بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې

هغه ۵ ټکي چې وړتیا مو څرګندوي او چټک پرمختګ درکوي

لیکنه: غازي عابد

ژباړه او زیاتونه: غازي عابد

لکه د ځینو سختو ورځو په څیر، دا سخته وي چې یو کس یا په یو ځل دې ستاسې په ژوند کې لوی او حیرانونکې پرمختګ در په برخه کړي یا شي.

کله چې پوهیږو یو څه یا هر څه له لاسه ورکوو، نو موږ باید دا قوت ځان کې پیدا کړو چې پرې بریالی شئ او له ناوړه پایلې سره مخ نه شو. موږ داسې کولی شو، ځکه په خپل ځان کې یو پټ قوت لرو، هغه ژوند کول غواړي، باید هغه خوټیدونکی قوت رابیداره او ژوندی کړو او لاس په کار شو!

دېته انتظار باید ونه کړو چې یوه وخت به زما داخلي قوت را ژوندی شي، بلکې همدا اوس یې راژوندی کول په کار دي، ځکه که موږ منتظر شو، ښايي نور هم تاواني شو.

یو بل مهم ټکی چې باید یاد یې کړو، هغه د خپلو افکارو کنټرول لرلو په وسیله کولی شو چې د ژوند له سختو شیبو سره په خپل قوت مبارزه او مقابله وکړو، نو ضرور ده چې باید موږ تل خپل ذهن او فکر په خپل واک او تسلط کې ولرو.

په همدې اړه څو نور مهم ټکي:

۱- وظیفوي ویره مو وویشئ
د خپلې روزمره دندې چې پر تاسې بوج شوې، ځیني برخې پخواني یا نوي همکار یا کارکوونکي ته وسپارئ چې ترسره یې کړي.

همداراز خپله ویره مو له هغه کس سره شریکه کړئ چا چې صداقت، یووالی او لوړ کاري اخلاقي ښودلي او لرلي دي. ځکه داسې شخص بریالی وي او ښايي تاسې ته ښه مشوره او لاره دروښيي.

۲- مهمو کارونو ته لومړیتوب
په خپل ژوند کې مو لس مهم شیان د یوه لیست په شکل ولیکئ. دا لیست بیا د تشناب په ښیښه کې مخامخ د جنترۍ په شان راځوړند کړئ او هره وخت وګورئ چې کوم کار باید لومړی وشي او سرته راشي.

۳- شجاعت وکړئ
هره ورځ یو هغه کوچنی کار وکړئ چې تاسې ترې ویره لرئ. دا کار په غښتلتیا سره وکړئ. همداراز یاد عمل په فکر او تکراري ډول سره اجرا کړئ. یعنې په ژوند کې داسې روا کارونو سره مخ یې چې کول درته سخت او ناممکن ښکاري، نو ددغسې کارونو لپاره په قوت سره لاس په کار شئ.

۴- وګورئ او زده کړئ
داسې یو څوک په نښه کړئ چې په یو ځای کې وي او غواړې ته هم هغلته ورسیږې. بیا له هماغه/هماغسې سره ملاقات وکړئ، څو له تاسره په هغه پلان کې لازمه مرسته او لارښوونه وکړي چې غواړې د هغوی غوندې ځای ته ورسیږئ.

۵- خپل ځانته مو ارزښت ورکړئ
۵ هغه سببونه یا لاملونه په نښه کړئ چې ستاسې د مرال او همت مخه یې نیولې، بیا په هر یو لامل باندې تمرکز وکړئ او هره میاشت کې یو یو لامل له منځه یوسئ. نو که مثلاً موږ له ځینو جدي ننګونو سره مخ یوو او زموږ د شجاعت مخه یې نیولي وي، تر ټولو ښه لار یې دا ده چې په اوږدمهاله ډول همدا خنډونه یو یو اسانه او له منځه یې یوسو.
په همدې سره به هدف ته ورسیږو او بریالی به یوو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد