افغانستان سوله سیاست نړۍ

څه ته اړتیا یې لرو؟ عمران خان وایي د مشورو پرځای نور افغانانو ته دعا ورکوي

لیکنه: بشر درویش

د پاکستان صدراعظم عمران خان، چې له ټولو سیاسي ناپوهیو سره یو جالب سړی ګڼل کیږي، د نورو جالبیاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم وخت په وخت جالبې خبرې کوي.

افغانستان او د عمران خان څو جالبې
عمران خان له دې مخکې، چې صدراعظم شي، د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو سره یې ځینې وخت د دوه اړخیزو اړیکوپه اړه خبرې او لیدنې لرلې.

عمران خان د واک ته رسیدو په درشل کې ویلي و، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ناندریزه ډیورنډ کرښه به د اروپایي ټولنې په شان ازاده پوله رامنځته کړي.

هغه دغه راز یو ځل په افغانستان کې له واک ته رسیدو مخکې روانه جګړه جهاد ګڼلې وه او د طالبانو ملاتړ یې کړی و.

د مشورو او دعا کیسه
عمران خان څه موده مخکې د خیبرپښتونخوا په یوه قبایلي سیمه کې یوې لویې غونډې ته د وینا پر وخت ویلي و، چې په افغانستان کې د ستونزو د حل او سولې د واکمنیدو یوه غوره لاره په دغه هېواد کې د موقت حکومت جوړیدل دي.

د عمران خان دا خبرې له توندو غبرګونونو سر مخ شوې؛ کابل یې سفیر احضار کړ، سیاستوالو او عامو افغانانو ټولو په سختۍ سره وغنده او دا خبره یې پخپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه یاده کړه.

غبرګونونو عمران خان اړ ویست، چې د خبرو د ترمیم لپاره نورې خبرې وکړې.

هغه وویل: زما موخه یوازې افغانانو ته مشوره ورکول و!

له هغې وروسته بیا عمران خان نه همدا خبره په نوي ډول وشوه.

په یوه بله وینا کې ده بیا وویل: چې افغانانو ته یې مشوره دا ده، چې موقت حکومت جوړ كړي.

دې خبرو یې بیا کابل کې سفیر تر افغان بهرنیو چارو وزارته احضار کړ.

تر دغو خبرو وروسته اوس عمران خان په یوه بله تازه وینا کې ویلي، چې نور به افغانستان ته دعا کوي، څو سوله پکې حاکمه شي.

له خیره یې تېر؛ شردې نه رسوي!
پاکستان له زیږونه تر ننه په مختلفو نومونو افغانانو ته ځان خواخوږی ـ خواخوږی کړی، خو کله یې هم په واقعي ډول د افغانانو باور نه دی ترلاسه کړی.

ملامتي یې خپله وه؛ پاکستان هیڅکله افغانستان سره په صداقت مخته نه دی تلی، دلیل یې هم واضح دی.

پاکستان پوهیږي، چې که افغانستان ترې کرار پاتې شو، افغانان به زر پرخپلو پښو دریږي او په اولنیو ګامونو کې به له دغه تپل شوي بې هویته هېواد سره خپل حساب تصفیه کوي.

پاکستان هم د روسي خلاف د افغان جهاد پر وخت افغانان وکارول او ځان یې پرې د اټوم څښتن کړ.

هم یې د تنظیمي واکمنۍ پروخت د افغانستان پوځ پر دغو ډلو ټوټې ـ ټوټې او له منځه یوړ او کابل یې کنډواله کړ.

هم یې د طالب واکمنۍ پر وخت دا ډله د افغانستان د ذلت او تباهۍ لپاره وکاروله.

هم یې د طالب واکمنۍ نه وروسته پر دغې ډلې په لسګونه زره افغانان ووژل.

او هم اوس غواړي افغانستان ته د سولې راوړلو په نوم کله زهرجنې مشورې او کله په ښېرو لړلې دعاګانې وکړي.

نو ښه ده چې عمران خان ته ووایو: له خیره دې تېر تش په نوم پښتونه! شر دې مه رسوه!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي