سیاست

“عمران خان د پوځ او ترهګرو چپړاسي دی”

لیکنه: شریف شاهین

د هندوستان د واکدار ګوند بي جي پي یوه لوړ پوړي مشر د پاکستان لومړی وزیر عمران خان “چپړاسي” بللی او ویلي يې دي، چې هغه بې صلاحیته دی.

سبرامنیان سوامي د بي جي پي لوړ پوړی چارواکی او د هندوستان د مشرانو جرګې غړی دی. نوموړي پرون په یو خبرې کنفرانس کې رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت ټولې واګې د “پوځ، آې ایس آې، او ترهګرو سره دی، او عمران خان ددوې چپړاسي دی.”

ښاغلي سوامي وايي: “عمران خان به لومړی وزیر وي؛ خو هغه له یو چپړاسي پورته هیڅ حیثت نه لري، ځکه واګې د تروریستانو، پوځ او اې ایس اې سره دي.”

ښاغلي سوامي د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ته په خطاب کې ویلي، چې د پاکستان سره په خبرو او د هغوی په توهینولو دې خپل وخت نه ضایع کوي، بلکې په ځای دې پوځ اماده کړي، چې پاکستان ټوټه ټوټه کړي.

د سوامي په باور پاکستان باید څلور تقیسمه شي. یوه برخه يې باید بلوچ اداره کړي، بله يې سندیانو ته ورکړل شي؛ دریمه برخه يې د پښتونو په واک کې ورکړل شي، او څلورمه هغه يې د لودیځ پنجاب ته ورحواله شي. نوموړی ادعا کوي، چې دا یوه ډله هم نه غواړي، د پاکستان د حکومت برخه اووسي.

د سوامي له قهره ډکې څرګندونې په ملګروملتونو کې د سوشما سوراج له څرکندونو، چې پکې پاکستان د ترهګرو تمویلوونکی او د بشري حقونو سلبونکی هیواد یاد کړ، وروسته خپرې شوې دي.

د رپوټونو په اساس د هندوستان او پاکستان اړیکې د کشمیر د مسلې پر سر، تر بل هر وخت ډيرې خرابې شوي. تیره ورځ د هند پوځ په هغه څرخې الوتکه هم ډزې کړي، چې د هندي چارواکو په وینا د کنټرول له کرښې د هند لورې ته اوختې وه. وروستي راپورونه وايي، چې هغې چورلکې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر لپاره اعلی وزیر او لوړ پوړي چارواکې لیږدول. د یادونې ده، چې چورلکه او سپرلې روغه بیرته پاکستان ته ستنه شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي هم د ملګرو ملتو په کلنۍ غونډه کې د کشمیر مسله یاده کړه او هندي پوځ يې هلته په تیري او ترهګرۍ تورن کړ.

بل پلو د بي جي پي یاد مشر سوامي د هندوستان له حکومت نه غوښتنه کړې، چې په بنګلدیش فشار راوړي، څو هلته د هندوانو له ځورولو، په زور د هغوی د مسلمانولو او د هغوی د عبادات ځایونو له ویجاړولو لاس واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین