اقتصاد سیاست نړۍ

د عمران خان پورونه او مخالفتونه؛ مخالفین وایي پاکستان یې په ۶ میلیاردو ډالرو ګرو کړ

لیکنه: بشر درویش

ترهغې وروسته، چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د پیسو له نړیوال صندوق څخه تر اوږدو مذاکراتو وروسته د ۶ میلیارده ډالرو پور سند ترلاسه کړ، په کور دننه د سیاسي مخالفینو په جنجال واوښته.

د پورونو اعلان

د پاکستان د مالیې وزیر عبدالحافظ شېخ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له میاشتو ـ میاشتو خبرو او مذاکراتو وروسته د پیسو نړیوال صندوق دغه هېواد ته د شپږ میلیارده ډالرو پور ورکول منلي.

د هغه په وینا دا پیسې به د درې کلونو په موده کې ورکړل شي.

مالیې وزیر د دغه پور او هم یې د سود د پیسو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

پورونه که د سود بمونه؟

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند ویاند د دغه اعلان په غبرګون کې ویلي، چې د دغو پورونو ترلاسه کول پر پاکستان د سودونو د بمونو غورځول دي.

یاد شوي ګوند عمران خان ته په خطاب کې ویلي: پاکستان دې په ۶ میلیارده ډالرو د پیسو نړیوال صندوق ته ګرو کړ!

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق هم دغو پورونو ته توند غبرګون ښودلی.

د هغه په وینا له دغه پور اخیستو سره به حکومت مجبورشي څو د سود پیسې یې له ولسه وباسي او پر دوی د بریښنا، ګازو او نورو خدماتي برخو بیه لوړه کړي.

د پاکستان نور پورونه

پاکستان، چې له څو کلونو راهیسې په بد اقتصادي وضعیت دی؛ دغو پورونو یوازې په تېرو پینځو کلونو کې ورته په سوداګریزه برخه کې میلیونونه ډالره تاوان اړولی.

دا هېواد مخکې هم خورا پوروړی و او د عوایدو یوه لویه برخه یې د پورونو په سودونو تله.

عمران خان او نور تورونه

پر عمران خان سیاسي مخالفین له دې کبله هم سخت غوسه دي، چې د مالیې وزیر او د مرکزي بانک ریس یې د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندوق په اشاره له دندو لیرې او د دغو ادارو پخواني پاکستاني الاصله کارکوونکي یې پر ځای په دندو ګومارلي.
سیاسي مخالفینو دا دغو ادارو ته د عمران خان غلامي ګڼلې ده.

د عمران خان غبرګون

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یوه ویاند بیا د مخالفو سیاسي ګوندونو تورونه رد کړي او ویلي، چې دوی عمران خان د خپلو حکومتونو د مرداریو پاکولو ته نه پریږدي.

د هغه په وینا عمران خان که نوي پورونه هم اخلي، د مخکینیو پورونو او بد اقتصاد د ترمیم لپاره یې لګوي او خپله پکې د نورو مطرحو سیاستوالو او پخوانیو چارواکو په شان د فساد خیال نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي