اقتصاد ساینس او ټیکنالوژي

هندوستان له سپوږمۍ خپله ټوله انرژي تر لاسه کول غواړي

هندوستان ښايي تر ۲۰۳۰ م کال پورې د اړتیا وړ ټوله انرژي له سپوږمۍ څخه تر لاسه کړي.

د هندوستان د فضايي څیړنو د سازمان ( ISRO) یو ساینس پوه ویلي، سپوږمۍ کولی شي چې ټول هندوستان او ممکن نورو هیوادونو د خپل ( هیلیوم ۳ ) څخه انرژي ورکړي.

د هندوستان د فضايي څیړنو د سازمان یو مشر څیړونکي سیوانتانو پیلي په یو بحث کې ويلي، د سپوږمۍ له هیلیوم ۳ څخه د انرژۍ تر لاسه کول د دوی د ادارې لومړیتوب دی.

د هغه په وینا ددې لپاره باید هندوستان په سپوږمۍ د هیلیوم ۳ لپاره کیندنې وکړي چې دده په وینا تر ۲۰۳۰ پورې به دا چاره ممکنه شي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه وايي، هند دا مهال په سپوږمۍ کې د کیندنو پر لارو چارو غور کوي.

د هندوستان ټوډې ورځپاڼې بیا ویلي، یوازې هندوستان نه دی چې له سپوږمۍ څخه د انرژي ورکونکي هیلیوم د تر لاسه کولو په هڅه کې دی، د چین او امریکا په شمول ګڼ لویدیځ او اسیايي هیوادونه دا مهال په دې اړه څیړني کوي .

د هند دا فضايي ساینسپوه وايي، په سپوږمۍ کې کافي هیلیوم ۳ شته. دومره چې کولی شي ټولې نړۍ ته انرژي ورکړي.

هیلیوم ۳ یو ایزوتوپ دی، او کولی شي هر هیواد ته خوندي اتومي انرژي ورکړي.

باور دی چې د هیلیوم ۳ څخه انرژي تر لاسه کول دا د راډیو اکټیف مضرې وړانګې هم نه خپروي نو ځکه به یې پر مځکه طبیعي ژوند ته زیان هم نه رسیږي.

همدارنګه له دې څخه د نورې اتومې انرژۍ د تولید په څیر مضر اتومي پاتې شونې هم نه پاتې کیږي، ځکه خو ساینسپوهان او څیړونکې ددې کشف په اړه ډیر مثبت نظر لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */