سپورټ نړیوال کرکټ

هندۍ لوبډله د اسټرالیا له کامیاب سفر وروسته نیوزیلینډ ته ځي !

 د هندوستان د کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا د کامیابه سفر وروسته د نیوزیلینډ په لور ځي، چیرته چې به د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۵ پنځوس اوریزه او درې ۲۰ اوریزه لوبې ترسره شي.

 هندۍ لوبډله دوه میاشتې وړاندې د اسټرالیا په سفر تللې وه، چې په دغه سفر کې یې دوه ۲۰ اوریزه، ۴ ټیسټ او درې ۵۰ اوریزه لوبې ترسره کړې، چې پکې د کوربه اسټرالیا په نسبت هندۍ لوبډلې زیاتې بریاوې خپلې کړې.

که څه هم د دوه ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز په مساوي توګه پای ته رسیدلی و؛ خو د ۴ ټیسټ لوبو په لړۍ کې هندوستان ۲ او نیوزیلینډ یوه بریا خپله کړه، خو وروستۍ سیالي د باران له کبله مساوي شوه او ورپسې د ۵۰ اوریزه لوبو په سیریز کې هم هندۍ لوبډلې ۲ د ۱ مقابل کې بریاوې خپلې کړې، چې ورسره دغه سفر هم پای ته ورسید.

 د اسټرالیا وروسته اوس نیوزیلینډی کرکټ بورډ د هندوستان کوربه توب ته انتظار کوي، چې له دې سیالیو څخه موخه د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته چمتوالی دی.

په دې سفر کې به د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړی ۵ پنځوس اوریزه او ورپسې درې ۲۰ اوریزه سیالۍ هم ترسره شي.

 د معلوماتو له مخې لمړۍ پنځوس اوریزه سیالي د روانې جنوارۍ میاشتې په ۲۳ مه نیټه د چهارشنبې په ورځ پیل کیږي او ورپسې به دویمه لوبه د جنورۍ په ۲۶ مه، دریمه سیالي په ۲۸ مه، څلورمه سیالي په ۳۱ مه او وروستۍ پنځمه یو ورځینۍ لوبه به د فیبرورۍ میاشتې په دریمه نیټه ترسره شي.

همدا راز د درې ۲۰ اوریزه لوبو سیریز سیالۍ به د فیبرورۍ په ۶ مه، ۸ مه او ۱۰ مه نیټو سره ترسره شي، چې ورسره به د هندوستان سفر هم پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی