کلتور او هنر له نړۍ

د نړۍ ترټولو لوړه مجسمه نن په هند کې پرانېستل شوه

راپور: محمد عزيز پردېس

یاده مجسمه د هندوستان د خپلواکۍ رهبر سردار والاباه باهی پاتل د يادښت په موخه جوړه شوې چې لوړوالی يې ۱۸۲ مترو ته رسېږي.
د نوموړې مجسمې کار پنځه کاله وړاندې د هندوستان په سادو جزيرې کې چې د نارمادا اوبو په منځ کې موقعيت لري، پيل شو چې د سلهاو چينايي کارکوونکو په شمول پکې شاوخوا ۲۵۰۰ کارګران په کار بوخت و.

دا مجسمه د امريکا د آزادۍ مجسمې دوه چنده او د چين بهار معبد د بودا مجسمې څخه هم لوړه ده.
په نوموړې مجسمې شاوخوا ۲۲۷ ميليونه پونده لګښت راغلی او نن چهارشنبه چې د سردار پاتل د مرګ تلين سره سمون خوري، د هند لومړي وزير نرندرا مودي، د پاتل کورنۍ او شمېر نورو لوړپوړو چارواکو په شمول د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې افتتاح شوه.
نوموړې مجسمه چې په د(The Statue of Unity) يووالي مجسمې په نامه نومول شوې ده د نړۍ ترټولو لوړه مجسمه ګڼل کېږي.

د دې مجسمې په جوړولو کې د فولاد، برنز او مختلفو فلزاتو او اوسپنو څخه ګټه اخېستل شوې چې د دې ملي پروژې په پلي کولو کې په سلهاو انجينيران او مهندسان بوخت و.

همدارنګه د مجسمې په کتينۍ برخه کې شاوخوا د ۲۰۰ کسانو لپاره د نندارې ځای په پام کې نيول شوی چې په هم مهاله توګه وشي کولی د مجسمې ننداره وکړي.
د دې مجسمې په شاوخوا کې به يو ۱۲۸ اطاقه، درې ستوريز هوټل چې د کنفرانس خونه هم ولري، جوړ شي.

د يادې پروژې د پلي کولو څخه وړاندې ځينې نيوکې هم وې، ډېری کسان انتقاد لري او وايي: کوم لګښت چې په دې مجسمې راغلی، دا بايد د هند په نورو مهمو برخو لکه، امنيت، تعليم او کرنې په برخو کې لګول شوی وی.
خو ځيني بيا په دې باور دي چې یاده پروژه يو پرځای او ګټور ګام دی او وايي چې: سردار پاتل د برتانيا د استعمار څخه د خلاصون په موخه د هند مختلف ايالتونه سره متحد کړل او د هند په خپلواکۍ کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او دا اړينه ده چې د هغه په ياد کې داسې څه وشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی