سپورټ نړیوال کرکټ

د هند او ویسټنډیز سخته مقابله: نړیوالې شورا دا د بالینګ سیالي بللې

هندوستان او ویسټ انډیز په خپلو کې له یو ورځنیو او ټېسټ لوبو وروسته د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ یا سیریز پیل کړی دی، د دې لوبو لومړۍ شل اوریزه لوبه د نومبر په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ هندوستان له سختې مقابلې وروسته په ۵ وېکټو وګټله.

دغه لوبه د هندوستان د کلکتې ښار په اېدن ګارډېن لوبغالي کې ترسره شوه، ویسټ انډیز لومړی توپ وهنه وکړه، چې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او هندوستان ته یې ۱۱۰ منډې هدف ورکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا ښایي له همدې امله دا لوبه د توپ اچونې یا د بالرانو مقابله بللې وي، چې د ویسټ انډیز په څېر د شل اوریزه لوبو اتله لوبډله پکې تر ۱۰۹ منډو محدوده شوه.

دې لوبه کې د هندوستان کیڼ لاسي لېګ برېک چېنا مېن توپ اچوونکي کولډيپ یداف په ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او درې ویسټ انډیزي لوبغاړي یې وسوځول.

په دغې لوبه کې د ویسټ انډیز ۲۱ کلن ځوان لوبغاړي اوشېن توماس د شل اوریزه لوبو پیل وکړ، چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې روهېت شرما او شېکردوان په کېچ او بولډ اوټ سره له مخې پورته کړل، هغه څه چې د نړۍ په کچه یې هغه ښه وستایه.

هندوستانۍ لوبډلې له یوې سختې مقابلې وروسته چې د توماس او کارلوس برېتوېټ اورونه پای ته ورسېدل لوبه په پنځو وېکټو په اتلسم اور کې وګټله.

توماس دوه توپونه په ۱۴۷ کېلو متر پرساعت سرعت سره ترسره کړل او په دواړو توپونو یې اوپنران یعنې شېکردوان او روهېت شرما وسوځول.

کارلوس برېتوېټ چې په شل اوریزو لوبو کې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لوبډلمشري کوي په ۴ اورونو کې یو مېډن کړ، ۱۱ منډې یې ورکړې او دوه وېکټې یې هم واخېستې.

نوموړي په ۲ اعشاریه ۷۵ ایکانومي توپ اچونه وکړه.

دا چې په دغې لوبه کې د دواړو لوبډلو له خوا توپ اچوونه خورا ځواکمنه وه او توپ وهنه یې کمزورې وه، نو د کرکټ نړیوالې شورا ورته د توپ اچونې مقابلې نوم ورکړی دی، دوی په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې د هندوستان او ویسټ انډیزترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د توپ اچونې مقابله وه.

په دغې لوبه کې کولډیپ یداف د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په وروستیو کې د هندوستان لپاره کرونال پانډیا په ۹ توپونو ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې لوبه یې وګټله او بیا د هندوستان د کرکټ ځېنو مینه والو او لوبغاړو کرونال پانډیا ته د هېرو لقب هم وکاراوه.

کرونال پانډیا او هارډېک پانډیا دوه ال راونډران ورونه دي، چې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې سربېره په آې پي ایل سیالیو کې له ممبيي انډیئنز لوبډلې سره لوبېږي.

هارډېک پانډیا د اسیا جام سیالیو پرمهال ژوبل شوی او اوس د استراحت په مرحله کې دی؛ خو بل ورور یې کرونال پانډیا چې په کیڼ لاس توپ وهنه کوي، په لوبډله کې لوبېږي، چې لومړۍ شل اوریزه لوبه کې یې خپله وړتیا وښوده او د هیرو یا اتل لقب ورته وکارول شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې