سپورټ وزش او تمرین

هند کې د یوې لوبډلې له ماتیدو وروسته، کوچ په ټولو لوبغاړو سرونه خریلي

په هندوستان کې د هاکي په سیالیو کې ماتیدل د دغه هېواد د ځوانانو د هاکي د یوې لوبډلې د لوبغاړو د سر ګنجي کېدو سبب شوه.

د لوبډلې روزونکي یا کوچ وروسته له هغې خپلو ټولو لوبغاړو ته ویښتو د کلولو ویلي چې په یوه مهمه سیالۍ کې یې ماته وخوړه.

دا ډول پېښې د سپورټ په ډګر کې کمې لېدل کیږي او یا هم بیخې نه تر سترګو کېږي.

د رپوټونو له مخې، د هندوستاني بنګال د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د هاکي لوبډلې د ماتې وروسته ورته روزنکې دا ډول عجیب او غریب امر کړی.

د روزونکي دغه امر د لوبډلې ټولو لوبغاړو منلی، خو ویل کیږي چې یوازې یوه لوبغاړي تر سرغړونه کړې ده.

دغې لوبډلې د ځوانو ملي اتلولۍ په سیالیو کې د کوارټر فائنل تر مرحلي رسیدلي وه او په همدغه مرحله کې یې ماتې خوړلې، چې له دغه ماتې وروسته ورته روزونکې دغه ډول عجیب حکم کړی، چې ټولو لوبغاړو یې خبره منلي یوازې یو لوبغاړي د روزونکې دغه امر نه دی منلي چې د رزونکې لخوا ورته د بې مسؤلیته لوبغاړي لقب ورکړل شوی.

بل طرف روزنکي ویلي، دغه امر یې لوبغاړو ته د غوسې په حالت کې کړی او داسې کړنې اراده یې نه درلوده.

د دغه کیسې د څېړلو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې تر څو وڅېړي چې لوبغاړو څنګه مجبور شوي تر خپل ويښتان کل کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی