کلتور او هنر

عمران هاشمي: په ازموینه کې د نقل په کولو خفه یم

اعلان

مشهور هندوستانی فلم ستوری عمران هاشمي د خپل ښوونځي د دورې یادونه تازه کړي او رسنیو سره یې په دې تړاؤ خبرو کې ویلي چې په ښوونځي کې به د نقل په نومرو بریالی کېده خو پر خپل دغه کار اوس سخت نا راضه دی.

عمران هاشمي وایي، ۷۵ سلنه نومرې يې په نقل اخیستې وې او ځان یې کامیاب کړی وه.

د بالیوډ دغه ستوری په دې ورځو کې د خپل راتلوونکي فلم (چیټ انډیا) ته په بازار موندلو او مارکیټ مصروف دی.

په همدې دوران کې په یوه مرکه کې هغه مهال دغه خبرې کړي چې ترې یوه خبریال په دې تړاؤ پوښتلي وه چې ایا کله یې د ښوونځي یا کالج په دوره کې نقل کړی؟ په ځواب کې یې عمران هاشمي ویلي، یو ځل یې نقل کړی و او د همدې نقل په نومرو یې ځان بریالی کړو چې اوس پرې سخت خفه دی.

هاشمي زیاتوي د اقتصاد ازموینې لپاره یې بیخي چمتوالی نه نیولی، په خبره یې یوازې ده نه په ټول ټولګي کې د دغه پرچې لپاره چا چمتوالی نه لره.

وایې د ازموینې ښوونکی په دې پوه شوه چې هېچا تیاری نه دی نیولی نو په دې خاطر یې وویلی: زه په دې کوټه تر ۴۰ دقیقو یم او له هغې وروسته بل استاد راځي نو که څوک غواړي نقل وکړي کولی شي چي کتاب خلاص کړي.

دی وایي په هماغه ورځ یې نقل کړی وه او د ۷۵ سلنه نومرو په اخیستلو بریالی شوی وه.

نوموړی وایي، نقل کول ښه کار نه دی او له ټولو زده کوونکو غواړي چې له نقل کولو دې لاس واخلي.

د یادولو ده چې د عمران هاشمي فلم (چیټ انډيا) هم په تعلیمی نظام کې په شته مافیا باندي څرخي، د کوم په واسطه چې د یوه هېواد تعلیمی بنسټونه نړیږي.

ټاکل شوې دا فلم راتلوونکي جنوري میاشت په ۲۰۱۹ کال کې د سېنما پر پردو روښانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی