سپورټ سرسکالو نړیوال کرکټ

هندي بورډ: روان کال به تر ۲۰۰۰ زیاتې کورنۍ لوبې تر سره شي

لیکنه: بهار سمسور

د هند کریکټ بورډ اداره (BCCI) خبر ورکوي، چې د کورنیو لوبو بېلابېل هغه ټورنمېنټونه به بیا هم تر سره شي چې، هر کال یې په پلان کې لري.

هندي بورډ ویلي په روان کال کې د دوی په کوربه توب د نورو لوبډلو لوبو او سیریزونو یې کورنۍ کلنی پلان له خنډ او ځنډ سره مخ کړ،خو دا په دې مانا نه ده چې دوی د لوبو پلان نه لري.

بي سي سي ای وایي د دوی کلنی پلان به د ۲۰۲۰ کال تر نیمایی پورې ورسیږي،چې پکې د نارینه وو تر څنګ د ښځو تر منځ لوبې هم وي.

د دوی په خبره رانجي ټراپي به د دیسمبر او مارچ په میاشتو کې تر سره شي، چې د هند د کورنیو لوبو مهم ټورنمېنټ یادیږي.

ورپسې د ښځو تر منځ شل اوریزه ټورنمېنټ هم تر سره کیږي،چې د ښځو کریکټ لوبډلو لپاره د لوبغاړو په پیدا کونه کې مهم رول لوبوي.

تر څنګ یې ،کول سي کې نایډیو ټراپي، وینو مانکاډ ټراپي، کوچ بیهار ټراپي، ویجې مرچانټ ټراپي، ویزې ټراپي او هم اېنټر یونیورسیټي د پوهنتونونو لوبډلو تر منځ لوبې پکې شاملې دي.

د یادولو وړ ده چې د پورته ټورنمېنټونو زیاتې لوبې یې له تلویزیون او رادیوګانو په ژوندۍ بڼه هم خپریږي.

هندی کریکټ بورډ وایي نړیوال جام ته د ملي لوبډلې په ښه انتخاب، پلان او عملي کار باندې یې زیات وخت کار وکړ او له همدې وجې هم کورنۍ لوبې لږ څه ځنډنۍ شوې.

د معلوماتو له مخې د ډولیپ ټراپي به د اګست په ۱۷ پیل د سیپتمبر تر ۱۰ به دوام پیدا کړي.

د ویجای هزار ټراپي ،چې یوه ورځینۍ لېسټ اې لوبې دي د سیپتمبر له ۲۴ به پیل او د اکتوبر تر ۲۵ به دوام پیدا کړي.

همدا شان د د دودهار ټراپي ټورنمېنټ به د اکتوبر په ۳۱ پیل شي او د نومبر تر ۴ به وغځیږي؛خو د سید مشتاق علي نومي شل اوریز ټورنمېنټ به د نومبر له ۸ دیسمبر تر اولې نیټې تر سره شي.

ورپسې د پلان شوي مهالویش مطابق به ایراني ټراپي په مارچ کې پیل شي او د رانجي ټراپي ټورنمېنټ سره به یو ځای دغه لوبې هم روانې وي.

رانجي ټراپي د هند معتبرې ټېسټ څلور ورځینۍ لوبې دي، چې په پنځه پړاونو کې بېلابېل مراحل لري. او پکې لوبیدونکي لوبډلې څلورو پړاونو کې کوالیفایډ کوي.

20190705_123425.jpg

هند کریکټ بورډ په دې خبر کې ویلي، په نړیواله کچه تر دې ستر د کورونیو لوبو ټورنمېنټونه نشته، خو د دوی هڅه دا ده،چې لا هم خپل کورنۍ کریکټ غښتلی کړي او د هندي کریکټ بنیاد قوي کړي.

د هندوستان مسلسل کریکټ او په هره سیمه کې د دغې لوبې شتون ته په کتو د هند کریکټ بورډ نوم هم بي سي سي ای (board of control for cricket in India)
بورډ اف کنټرول فار کریکټ اېن انډیا دی، چې په نورو سترو ایلاتونو کې اړوند څانګې او بورډونه هم لري.

د معلوماتو له مخې د هند دولت له فلمي صنعت وروسته دوهمه د اقتصاد منبع همدا سپورټس او په خاص ډول کریکټ دی، چې زیاته ګټه هم ترې لاس ته راوړي.

 د هند دولت د کریکټ ادارې سره کلکه همکاري او اړیکه ساتي، خو سیاسون یې په دغه لوبه کې هیڅ ډول لاس وهنه نه کوي، چې د هند کریکټ د پرمختګ یو علت دا هم دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی