سپورټ نړیوال کرکټ

د هند کریکټ بورډ: د لوبو پر وخت دې له الوتکو شعارونه شیندل بند شي

لیکنه: بهار سمسور

نن هندۍ کریکټ ملي لوبډله د نیوزلېنډ سره په سیمي فاینل کې په منچیسټر کې مخ کیږي.

د دې لوبې ګټونکي لوبډله به د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام پای لوبې ته ورسیږي.

د هند او سریلنکا تر منځ په لیګ لوبه کې چې په هیډینګلي کې وشوه، د هوا له لارې د الوتکې په ضریعه ځینې لیکل شوي شعارونه پر لوبغالي ګزار شول،چې پکې لیکل شوي ول: د کشمیر د خلکو لپاره انصاف غواړو.

ترې مخکې د افغانستان او پاکستان په لوبه کې بیا په همدې شکل لیکل شوي شعارونه د الوتکې پر مټ پر لوبغالي ګزار شول، چې پکې لیکل شوي و: د بلوچستان لپاره انصاف غواړو.

اوس چې پاکستانۍ لوبډله له نړیوال جام رخصت شوې او هندۍ لوبډله نن مهمه لوبه کوي، تر لوبې ساعتونه مخکې هندي بورډ بي سي سي ای کریکټ نړیوالې شورا او هم انګلستان کریکټ بورډ ته په استولي ایمېل کې لیکلي. دوی د دې شعارونو او کمپاین وضاحت غواړي، چې چا دا کار کړی او ولې؟

د هند کریکټ بورډ اجرایه ریس راهل چهري ویلي،دا سم کار نه دی،دا سیاسي مداخله ده، هغه چې په سپورټس کې هیڅ ځای نه لري.

د هندي کریکټ بورډ اجرایه ریس ویلي،دوی په کلکه له نړیوالې شورا غوښتنه کړې، تر څو دا ورته واضح کړي او د بیا نه تکراریدو ډاډ تر لاسه کړي.

د هندي بورډ تر څنګ د دولت لوړپوړی پلاوی هم له انګلستاني دولت سره په تماس کې دی او له ځایی پولیسو یې غوښتي، څو ددې کار مخه ونیسي.

کریکټ نړیوالې شورا هم ویلي، دوی د منچیسټر او برمنهګم د ښارونو له پولیسو سره یو ځای کار کوي، تر څو په دې ښارونو کې د دوه مهمو سیمي فاینل لوبو پر وخت د امنیتي تدبیرونو تر څنګ د دې کار د تکرار مخه ونیسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی