عمران خان: ټرمپ دې امریکا ته د پاکستانیانو په ورتګ بندیز ولګوي

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، چې ډونالډ ټرمپ دې د هغه ۷ ملکونو لیست ته چې امریکا ته يې په ورتګ بندیز لګیدلی، پاکستان هم وراضافه کړي.

عمران خان په داسې وخت کې له ټرمپ څخه دا غوښتنه کوي، چې د ټرمپ د ادارې یو لوړ رتبه مشر رینس پریبس سي بي ایس ټلویزوني شبکې ته ویلي، امکان لري، چې پاکستان هم د هغه ۷ هیوادونو لیست ته، چې په وګړو يې امریکا ته د ورتګ مطلق بندیز لګیدلی وراضافه شي. د پریبس په وینا، پاکستانیان به له سختو ازمایښتونو سره مخ شي.

خو پوښتنه داده چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ولې له ټرمپ څخه په پاکستانیانو امریکا ته د ورتګ بندیز لګولو غوښتنه کوي؟

عمران خان وايي:

” اوس ټرمپ د امریکا جمهور ریس دی. په پاکستان امریکا ته د ورتګ بندیز تمه ډیره ده. زه غواړم چې ټول پاکستانیان يې واري؛ زه له ټرمپ څخه غواړم چې په پاکستان دا بندیز د اوږده مهال لپاره ولګوي. په دې سره به موږ د خپل ملک په جوړلو تمرکز وکړو.“

عمران خان وړاندې وویل، چې د پاکیستان اکثره لوستي او بااستعداده ځوانان بهر ته ځي ځکه پوهیږي، چې پاکستان کې ورته کار نه پیدا کیږي. د هغه په باور، پاکستان کې کار یوازې هغوې ته پیدا کیږي، څوک چې په حکومت کې پیژندګلوي لري.
عمران خان زیاتوي:
”که موږ له ملک څخه فساد ورک کړو. د وړتیا له مخې د خلکو د ګمارنې سیستم رواج شي. بې له شکه چې ټول وړ خلک به بیرته هیواد ته راستانه شي.“

د عمران خان په وینا چې نور باید دوې خپل د سوال لاس ورټول کړي او نور له امریکا او نړیوال وجهي صندوق څخه مرستې ونه غواړي. ”موږ باید خپل ملک خپله جوړ کړو.“

نوموړي په نواز شریف هم توندې نیوکې وکړې. عمران خان وویل:

” د هغه (نواز شریف) چې په سر هم درد شي، بهر ملک ته ځي.“

عمران خان د نوازشریف اداره په فساد او ملک ته په نه ژمنتیا تورنه کړه. هغه زیاتوي، کوم وخت چې پاکستان داسې حکومت ولري، چې د هغه ملک لپاره ژوندی او مړ وي، هیواد جوړیږي.

عمران خان د تحریک انصاف ډلې مشر دی او د نوازشریف د ادارې د سختو منتقیدنو څخه ګڼل کیږي.

هغه د نواز شریف د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې هم په لاره واچولې او له نوموړي څخه يې د استعفا غوښتنه وکړه؛ خو د عمران خان مظاهرو لا تر اوسه کوم خاص رنګ رانه وړ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */