افغانستان سیاست

پر پاکستان برید؛ هند که اسلام اباد به د سیاست میدان وګټي؟

لیکنه: بشر درویش

د هند جنګي الوتکو اوړمه شپه د پاکستان د ځینو سیمو له بمبارولو سره اسلام اباد ته د ګټې د چانس زمینه برابره کړه.

د سیاسي چارو یو شمېر سیمه ییز شنونکي د هند برید یوه احساساتي پریکړه ګڼي، چې په وینا یې پاکستان ته ګټه کوي.

د رسنیز انعکاس توپیر
په دې کې شک نشته، چې پاکستان ترهګر دی، ترهګریز بریدونه تنظمیوي، پر هند او بالاخره هر چا ملامته دی.
خو پر پاکستان د هند د وروستي هوایي برید په اړه د پاکستاني او هندي رسنیو راپورونه سره زیات فرق کوي.

هندي رسنۍ په پرله پسې ډول ادعا کوي، چې په هوایي بریدونو کې یې تر ۳۰۰ پورې پاکستاني ترهګر وژلي، خو د دغو ادعاوو په اړه یې مستندې ویډیوګانې او نور اسناد نه دي خپاره کړي.

البته داسې مستند سازي ممکنه هم نه ده، چې د یوه هېواد رسنۍ د بل هېواد له یوې ترهګر مېشتې سیمې څخه داسې اسناد ترلاسه او خپاره کړي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنۍ داسې تصویرونه او ویډیو ګانې د پېښې په تړاو خپروي، چې د هند وروستي هوایي بریدونه په تمامه مانا ناکام او بې لاسته راوړنې ښیي.

پاکستان ددوو هندي الوتکو د ویشتلو ادعا کړې، خو هند ا ادعاوې رد کړي دي

د بري دوه اړخیزې ادعاوې
پاکستاني رسنۍ په ورته وخت کې د هندي الوتکو د برید شنډولو ادعا لري، دوی وایي چې هندي الوتکې د دوی حریم ته تر ۷ کیلومتره ننوتو وروسته له چټک غبرګون سره مخ شوي او د پاکستان د خاورې زر پرېښودو ته اړ شوي.

خو هندي رسنۍ بیا د خپل هېواد بری نمانځي، دوی وایي پاکستان ته یې د ترهګر پالنې له کبله غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او پوه کړی یې دی، چې د ترهګرو پالنه او د بل هېواد حریم او ګټو ته زیان رسول بې پوښتنې او بې ځوابه نه پاتې کیږي.

سیاست به څوک ګټي؟
د پاکستان او هند پوځي ټکر که هر څنګه و، اوس خبره د سیاسي میدان د ګټلو ده.

پاکستان د خپلو مخالفینو په پارولو کې پوره مهارت لري، دا هېواد په خاموشۍ کې د خپلو منافقانه سیاستونو د تطبیق ښه تجربه لري.

پاکستان اوس د هند له پارولو او برید وروسته د سیاسي میدان د ګټلو په هڅه کې دی.

د عمران خان دا خبرداری، چې دوی له هند څخه په هر وخت او ځای کې ځانته د غچ اخیستو حق ورکوي، د هند پوځ د همېشني چمتووالي حالت ته راوستی.
د پاکستان دغه سیاست او د دیپلوماسۍ نور تکتیکونه د دې فرصت ورکوي، چې له هند څخه د سیاست په میدان کې لوبه وګټي او په نړیواله کچه ځان له ملامتۍ خلاص کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي