افغانستان سیاست نړۍ

عمران خان امریکا ته په خطاب کې: موږ نور ستاسې مزدوران نه یوو

لیکنه: بشر درویش

سرچینه: واشنګټن پوسټ
مرکیال: لالي ویموټ
ژباړه: بشر دروېش

د واشنګټن پوسټ یادښت:

عمران خان، چې یو مهال د کرکټ ستوری و، د پاکستان د سیاست میدان ته تر راتلو مخکې یې د یو عیاش ځوان په حیث عجیب و غریب ژوند و.

هغه په اپوزیسیون کې تر اوږده حضور وروسته د اسلام اباد د ایتلافي دولت غړی او په تېراوړي کې د صدارت د څوکۍ څښتن شو.

خان په داسې وخت صدراعظم شو، چې هېواد یې د فقر، ترهګرۍ او فساد له جدي ننګونو سره مخ دی.

تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ له نوموړي سره تر ټویټري لفظي شخړې وروسته پر پاکستان د امریکا پوځي مرستې ودرولې.

ټرمپ له عمران څخه غوښتي، چې افغان طالبان ورسره د سولې خبرو ته کینوي.

له واشنګټن پوسټ سره د خان دا مرکه په اسلام اباد کې شوې.

دا له یوې بهرنۍ رسنۍ سره د لومړي وزیر په توګه د نوموړي لومړنۍ مرکه ده.

واشنګټن پوسټ: له امریکا سره د خپل هېواد ترینګلې شوې اړیکې په خاصه توګه له ولسمشر ټرمپ سره خپل ټویټري جنګ څنګه ارزوئ؟ هغه په جنورۍ میاشت کې ولیکل:امریکا ساده توب کړی، په ۱۵ کالو کې یې له پاکستان سره ۳۳ میلیارده ډالره مرسته له پاکستان سره کړې خو پاکستانیانو پر امریکایي رهبرانو د احمقانو ګومان کړی، غولولي یې دي. دوی هغو ترهګرو ته، چې امریکا په افغانستان کې لټول پخپله خاوره( پاکستان) کې پناه ورکړې وه.

عمران خان: دا په واقعیت کې ټویټري جګړه نه وه. دا په واقعیت کې د تېر وخت یوه یادونه وه.( عمران خان په روان مني کې ټویټ وکړ:هغه(ټرمپ) باید له تاریخي حقایقو خبرشي. پاکستان د امریکا له جګړې په کافي اندازه ځوریدلی. اوس موږ هغه څه کوو، چې خلکو او ملي ګټو ته مو مناسب وي)).

دا تاویلې ماویلې د دې لپاره وې، چې زه د افغانستان په اړه د امریکا د ژورو ناسمو سیاستونو او پوځي تګلارو له کبله تر تر نیوکو لاندې وم.

واشنګټن پوسټ:هغه پر تاسې نیوکه نه لرله، ستاسې مخکیني چارواکي یې ګرم ګڼلي وو.

عمران خان: نه، هغه وویل چې پاکستان د طالبانومشرانو ته پناه ځایونه ورکړي. خو واقعیت دا دی چې پاکستان داسې پناه ځایونه نه لري.

واشنګټن پوسټ: خو اکثره امریکایي چارواکي وایي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي

عمران خان: کله چې زه واک ته ورسېدم، له امنیتي ځواکونو څخه مې بشپړاطلاعات ترلاسه کړل. هغوی وویل چې موږ په ځلونو ـ ځلونو له امریکایانو غوښتي چې دغه پناه ځایونه راته وښيي او ووایي، چې دا چېرته دي. زه دا ردوم چې طالبان به پاکستان کې پټنځایونه ولري.

واشنګټن پوسټ: تاسې دا باوروئ؟

عمران خان: موږ ۲،۷ میلیونه افغان کډوال لرو، چې پاکستان کې ژوند کوي. هغوی د کډوالو په لویو پنډغالو کې ژوند کوي.

واشنګټن پوسټ: نو آیا امریکایان احمق دي یا بې خیاله؟

عمران خان: نو دا کسان( طالب مشران) چېرته دي؟ له افغانستان سره زموږ له پولې تربل هرځای ښه څارنه کیږي. متحده ایالات سپوږمکۍ او بې پيلوټه الوتکې لري. دغه کسان پکې د ګرځيدو پر وخت لیدل شوي؟

واشنګټن پوسټ: خو د امریکا دولت وایي یوازې دا غواړي، چې پاکستان د دوی له ملاتړه لاس واخلي

عمران خان: اول خودلته هیڅ کوم پټنځای نشته. که څو سوه یا دوه درې زره طالبان دلته وي، یا پاکستان ته تګ راتګ لري دوی په اسانۍ د افغان کډوالو پنډغالو ته تلی راتلی شي.

واشنګټن پوسټ: ولسمشر ټرمپ په دغه اونۍ تاسې ته یو لیک ولیکه او درنه یې وغوښتل، چې د مذاکرې مېز ته د طالبانو په راوستو کې ورسره همکاري وکړئ. ستاسې ځواب څه دی؟

عمران خان: د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده. په دې برخه کې هرکار کوو.

واشنګټن پوسټ: تاسې پرطالبانو فشار راوړئ، چې د مذاکرې مېز ته حاضرشي؟

عمران خان: څومره چې کولای شوو هڅه به وکړو. پرطالبانو د فشار راوړلو مسئله اسانه نه ده، چې ووایم. په یاد و لرئ، چې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه خاوره د دولت له کنټروله بهر ده.

واشنګټن پوسټ: امریکایي چارواکي وایي چې پاکستان طالب مشرانو ته پناه ورکړې.

عمران خان: ما هیڅکله دا تورونه نه دي درک کړي. پاکستان د سپتمبرد ۱۱مې له پېښېسره هیڅ تړاو نه درلود. القاعده په افغانستان کې وه. هیڅ پاکستاني په دغه پېښه کې لاس نه درلود خو له پاکستان څخه وغوښتل شول، چې د امریکا متحده ایالاتوپه جګړه کې برخه واخلي. د پاکستان ډېرو خلکو له دغې مسئلې سره مخالفت وکړ، چې زه هم د دغې ډلې غړی وم. په ۱۹۸۰ کېموږ د شوروي پرضد د افغانستان په جهاد کې له امریکا سره مرسته وکړه. وروسته په ۱۹۸۹ کې کله چې شورویانو له افغانستانه کډه بار کړه، امریکا هم همدا کار وکړ. یانې پاکستان ته یې وسله والې ډلې او ۴ میلیونه افغان کډوال یوازې پرېښودل شول.

د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته هم موږ پرېښودل شوو. ځکه پاکستان له دې کبله، چې له امریکا سره د ترهګرۍ پرضد د جګړې په لومړۍ كرښه کې و دوزخ تجربه کړ. په دې جګړه کې تر ۸۰ زرو زیاتو کسانو مو ژوند له لاسه ورکړ. دې جګړې د پاکستان اقتصاد ته تر۱۵۰ میلیارده ډالروزیات تاوان واړوه. په دغه مودهکې نه پانګونه وه او نه ورزشي ټیمونه. په دغه وضعیت کې پاکستان د نړۍ د تر ټولو خطرناک ځای په توګه پېژندل کیده.

واشنګټن پوسټ: له دې سره، موږ په هغه ځای کې یوو، چې یوو. داسې ښکاري، چې امریکایان اوس د افغان سولې خبرې تعقیبوي او غواړي یوې پایلې ته ورسیږي څو امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي. آیا غواړې، چې د دوی وتل ووینې؟

عمران خان: ما کلونه په دې اړه خبرې کړي، چې د افغانستان مسئله ولې پوځي حل لاره نه لري. دوی په دې خبرو زه (طالب خان) ګڼلم. که تاسې د امریکا له سیاست سره موافق نه وئ، تاسې یې امریکا ض ګڼلئ.

اوس خوشاله یم، چې ټول د افغانستان د مسئلې پرسیاسي حل موافق شوي دي. د پاکستان له نظره موږ نه غواړو، چې امریکایان د ۱۹۸۹ کال په شان افغانستان په بېړه پرېږدي.

واشنګټن پوسټ: ولې؟

عمران خان: معلومه ده چې موږ نه غواړو په افغانستان کې هرج و مرج وي. دا ځل باید یو توافق موجود وي. په ۱۹۸۹ کې چې څه وشول د هغې په پایله کې طالبان رامنځته شول.

واشنګټن پوسټ: په افغانستان کې اوس هم د مېشتو امریکایي ځواکونو شمېر دومره نه دی.

عمران خان: هو، خو د افغانستان پوځ د امریکا په ډالرو حمایه کیږي. طالبان هم دې ته متوجه دي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره امریکایي مرستو ته اړتیا لري.

واشنګټن پوسټ: تاسې د ټرمپ له ټویټ څخه محسوسه کړې، چې له افغانستان سره یې کار پای ته رسیدلی؟

عمران خان: دا کار باید ډېر پخوا شوی وای.

واشنګټن پوسټ: آیا تاسې له امریکا سره د امریکا د اړیکو په اړه لیدلوری لرئ؟ یا دا چې غواړئ د چین د ترټولو نیږدې متحد په توګه خپل ځای وساتئ؟

عمران خان: زه هیڅکله نه غواړم داسې اړیکې ولرم، چې له پاکستان سره پکې د یوه مزدور په شان چلند کیږي، یانې پاکستان ته داسې پیسې ورکړل شي، چې په بدل کې یې وجنګیږي.

موږ باید بیا په دې ډول موقعیت کې ځان رانه ولو. زموږ د قبایلي انسانانو د وژل کیدو او د قبایلي سیمو د ورانیدو مسئله باید بیا تکرار نه شي. هیڅ داسې څه نه کوو، چې زموږ پر عزت او کرامت معامله وشي. موږ له امریکا سره د یوې مناسبې اړیکې غوښتونکي یوو.

واشنګټن پوسټ: یانې؟

عمران خان: د بېلګې په ډول: له چین سره زموږ اړیکه یو اړخیزه نه ده، زموږ ترمنځ یوه سوداګریزه اړیکه ده. موږ په ورته ډول اړیکه له متحده ایالاتو سره هم غواړو.

واشنګټن پوسټ: ځينې فکر کوي، چې تاسې د چین په مرسته غواړئ له خطره بچ شئ؟

عمران خان: دا امریکا ده، چې پاکستان یې له ځانه لیرې کړی.

واشنګټن پوسټ: تاسې په دومره کلونو کې ډېر د امریکا ضد وئ

عمران خان: د متحده ایالاتو له سیاستونو سره نه همغږي د امریکا د مخالفت په مانا نه ده. دا امپریالیستي تګلاره سمه نه ده، چې: یا له ما سره یا مې له دښمن سره اوسه!

واشنګټن پوسټ: تاسې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو په اړه خبرې لرلې

عمران خان: د بې پيلوټه الوتکو بریدونه! څوک به داسې وي، چې د داسې بریدونو مخالفت ونه کړي؟ څوک په خپل هېواد کې بې پیلوټه الوتکو ته د برید اجازه ورکوي، هغه هم په داسې حال کې چې د برید له کبله یو ترهګر او ۱۰ د هغه دوستان او ګاونډیان ووژل شي؟

آیا تراوسه د دې کومه بېلګه شته، چې یو هېواد د خپل متحد لخوا بمبار شوی وي؟ هو ما د امریکا پر دغو بریدونو اعتراض کړی. دغه بریدونه پرته له دې، چې د امریکا پرضد ذهنیتونه وپاروي، بله پایله نه لري.

واشنګټن پوسټ: تاسې د امریکا لخوا د اسامه بن لادن له وژل کیدو سره هم موافق نه وئ او هغه مو (فجیعه وژنه) وګڼله.

عمران خان: د اسامه بن لادن د وژل کیدو مسئله نه وه، هغه اعتراض پر پاکستان د نه باور کولو موضوع وه. د دوی چلند توهینونکی و، موږ له متحده ایالاتو سره په جګړه کې سرتېري او ملکیان بایلودل او هم د ترهګرو لخوا تر بریدونو او چاودنو لاندې راغلو، خو امریکا د بن لادن په وژلو کې پر موږ اعتماد ونه کړ.

دوی باید پاکستان خبر کړی وای، موږ په نه خبریدو موخوشاله نه شوو، چې دوست یو که دښمن ؟

واشنګټن پوسټ: که متحده ایالاتو پاکستان ته اطلاع ورکړې وای، تاسې به ورسره موافق وئ؟

عمران خان: البته، زه نه پوهیږم چې ما کله دا پېښه ( فجیعه وژنه) ګڼلې؟

واشنګټن پوسټ: دا مسئله رسنیو ستاسې په حواله خپره کړې وه.

عمران خان: زما نه یادیږي، خو زما یادیږي چې نه یوازې پرما؛ بلکې پر اکثرو پاکستانیانو اعتماد نه دی شوی، موږ په دې برخه کې د ژور تحقیر احساس کړی دی.

واشنګټن پوسټ: آفا فکر کوئ، چې د امریکا او پاکستان اړیکې بیرته تودې شي؟

عمران خان: څوک نه غواړي، چې له یوه زبرځواک سره ملګری وي؟

واشنګټن پوسټ: که صادقانه ووایم، د امریکا زیات چارواکي که هغه دیموکراتان دي یا جمهوري غوښتونکي، له ټرمپ سره په دې واقعیت کې همغږي دي، چې د پاکستان مخکینیو دولتونو ورته دروغ ویلي

عمران خان: دوی ته ناسم معلومات ورکړل شوي دي. آیا ممکنه ده، چې د بشریت ترټولو ستر نظامي ځواک په افغانستان کې له ۱۵۰زره ناټو سرتېرو او ۱ تریلیون ډالره تجهیزاتو سره وي خو څو زره پاکستاني جنګ غوښتونکي د خپل بریالیتوب خنډ وګڼي؟

متحده ایالاتو تمه لرله، چې پاکستان د افغان طالبانو پر وړاندې ودریږي، خو افغان طالبان پاکستان سره کار نه لري. دا د پاکستاني طالبانو تحریک او القاعده ډله وه، چې پرموږ یې بریدونه کول.

واشنګټن پوسټ: په وروستیوکې ستاسې دولت د پاستان د لبیک تحریک ګوند مشر خادم حسین رضوي ونیوه. هغه ترهغې وروسته ونیول شو، چې د کفر ویلوپه تور یې د سترې محکمې لخوا په اعدام د یوې محکومې عیسوۍ ښځې د سزا لغوه کیدو پرضد خلک وپارول. د هغه د نیولو امر مو ولې وکړ، د هغه نیول ولې درته مهم و؟

عمران خان:د دې ځواب روښانه دی، زه تلویزون ته تلی وم هلته مې خبرداری ورکړ، چې موږ د سترې محکمې د حکم ملاتړ کوو. که تاسې د خپل هېواد د سترې محکمې د پریکړې ملاتړ ونه کړئ، بیا خو کوم دولت وجود نه لري. د پاکستان د لبیک تحریک ریس د سترې محکمې د قاضیانو په اړه حکم ورکړ او ویې ویل چې دوی باید ووژل شي.

واشنګټن پوسټ: د پاکستان مخکینیو رهبرانو تاسې ته یو وحشتناک مالي وضعیت په میراث پرېښود، اوس ستاسې جاري حساب له جدي کسر سره مخ دی

عمران خان: په ۲۰۱۳ کې کله چې مخکینی دولت واک ته ورسېده، د بودیجې کسر ۲.۵ میلیارده ډالره و. زه چې په ۲۰۱۸ کې واک ته ورسېدم دا کسر ۱۹ میلیارده ډالره و. دا په داسې یوه هېواد كې چې پاشلي صادرات لري لوی کسر و. ما اوس د اقتصاد د رغولو لپاره ګڼ کارونه پيل کړي.

واشنګټن پوسټ: تاسې تر ټاکل کیدو وروسته سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او چین ته سفرونه وکړل

عمران خان: موږ د خپلو بهرنیو ذخایرو د پياوړتیا لپاره ملاتړ ته اړتیا لرله.

واشنګټن پوسټ: په دې سفرونو کې مو پیسې ترلاسه کړې؟

عمران خان: هو یوه اندازه مرستې موجلب کړې.

واشنګټن پوسټ: رسنیو راپور ورکړی، چې سعودي عربستان درته د ۳ میلیارده ډالرو نقدې مرسته او ۳ میلیارده ډالرو نفتي اعتبار درکړی

عمران خان: هو، موږ له درې واړو هېوادونو یوه اندازه پیسې او مرستې ترلاسه کړي

واشنګټن پوسټ: له اماراتو او چین سره د مرستو په اړه ارقام نه پيدا کیږي

عمران خان: د دغو دوه هېوادونو دولتونه غواړي، چې محرم یې وساتي. موږ مرستې را ټولې کړې. خو اوس د پیسو له نړیوالو صندوق سره په خبرو اخته یوو. موږ نه غواړو دسې شرایط را باندې وتپل شي، چې د بې کارۍ او لا نور تورم سبب وګرځي.

واشنګټن پوسټ: آیا د سپما او امساک په اړه غږیږئ؟

عمران خان: د پیسو د نړیوال صندوق ځینې شرایط ممکن عادي خلکو ته تاوان ورسوي، زه په دې اړه اندیښمن یم.

واشنګټن پوسټ: فکر کوئ، چې مذاکرات به ستونزه حل کړي؟

عمران خان: موږ دوه سناریو ګانې لرو: یوه د پیسو د نړیوال صندوق او بل له دې پرته نور انتخابونه.

واشنګټن پوسټ: دا واقع بینانه ده چې ووایو د پیسو له نړیوال صندوق پرته؟

عمران خان: په تېرو ۳۰ لونو کې موږ د دې صندوق په ملتیا ۱۶ پروګرامونه لرل. که بیا له دوی سره یو ځای کیږو، مطمین به شوو چې دا مو وروستی ځل دی.

پاکستان هیڅ ځل جوړښتي بدلونونه نه دي رامنځته کړي. خو موږ اوس جوړښتي اصلاحات پيل کړي. نقدې پیسې او صادرات مو له اوسه زیات شوي. موږ ډېرو صادراتو ته اړتیا لرو، ځکه مو واردات محدود کړي. اوس پانګوالو پاکستان ته مخه کړې ده.

واشنګټن پوسټ: تاسې د خپل ګوند بنسټګر یاست، خو ۲۲ کاله وخت مو اوسني مقام ته په رسیدو ولګوه.

عمران خان: مبارزه اوږده وه. دا ګوند ۱۵ کالو پورې یو وړوکی ګوند و. ما یوازې په پارلمان کې یوه څوکۍ لرله. خو له ۷ کلونو راهیسې دغه ګوند چټک او پياوړی شو.

واشنګټن پوسټ: ولې موسیاست ته مخه کړه؟ تاسې د کرکټ یو ستوری وئ او په انګلستان کې مو ښه ژوند درلود.

عمران خان: زه د پاکستان د لومړني نسل اړوند یو څوک یم، چې پخپل وطن کې د لوییدو ویاړ لرم. پاکستان په ۱۹۶۰ کې د مخ په وده هېوادونو لپاره یوه بېلګه وه. خو په ۱۹۷۱ کې یوه فاجعه رامنځته او پاکستان وپاشل شو( په دغه کال بنګله دېش ترې ازادي واخیسته). د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې له فساد سره مخ شوو. اداري فساد په لویو پروژو کې ځای پيدا او موږ ته لوی زیانونه واړول. کله چې ستاسې د هېواد سیاسي رهبري د فساد په پیسو لاسته راځي، سخته ده چې دغه هېواد وساتل شي. دا وضعیت ټولو ولیده. مخکینیو رهبرانو پیسې له هېواده بهر ولېږدولې، هېواد یې له رکود سره مخ کړ. کله چې ستاسې رهبري فساد وکړي، فساد به په هره کچه ووینئ.

واشنګټن پوسټ: ستاسې حل لاره څه ده؟

عمران خان: زما مبارزه په ټوله کې د فساد پر ضد ده. زه په هره سطحه د فساد خلاف مبارزه کوم او پياوړي دولتي بنسټونه جوړوم.

واشنګټن پوسټ: د صدراعظمۍ له پيل سره مو هند ته مو حسن نیت وښود، خو د هغوی غبرګون مفني و

عمران خان: پوهیږم، هند ټاکنې په مخکې لري. واکمن ګوند د مسلمانانو او پاکستان خلاف دی. هغوی زما ټولې غوښتنې رد کړې.

واشنګټن پوسټ: هند واقعاً غواړي د ممبیي د ۲۰۰۸ پېښې عاملان تر قانوني تعقیب لاندې راشي. د دغې بم ایښودنې متفکر سړی ذاکر رحمان لخوي چې د لشکر طیبه ترهګرې ډلې له مشرانو څخه و، پاکستان په ضمانت خوشې کړ، په داسې حال کې چې د ۶ نورو تورنو کسانو محکمه دا ۹ کاله بې پایلې پاتې ده.

عمران خان: موږ هم غواړو، چې د ممبيي د بم ایښودنې په اړه کار وشي. ما له خپل دولته غوښتي، چې د دغې قضیې وضعیت معلوم کړي.د دې قضیې حلول زموږ په ګټه دي، ځکه د ممبيي بم ایښودنه یوترهګریز اقدام و. ما له ویزې پرته د سولې دهلیز له هند سره برابروه. راځئ هیله من شوو چې تر ټاکنو وروسته بیا له هند سره خبرې له سره پيل کړو.

واشنګټن پوسټ: ستاسې اصلي هدف پخپل هېواد کې د فقر ختمول دي؟

عمران خان: زه غواړم پاکستان په یوه عادل او منصف هېواد بدل کړم. زه په سوکاله دولت باور لرم. زه د اقتصادي سیاست په لحاظ د ولسمشر ټرمپ په مخالف لوري او احتمالاً له سناتور برني سندرز سره نیږدې یم.

واشنګټن پوسټ: ستاسې لیدلوری څنګه رامنځته شو؟

عمران خان: زه د کرکټ د ۱۸ کلن لوبغاړي په توګه انګلستان ته لاړم. لومړی ځل و، چې یو سوکاله دولت مې ولید. دولت هغو کسانو ته پاملرنه لرله، چې له دغو سیالیو محروم ول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي