سپورټ نړیوال کرکټ

له استرالیا، د هند تاریخي ټیسټ لوبې ګټل

اعلان

هندوستانۍ لوبډله چې په ټېسټ لوبوکې اوسمهال لومړی مقام لري، په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې بیا دوهم مقامونه خپل کړي دي.

دې لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال د جنوري په ۷ مه نېټه د اسټرالیا په سېډني کرکټ لوبغالي کې تاریخي ریکارډ ثبت کړ او دا ریکارډ د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې ثبت شو.

یاد ریکارډ هندۍ لوبډلې په اسټرالیا کې د لومړي ځل لپاره د ټېسټ لوبلړۍ ګټل دي، چې د هند د کرکټ په تاریخ کې هندوستان له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې تر اوسه ټېسټ لوبلړۍ نه وه، ګټلې خو سږ کال ویرات کولي د ځوانې لوبډلې پرمټ وکولای شول دا ریکارډ ثبت کړي او هندي ولس ته یو ویاړ ور ډالۍ کړي.

په اسټرالیاکې د هند او اسټرالیا د ټېسټ لوبو تاریخچه او پایلې
هند او اسټرالیا په اسټرالیا کې د ۱۹۴۷ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې ۱۲ ټېست لوبلړۍ ترسره کړي دي، دغو ۱۲ ټېسټ لوبلړیو کې ټولې ۴۸ ټېسټ لوبې شاملې دي، چې ۴۸ لوبو کې ۲۸ اسټرالیا ګټلي، ۱۱ مساوي شوي یا ډرا شوي دي او یواځې ۷ لوبې هند ګټلي.

یعنې دا یواځې لوبې دي، چې هند ګټلي دي، لوبلړۍ چې د درې، څلورو او یا هم پنځه لوبو مجموعه وي تر اوسه نه وه ګټلې او اوس یې د جنوري په ۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ یوه لوبلړۍ وګټله، چې دا د هند د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې لوبلړۍ یا د څلورو ټېسټ لوبو څخه دوه لوبې ګټي.

دې لوبلړۍ کې یواځې یوه لوبه اسټرالیا وګټله او وروستۍ لوبه د باران له امله مساوي شوه، چې په دې ډول د څلورو ټېسټ لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې هند وګټله.

په ۱۹۴۷ او ۴۸ کلونوکې د ۵ ټېسټ لوبو لړۍ اسټرالیا ګټلې وه، په ۱۹۶۷ او ۶۸ کلونوکې هم اسټرالیا څلور د صفر پر وړاندې ګټلې وه، په ۱۹۷۷ او ۷۸ کلونوکې هم لوبلړۍ اسټرالیا ګټلې وه، په ۱۹۸۰ او ۸۱ کلونوکې لوبلړۍ ډرا شوې یا مساوي شوې وه.

په ۱۹۸۵ او ۸۶ کلونو کې هم لوبلړۍ مساوي شوې وه.

په ۱۹۹۱ او ۹۲ کلونوکې لوبلړۍ اسټرالیا وړې وه، په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ م کال کې دا لړۍ اسټرالیا ګټلې وه.

په ۲۰۰۳ او ۴ کلونوکې لوبلړۍ ډراشوې وه، په ۲۰۰۷ او ۸ کلونوکې ، ۲۰۱۱ او ۱۲ کلونوکې او په ۲۰۱۴ او ۱۵ کلونوکې اسټرالیاګټلې وې.

خو په ۲۰۱۸ او ۱۹ م کلونوکې تازه لوبلړۍ هند دوه د یو پر وړاندې وګټله او ریکارډي بریا یې ثبت کړه.

په دې ډول ویرات کولي د هندوستان لومړی لوبډلمشر شو، چې له اسټرالیا څخه په اسټرالیاکې د ټېسټ لوبو لومړۍ لړۍ ګټي.

د هند او اسټرالیا اوسني ټېسټ لوبلړۍ
هندۍ لوبډلې اسټرالیا ته د نومبر په ۲۱ مه نېټه د ۳ شل اوریزو، څلورو ټېسټ او ۳ یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی.

د درې شل اوریزو لوبو لړۍ یو د یو پر وړاندې مساوي شوه، یوه لوبه باران بې پایلې کړه.

د ټېسټ لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې هند وګټله او یوه لوبه باران په څلورمه ورځ مساوي کړه.

او د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د جنوري په ۱۲ مه نېټه د شنبې په ورځ پیلوي، دا لوبلړۍ د جنوري په ۱۸ مه نېټه جمعې په ورځ پای ته رسېږي.

لومړۍ ټېسټ لوبه هند په ۳۱ منډو وګټله، دوهم ټېسټ لوبه اسټرالیا په ۱۴۶ منډو وګټله، دریمه ټېسټ لوبه چې باکسېنګ ډی تاریخي ټېسټ لوبه وه، هندوستان په ۱۳۷ منډو وګټله او څلورمه یو ورځنۍ لوبه مساوي شوه؛ په دې ډول هندوستان د ټېسټ سیریز د بریا څښتن شو او ریکارډ یې ثبت کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی او د ټول سیریز غوره لوبغاړی هندوستانی ښي لاسی توپ وهونکی چېټېشور پوجارا اعلان شو.
پوجارا په ۴ ټېسټ لوبو کې درې سلیزې ووهلې او ۵۲۱ منډې یې جوړې کړې، چې د هندۍ لوبډلې په بریا کې یې کلیدي رول ولوباوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی