ټولنیز ژوند زده کړې

همدردي، همدلي، مهرباني او د دوی په مقابل کښي بې عاطفي توب څه ته وايي؟

لیکنه: نوراحمد فضلي

څلور کلمې چي هره یوه یې بېله مانا او مفهوم افاده کوي. همدردي چي انګلېسي یې Sympathy بلل کیږي- دا یوه داسي اصطلاح ده، چي د یو چا د احساساتو، تمایلاتو او عواطفو تصدیق او منلو ته ویل کیږي. د بېلګي په ډول کله کله چي زموږ د دوستانو څخه د یوه مور مړه سوې وي، او یا یې بل دوست د ژوند سر ه مخه ښه کړې وي، نو موږ ورته وایو:”خواشینی سوم چي د مور له مړینې مو خبر سوم. “– یاني په داسي یوه حالت کښي موږ یوازي د نوموړي سره خپل خفګان ښکاره کوو.

په داسي حال کښي چي همدلي یا Empathy بیا د خوږمن؛ دردمن، اړ او ربړو ایسار کړي کس له زاویې پیښي ته کتنه کوو، په بل عبارت، ځان د نوموړي پر ځای احساسوو؛ چي لکه عیني پېښه چي زموږ سره سوې وي. د بېلګي په ډول، زه نوموړي کس ته داسي وايم:” زه ستا په څېره کي غم وینم او په درد دي د زړه له تله پوهېږم او درک کولای یې سم “ – یاني دلته زه داسي احساسوم چي عینې غم پر ما هم راغلی دی؛ زما مور مړه سوې ده او کله چي پر ما داسي یو حالت راغلی وي؛ زه به ځان څنګه احساسوم؟ -طبعاً لکه دی چي یې نن احساسوي.

تر دې وروسته مهرباني یا Compassion راځي، دې حالت کي اوس نو ته پوه سوې چي نوموړی په ستونزه کي دی، د مور مړیني پر ملا مات کړی دی همدله کس خو د ده غم د ځان غم وګاڼه نو اوس ته ورته وایې:” زه څنګه او څه مرسته درسره کولای سم؟ ته چشي ته اړتیا لرې چي زه یې درپوره کړم؟ “ یاني د مهربانۍ په دې حالت کښي موږ دغه کس ته ډاډګیرنه ورکوو، مینه ورکوو او ترخپله وسه یې لاسنیوی کوو.

د دې درو واړو په مقابل کښي بې عاطفي توب دی چي انګلېسي اصطلاح یې Apathy ده. بې عاطفې انسانان تر هغه وخته چي په کومه ستونزه کښي راګیر سوي نه وي، فکر کوي چي دوی نه غم لري، نه درد لري او نه خوږ لري- ځکه نو د نورو انسانانو په احساساتو او عواطفو باندي لوبي کوي، زړونه یې خوږوي، احساسات او تمایلات یې ور ماتوي خو بیا کله چي خپله دوی د یوه ستونزمن حالت سره مخامخ کیږي؛ دلته د خپلو بې تفاوتیو او بې عاطفي توب احساس ورته کیږي. سره له دې دومره خودخواهانه احساسه، دوی د نورو څخه د همدردۍ، همدلۍ او مهربانۍ هیله لري او که څوک ورسره مهرباني یا همدردي و نه ښيي؛ ګیله هم ور څخه کوي.

زموږ په اصطلاح بې عاطفې انسانان یوازي تر خپلو پښو لاندي ځمکه ویني؛ لیري نه ګوري او نه لیري ته فکر کوي. متاسفانه نننۍ نړۍ د بې عاطفي انسانانو څخه ډکه ده، دا چي ولي ځیني انسانان بې عاطفي کیږي؛ بېلابېل عوامل کېدلای سي چي په بله لیکنه کښي به یې وڅېړو. ان شاء الله

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي