افغانستان سیاست نړۍ

د دسیسې ښکالو؛ د عمران خان د خطرناک خبرداري پر وړاندې څه په کار دي؟

لیکنه: بشر درویش

د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه وینا کې ویلي، چې افغانستان به زر د یوه ټولمنلي نوي حکومت او سولې څښتن شي.

د ده په وینا دا نوی حکومت او سوله به له سیمې سره د افغانستان اړیکې پیاوړې او اقتصادي ښېرازي به راولي.

د دسیسې بله ښکالو
څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په ډېره غیر دیپلوماتیکه ژبه او بې تدبیرۍ خو په ښکاره ټکیو د افغانستان د راتلونکي په اړه د امریکا، پاکستان، طالبانو او حکومت ضدو سیاسي مشرانو د ګډې دسیسې خبرداری ورکړ.

محب وویل: زلمی خلیلزاد افغان حکومت او ملت په ناخبرۍ کې ساتي او د سولې په نوم یې د موقت حکومت جوړولو پلان کار لاندې نیولی.

هغه دا هم وویل، چې د خلیلزاد له هڅو تر افغان حکومت زیات پاکستانیان خبریږي او په جریان کې یې دي.

د محب له خبرو وروسته د عمران خان خبرو وښوده، چې دسیسه ریښتیا او په لاره ده.

حیرانوونکې خاموشي
د عمران خان پر دې خبرو یوازې په فیسبوک کې یو شمېر افغان ځوانانو غبرګونونه وښودل او د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفارت سارژدافیر احضار کړ.

بهرنیو چارو وزارت دا خبرې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وګڼله او پاکستاني لوري ته یې د اعتراض ترڅنګ د وضاحت غوښتنه وکړه.

نور په زرګونه هغه سیاستوال، چې د پاکستان او طالبانو پر وړاندې یې کلونه ـ کلونه ستوني شلولي وو، پر تازه تحولاتو څه نه وایي.

د موقت حکومت انګازې
یاران وېب پاڼې پرون تر دې سرلیک لاندې یوه مفصله مقاله خپره کړې، چې کیدای شي بیا یې ولولئ او د تازه دسیسې له ګونګو اړخونو خبرشئ.

په ډېرګومان پاکستان د سیمې د نورو هېوادونو په ملتیا له امریکا، طالبانو او حکومت ضدو سیاسي ډلو سره د یوه موقت افغان حکومت په جوړړولو سلا شوی.

دا ډول حکومت له شک پرته، چې د افغانستان له تباهۍ او شاتګ پرته بله پایله نه لري.

دلته هماغه خبره ریښتیا کیږي، چې: ځینې سولې تر جګړو په ځلونوـ ځلونو خطرناکې وي.

د سولې په نوم روانې هڅې هم چې تر ډېره د بهرنیانو په مالکیت او رهبرۍ روانې دي، افغانستان ته دغسې خطرناک تمامیدای شي.

د حکومت ملامتي
افغان حکومت که څه هم د مشروعیت له سوال سره مخ دی او د ناکامیو حساب یې نه کیږي، خو په شړیدلي وضعیت کې د افغان ملت واحد او بې بدیله استازی مرجع دی.

دغه حکومت، چې رهبري یې د واک په انحصار او د لویو ملي مسایلو په اړه د شته اجماع په پاشلو تورنه ده، په څو کلونو کې د دې پرځای چې د مختلفو سیاسي جریانونو په خپلولو سره خپلې لړزانده ستنې قوي کړي، ورځ تربلې یې خلک له ځانه خوابدي او د ځان د زر خاتمې په ارمان کړل.

اوس حکومت ډېر ناوخته په داسې وخت چې اوبه له ورخه تېرې ښکاري، د سولې له هڅو د خپل نه حاشیه توب له دروغجنو ادعاوو وروسته ولس ته ریښتیا وایي.

په دې وخت کې یوازې ریښتیا ویل او د پردې شاته د پټ ساتلو خطرناکو رازونو سپړل ګټه نه کوي.

حکومت ته بویه؛ چې زر لاس په کار او د شړیدلي وضعیت او خپلو لړزاندو ستنو د پياوړتیا لپاره په عاجل ډول اول په حکومت کې دننه او بیا د ملت او سیاسي لوریو په کچه د ملي ګټو د تحقق لپاره واحده اجماع راولي.

دا کار به په ضد بازۍ، عقده یي چلندونو او د واک په انحصار ساتلو هیڅ کله شونی نه وي.

لازمه ده، چې حکومت د ځان او وطن د بقا لپاره هغومره له تدبیر او نرمښته کار واخلي، څومره یې چې دا دومره وخت له وچ او احمقانه غروره کار اخیستی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي