سپورټ نړیوال کرکټ

کرکیټ؛ د نړیوال جام تر ټولو ستره سیالي، هند او پاکستان.

د سږ فصل پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال ۲۲مه لوبه د هند او پاکستان ترمنځ د انګلینډ په مانچسټر ښار کي ترسره کیږي.

ددې لوبي جالیبوالی:

ددې لوبي لومړی جالیبوالی دادئ، چي دا لوبه په یکشنبه (سبا) ترسره کیږي، چي د اونۍ دا ورځ په دواړو هیوادونو کي عمومي رخصتي ده، لکه دلته چي د جمعې ورځ ده.

۲- د دې لوبي لپاره د لوبغالي ټکټونه ټوله خرڅ سوي دي، خو د تور بازار له لاري اوس هم یاد ټکیټونه د خپل نرخ څخه څلور چنده ګران پلورل کیږي.

۳- پاکستان د ۲۰۱۷م کال د کرکیټ د اتلانو لیګ په پایلوبه کي هند ته سخته ماته ورکړې وه، خو دا ځل به هند وګورو چي خپل غچ اخلي او که یا.

۴- له یاد جام وروسته په آسیا جام کي هند پاکستان دوه ځلي مات کړ، چي د یاد جام اتلولي بیا هند وګټل.

په دوهمه لوبه کي هند پر پاکستان ریکارډ جوړ کړ.

هند په لومړۍ ځل پاکستان ته په یاده لوبه کي په ۹ ویکیټو ماته ورکړې وه.

۵- د نړیوال جام دا لوبه به د نړۍ په سطحه ملیارډونه لیدونکي ولري او ددې ترڅنګ به پر دې لوبه د نړۍ لوی خماریان ستر شرطونه هم ولګوي.

د یادو لوبډلو لوبغاړي:

هند او پاکستان له ۱۹۷۸م کال راهسي ۱۳۱ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي دي.

په دې سیالیو کي تر ټولو ډېر پاکستان هند ته ماته وکړې، چي ۷۳ لوبي یې ځیني ګټلي او ۵۴ لوبي یې پر بایللي دي.

د دوی ترمنځ ۴ لوبي بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.

هند او پاکستان له لسګونو کلونو راهسي سخت سیاسي مخالفین دي، چي دا مخالفت ددې لامل سوی، چي دواړه هیوادونه په سخته جګړه واوړي.

تېر کال د پاکستان یوې ترهګریزي ډلي د هند پر یو پوځي هډه ځانمرګی برید وکړ، چي ۴۱ هندي پوځیان پکښي ووژل سول.

د هند کرکیټ غوره لیګ یا IPL هم د یاد برید له امله بې خونده ترسره سو، ځکه د یاد لیګ ډېر مصارف د وژل سوو پوځیانو کورنیو ته ورکول سول.

هندي لوبغاړو بیا هم پردې بسنه ونه کړل.

هند د اسټرالیا خلاف په سیالیو کي د خپل پوځ په ملاتړ هم پوځي خولۍ پرسر کړي وې.

ددې اغېزه بلاخره تردې نړیوال جام پوري هم راورسېدل.

د هند ویکیټ ساتونکي مهندر سینګ ډوني د جام په دوهمه لوبه کي د خپل پوځ په ملاتړ داسي دستکلې په لاس کړي وې، چي د هندي پوځ نښه ورباندي لګېدلې وه.

د ډوني دا کار په پاکستان کي یو لړ ناندرۍ راوپارولې، چي د پاکستان کرکیټ بورډ د کرکیټ نړیوالي شورا څخه ددې کار د مخه نیولو وړاندیز وکړ.

ICC هم دا وړاندیز ومنئ او د هندي لوبغاړو دا کار یې منع کړ.

همدارنګه ددې لوبي لپاره د کرکیټ ډېر زیات لوبغاړي هم په انتظار وي، چي له دې جملې څخه ویسټ انډیزی کریس ګیل دئ.

ګیل ددې لوبي لپاره یو ځانکړی لباس کړی، چي پر لباس د دواړو هیوادو د بیرغو رنګونه دا څرګندوي، چي دی ودې لوبي لیدو ته ډېر لېواله او خوشحاله دئ.

د یادو هیوادونو دا لوبه د افغانستان سبا ماپښين ۲ بجې پیلیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.