سپورټ نړیوال کرکټ

هندوستان د اسیايي جام لوبو لپاره خپل ټیم اعلان کړ؛ ویرات کوهلي په کې نه دی شامل

لیکنه: ياران

د هندوستان د کرکټ بورډ په روانه میاشت کې د اسیايي جام د لوبو لپاره خپل ۱۶ کسیز ټیم اعلان کړی، چې په کې د ټیم کیپتان ویرات کوهلي نه دی شامل.

د هندوستان د کرکټ بورډ پر خپل ټویټر په یو پیغام کې ویلي چې د سیپټمبر په ۱۵ نیټه د اسیايي جام په لوبو کې به روهت شرما د هندوستان د ټیم کیپتاني کوي.

پخوانی کیپتان مهندرسینګ دهوني هم په دې ۱۶ کسیز ټیم کې شامل دی، خو د مرستیال کیپتانۍ مسولیت شیکر دهوان ته سپارل شوی دی.

د اسیايي جام په لوبو کې چې متحده عربي اماراتو کې دوه اونۍ وروسته پیلیږي، د هند په لوبډله کې پر روهیت شرما او شیکر دهوان سربیره، لوکیش راهول، امباتي رایډو، منیش پانډې، کیدار جادیو، مهندر سینګ دهوني، دنیش کارتک، بهنېشور کومار،کلدیپ یادیف، خلیل احمد، شردول ټهاکر، هاردګ پانډیا، جسپریت کومار، کیدار جادیف، اکشر پاټیل او یوزویندرا چهال شامل دي.

هندوستان د ویرات کوهلي په شمول، شیریاس ایر، سریش رینا او امیش یادوف چې د انګلیستان خلاف یې یو ورځنیو لوبو کې برخه لرله د اسیايي جام له لوبې ایستلي دي.

د هندوستان د کرکټ بورډ چارواکو ویلي دي چې ویرات کوهلي ته یو څه دمه ورکول غواړي.

ټاکل شوې چې د اسیا جام د اتلولۍ لپاره د لوبو ۱۴ پړاو په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، چې د روانې سیپټمبر میاشتې په پنځلسمه نیټه به یې لومړنۍ لوبه د سریلانکا او بنګله دیش د ټیمونو ترمنځ وي.

په اې ګروپ کې شامل د پاکستان او هندوستان ترمنځ لوبه به د سيپټمبر په ۱۹ مه نیټه وي. په دې ګروپ کې به له دوی سره یو بل کوالیفاۍ ټیم هم شامل وي.

د اسیا جام په دې لوبو کې به افغانستان د سرېلانکا او بنګله دیش سره په بي ګروپ کې سیالي کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران