افغانستان سوله سیاست

زلمی خلیلزاد: څومره چې پاکستان د افغان سولې بهیر کې مرسته کړې د عمران څرګندونو نه ده کړې

لیکنه: ياران

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د یو موقت حکومت د جوړیدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو په افغانستان کې دننه د حکومتي چارواکو او سیاستوالو توند عکس العملونه راوپارول، د افغانستان د سولې لپاره د واشینګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم عمران څرګندونې غیرې مناسبې بللي دي.

زلمی خلیلزاد پر خپل ټویټر په تازه خپره کړې څرګندونه کې ویلي:

” پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې رغونکې همکارۍ کړي دي، خو د لومړی وزیر ( عمران) خان تبصرو ( دا همکاري) نه ده کړې. د افغانستان راتلونکی د افغانانو دی او په اړه یې پریکړه هم یوازې د افغانانو کار دی. د نړیوالې ټولنې رول دا دی چې افغان وهڅوي خپلو کې کیني څو دوی ( خپل راتلونکی وټاکلی شي.) “

افغانستان له اسلام اباده خپل سفیر ورغوښتی او کابل کې یې پاکستاني مرستیال سفیر احضار کړی

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پر هغو څرګندونو چې نوموړې په کې په افغانستان کې د یو موقت حکومت پر جوړیدو ټینګار کړی و، په افغانستان کې دننه هم توند عکس العملونه رامخې ته شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سه شنبې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان مرستیال سفیر د لومړي وزیر عمران خان د ” غیرې مسولانه څرګندونو “ په خاطر احضار کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي: د پاکستان دې ډیپلوماټ ته یې د افغانستان د سولې او د یو موقت حکومت د جوړیدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر په غیرې مسولانه څرګندونو شدید اعتراض وړاندې کړی، او دا یې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې د پالیسۍ او د افغانستان ملي حاکمیت ته د نه درناوي څرګنده بیلګه بللې ده.

افغان حکومت وايي له پاکستان څخه یې خپل سفیر عاطف مشعل هم د سلا مشورې لپاره ورغوښتی دی.

په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل هم ویلي چې د چارشنبې په ورځ کابل ته ځي، ځکه د خپل حکومت له خوا د سلا مشورې او د عمران خان په وروستیو څرګندونو د اعتراض په توګه ورغوښتل شوی دی. نوموړې هم په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړیدو په اړه د عمران څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې  څرګنده هڅه بللې ده.

سیمې ته  خلیلزاد سفر کړی

بل خوا په داسې حال کې چې د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ خرابې اړیکې لا ترینګلې شوې، د افغانستان د سولې لپاره د واشینګټن استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته خپل سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې زلمی خلیلزاد به د خپلې دې سفر په ترڅ کې افغانستان، بریتانیا، بیلجیم، ازبکستان، پاکستان، اردن او قطر ته ولاړ شي. د خلیلزاد دا سفر پرون پیل شوی او د اپریل تر لسمې نیټې په دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د زلمي خلیلزاد دا سفر د سولې د یوې داسې پروسې لپاره د هڅو یوه برخه ده چې په کې ټول افغان لورې په پراخو بین الافغاني خبرو کې شامل شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په کابل کې به د افغانستان د سولې لپاره د واشینګټن ځانګړی استازی له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په اوسنی وضیعت سلا مشورې وکړي، د سولې د یو جامع مرکچي ټیم جوړل به وهڅوي او د بین الافغاني بحثونو او خبرو اترو په راتلونګو ګامونو به بحث وکړي.

زلمي خلیلزاد دا ځل په داسې حال کې په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره ګوري چې د افغانستان د حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په وروستیو کې د نوموړي په هڅو توندې نیوکې کړې او افغان چارواکو په څرګنده د ښاغلي خلیلزاد پر هڅو بې باوري څرګنده کړې ده.

خلیلزاد په تیرو دوو اونیو کې په واشینګټن کې د سیمې او نړۍ د یو شمیر هیوادونو له استازو سره د افغانستان د سولې په هڅو په بحثونو او لیدو کتو تیرې کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړې به د خپل دې سفر په ترڅ کې هم د امریکا له متحدانو او شریکانو سره د افغانستان د سولې پر وضیعت وغږیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران