلوبه کې هندوستان د یکشنبې په ورځ د اکټوبر په اوومه نېټه لومړۍ توپ وهنه وکړه.

هندوستانۍ انډر۱۹ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدوسره ۳۰۴ منډې وکړې او سریلانکا ته یې ۳۰۵ منډې هدف ورکړ.

سریلانکا دا هدف پوره نه کړای شو، دې لوبډلې په ۳۸،۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۴۴ منډو وبایلله.

دا په ۲۰۱۸ کال کې دوهم اسیا جام و، چې هندوستان ته ولاړ.

له دې وړاندې په ۲۰۱۷ م کال کې د دې سیالیو اتلولي افغان لوبډلې اخېستې وه، چې اوس ترې دغه اتلولي هندوستان ته ولاړه.

د هندوستان د ملي لوبډلې د اسیا جام له اتلولۍ ۹ ورځې وروسته، د هندوستان انډرناینټین لوبډلې د خپلې ملي لوبډلې پل تعقیب کړ او جام یې په فخر سره هېواد ته یوړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې