اقتصاد سیاست نړۍ

عمران خان او د پیسو نړیوال صندوق ؛ مخالف ګوندونه عمران په غلامۍ تورنوي

لیکنه: بشر درویش

د پاکستان د شړیدلي اقتصاد د رغونې هغه هڅې، چې صدراعظم عمران خان پیل کړي، د مخالفو ګوندونو له سختو اعتراضونو سره مخ دي.

عمران خان، چې اقتصادي ثبات جوړول یې لوی ټاکنیز شعار و، په وروستیو کې د اقتصادي اصلاحاتو په نوم د مالیې د وزیر ترڅنګ د پاکستان د مرکزي بانک ریس له دندې ګوښه کړی.

ناندریزې ټاکنې

د پاکستان صدراعظم د مرکزي بانک ریس په داسې حال کې له دندې ایسته کړ، چې هغه په بهرني سفر و او د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره یې پاکستان ته د پور اخیستو په تړاو مذاکرات کول.

عمران خان د هغه پر ځای د پیسو نړیوال صندوق یو پخوانی پاکستانی کارکوونکی رضا باقر د نوي ریس په توګه ګومارلی.

عمران خان څه باندې یوه میاشت مخکې د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر هم له دندې ګوښه او پرځای یې د نړیوال بانک یو پاکستانی کارکوونکی ‘عبدالحافظ شیخ’ ګومارلی و.

پاکستان که مستعمره؟

د عمران خان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو هغه تورن کړی، چې د نړیوالو اقتصادي بنسټونو غلامۍ ته یې مخ اړولی او پاکستان یې د هغوی په مستعمره بدل کړی.

د مسلم لیګ نواز ګوند منشي احسان اقبال وایي دوی به دا موضوع په پارلمان کې تر بحث لاندې ونیسي او عمران خان نه به ځواب وغواړي.

د پیپلز پارټۍ یوه مخکښ خورشید شاه ویلي، چې عمران خان وروستي انفکاکونه او ګومارنې د نړیوالو اقتصادي ادارو په خوښه کړي.

د هغه په وینا عمران خان د اقتصادي ثبات په شعارونو خلک غولولي، خو په عمل کې یې کومه اقتصادي کړنلاره او مثبت کار نه معلومیږي.

د صدراعظم سیاسي مخالفین وایي، هغه له نویو ګومارنو سره د داسې خلکو په لټه دی، چې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک څخه ډېر پورونه ترلاسه او پاکستان په پورونو کې لا نور ډوب کړي.

دوی د دغه وضعیت پر وړاندې د سختو اعتراضونو ګواښ کوي.

د حکومت غبرګون

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یوه ویاند بیا د مخالفو سیاسي ګوندونو تورونه رد کړي او ویلي، چې دوی عمران خان د خپلو حکومتونو د مرداریو پاکولو ته نه پریږدي.

د هغه په وینا عمران خان که نوي پورونه هم اخلي، د مخکینیو پورونو او بد اقتصاد د ترمیم لپاره یې لګوي او خپله پکې د نورو مطرحو سیاستوالو او پخوانیو چارواکو په شان د فساد خیال نه لري.

پاکستان کې دا ناندرۍ په داسې وخت دي، چې اقتصادي وضعیت یې خراب ګڼل کیږي او حکومت یې له مختلفو هېوادونو څخه د مرستو، پورونو او پانګونو د جذب په لټه کې دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي