سپورټ نړیوال کرکټ

د کوربه نیوزیلینډ او هندوستان ترمنځ سیالۍ !

 په نیوزیلینډ کې د کوربه نیوزیلینډ او میلمه هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه او درې ۲۰ اوریزه لوبو د سیریزونو پیل سبا په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ سره کیږي.

 هندۍ کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا سفر وروسته د راتلونکو سیالیو ترسره کیدو په موخه نیوزیلینډ ته رسیدلې ده.

په اسټرالیا کې د هندوستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۴ ټیسټ، درې ۵۰ اوریزه او دوه ۲۰ اوریزه لوبې ترسره شوې، چې پکې هندۍ لوبډلې په ټیسټ او یو ورځینیو لوبو کې سیریزونه وګټل، خو کوربه لوبډله بیا د ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز مساوي کړ.

 د هندوستان ملي لوبډلې په روان سفر کې به د نیوزیلینډ خلاف د سیالیو پیل سبا په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ سره وشي، خو ورپسې به د ۴ نورو لوبو ترسره کیدو وروسته د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ هم پيل شي.

 د معلوماتو له مخې دویمه ۵۰ اوریزه لوبه به د جنورۍ په ۲۶ مه، دریمه په ۲۸ مه، څلورمه په ۳۱ مه او وروستۍ پنځمه یو ورځینۍ لوبه به د فیبرورۍ میاشتې په دریمه نیټه ترسره شي.

همدا راز د درې ۲۰ اوریزه لوبو سیریز سیالۍ به د فیبرورۍ په ۶ مه، ۸ مه او ۱۰ مه نیټو سره ترسره شي، چې ورسره به د هندوستان سفر هم پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی