سپورټ نړیوال کرکټ

اسټرالیا ته له تاریخي ماتې وروسته، هند خپلو لوبغاړو ته جایزې ورکوي

اعلان

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې اعلان کړی، چې خپل ټول هغه لوبغاړي او د کرکټ لوبډلې د رهبرۍ غړي په نغدي جایزو نازوي. دوی ویلي ځکه یې نازوي چې له اسټرالیا څخه یې لوبلړۍ ګټلې ده.

لوبغاړو ته څومره روپۍ ورکول کېږي؟
د هندوستان کرکټ بورډ تاید کړه، چې دوی به د هندۍ لوبډلې د غوراوي کمېټې، روزونکي او نورو لوبغاړو ته جایزې ورکړي.
د هندوستان حکومت هم اعلان کړی، چې د لوبډلې پنځه غړو ته به ۲۰ لکه هندي کلدارو جایزې ورکړل شي.

هندۍ لوبډلې ۷۱ کلونه وروسته له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله، دا لوبلړۍ هندۍ لوبډلې د ریوي شستري په مشرۍ او د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې وګټله.

هندوستان د ټېسټ لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې وګټله او د یو ورځنیو لوبو لړۍ یې دوه د یو پر وړاندې یوړه، په دې ډول هندوستان په اسټرالیاکې دوه لوبلړۍ وګټلې او شل اوریزې لوبې یو په یو مساوي شوې.

د هندۍ لوبډلې د رهبرۍ او روزنې کمېتې غړو ته ۲۵ ، ۲۵ لکه هندي کلدارې ورکول کېږي.

هر لوبغاړي ته ۷ نیمه لکه هندي کلدارې او لوبډلمشرته بیا ۱۵ لکه هندي کلدارې ورکول کېږي.

د بریا غوښنه برخه
د لوبو د بریا ټولې نومرې د غوراوي کمېټې او د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشرانو ته ورکول کېږي، د هند کرکټ بورد وایي، د غوراوي کمېټې د لوبغاړو، پرمختګ، ځواک، وړتیا، کمزورۍ او نور مهم ټکي درک کړي وو او دا علت دی، چې لوبډله ښه وځلېده.

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر وېنود رای، چې کله د نغدي جایزو اعلان کاوه وویل، مونږ په خپله لوبډله ویاړو، چې اسټرالیاکې یې لوبې وګټلې.

مونږ د ټولو لوبغاړو لپاره او ورسره د سېلېکشن کمېټې لپاره نغدي جایزې بېلې کړي.

هغه زیاته کړه، چې پنځه لوبغاړو خورا اغېزمن رول ولوباوه، چې له اسټرالیا څخه یې لوبې وګټلې.

د هند کرکټ بورډ مسئولین وایي، زمونږ هر لوبغاړی د ستایلو دی، چې داسې کارنامه یې وکړه.

کرکټ بورډ له غوراوي کمېټې غوښتي، چې د نیوزیلېنډ خلاف هم همداسې اغېزناکه لوبډله چمتو کړي.

نیوزیلېنډ او هندوستان په نیوزیلېنډ کې د جنوري په ۲۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پنځه یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي.

د مارچ په میاشت کې د هندوستان سوداګریزکرکټ لیګ پېلېږي، له هغې وروسته بیا هندۍ لوبډله په نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره انګلستان ته کوچېږي.

بل پلو د جنوري په ۲۲ مه نېټه ویرات کولي د کرکټ نړیوالې شورا درې جایزې واخېستې، ویرات کولي د ټول ۲۰۱۸ کال غوره کرکټ لوبغاړي ترڅنګ، د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو د کال غوره لوبغاړی هم شو او درې ایوارډونه یې واخېستل.

ویرات کولي د نړۍ په کچه لومړی کرکټ لوبغاړی شو، چې په یوه کال کې درې کرکټ جایزې اخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی