سپورټ نړیوال کرکټ

هندي لوبغاړو ولې ژیړ او شین لباس اغوستی؟

ښایي تاسې د کرکت مینوالو ته یوه پوښتنه پېدا شوې وي، چې هندوستان ولې د انګلستان خلاف د خپل پخواني لباس اپوټه ژيړ او شین لباس پر تن کړی؟

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي، د کرکټ نړیوالې شورا نوي اصول وایي، هغه لوبډلې چې په نړیوال جام کې لوبېږي سره ورته او نږدې لباس ولري، باید یوه لوبډله یې لباس بدل کړي.

د افغانستان او هندوستان لباس یو ډول و، افغانستان د هندوستان پر وړاندې سره او شنه وردي پر تن کړې وه او وړمې ورځې لوبه کې د پاکستان خلاف بیا بله وردي یا لباس و.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې ولې هندوستان نارنجي لباس خوښ کړی؟

بیا یې ځواب کې ویلي د هندوستان لپاره د کرکټ نړیوالې شورا پنځه رنګونه وړاندې کړل، چې بیا ترې هندي کرکټ بورډ دا اوسنی لباس خوښ کړ.

د جمعې په ورځ هندوستاني لوبغاړو خپل نوی لباس رسنیو ته ښودلی و.

د کرکټ نړیواله شورا وایي دوه لوبډلې باید مترادف یا نږدې لباس پر تن نه کړي؛ نو هندوستان د انګلستان پر وړاندې د نړیوال جام ۳۸ مه لوبه کې لباس بدل کړی دی.

هند بیګانۍ لوبه انګلنډ ته په ۳۱ منډو وبایلله

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، تر ډېره پورې باید سیاسي مسایل د کرکټ لوبې ته راوارد نه شي.

د کرکټ نړیوالې شورا دا خبره ښایي د دې لپاره کړې وي، چې له دې وړاندې ایم ایس ډوني د پاکستان پر وړاندې لوبه کې داسې لاس پنجې پر لاس کړې وې، چې د هندوستان د پوځ نښانونه پرې انځور وو او اشاره یې د پُلوامه مرګونې پېښې ته وه.

وړمه ورځ بیا سیاسي کړکېچ د افغانستان او پاکستان د مینوالو ترمنځ شخړې جوړې کړې.

د کرکټ نړیوالې شورا د لباسونو د رنګونو د تغير په اړه ځکه ټینګار کوي، چې نړیوال جام له مختلفو ښکلو رنګونو څخه برخمن شي، دې سره به نړیوال جام جذاب شي او مینوال به یې ښه ننداره وکړي.

بل پلو بیا د هېوادونو رنګینو بېرغونو ډېره ښکلې منظره جوړه کړې، دا منظره بیا د لوبډلو د لوبو پر مهال د ننداره کوونکو په لاسونو رپېدونکو بېرغونو لا رنګینه کړې وي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی