خواړه روغه سټه

په ژمې کې د ويټامینونو په مرسته د ناروغیو مخنیوی

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه : مریم محمدي

ډاکټران وايي هرڅومره چې د بدن د تودوخې درجه لوړېږي، هومره ورسره دغه ویټامین ته ضرورت ډېرېږي، ځکه چې بدن یې په برکت د ځان د تودولو لپاره انرژي تولیدوي، نو له همدې امله د انسان بدن د نورو فصلونو په پرتله په ژمي کې ویټامینونو ته ډېره اړتیا لري.

د ځېړنو له مخې په ژمي کې یو شمېر داسې ناروغۍ رامنځ ته کیږي چې د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره د انسان بدن ويټامینونو ته اړتیا لري لکه:

(Vitamin A)
د روغتیايي څیړونکو په وینا ۸۰ سلنه خلک ژمی خوښوي نو له همدې امله په دغه فصل کې د خپل بدن دفاعي نظام پیاوړی کولو لپاره باید شیدې او له شیدې څخه لاسته راغلې خواړه لکه پنیر او مستې استعمال زیات کړي ځکه چې دغو خوړو کې زیاته اندازه پروټین او ویټامين ای شتون لري، چې د ناروغیو د مخنیوي تر څنګ د بدن د اړتیا وړ کلسیم پوره کولو سره هډوکي پیاوړي کوي.

ویټامین ای یو قوي انتي اوکسیدانت ګڼل کیږي او له دې سربیره د پوست او ویښتو د وچوالي په له منځه وړلو کې هم مؤثر دي .

یاد ویټامین په چهارمغز یا غوزانو، بادام، د ګل آفتاب پرست په مندکو یا خستو، سویا، د غنمو په پوټکي او په نویو شنه شویو غنمو او همدارنګه په کچالیو یا آلو ګانو کې شتون لري .

(Vitamin B)
د روغتیايي کارپوهانو په وینا د ژمي په موسم کې هغه خوراک او څښاک باید وڅښل شي کوم چې کولی شي د انسان بدن گرم وساتي نو له همدې امله ویټامین بي خوړل مهم دي.

په طبعي ډول دا ویټامین یواځې په حیواني محصولاتو کې موندل کیږي خو د هغه ترکیبي ډول په بازار کې په پراخه کچه موندل کیږي .

روغتیاپالان وايي چې همداراز دا ویټامین په بدن کې تر یوه کاله زیرمه کیدای هم شي او ډیر مصرف ېې هم تاواني نه دی، ځکه د بدن له مصرف زیات ېې یا خو په ځیګر کې زیرمه کیږي او یا هم د بدن د هضمي سیستم له لارې اطراح کیږي.

تاسو کولای شي دا ویټامین له ځیګر، سرې غوښې، هګیو، کبانو، د کبانو له غوړو او پنیر تر لاسه کړئ.

(Vitamin C)
څیړنو ښودلې چې ویټامین سي د ژمي په موسم کې انسان له مختلفو ناروغیو او میکروبونو څخه ژغوري.

په ژمي کې ویټامین سي ستاسو پوست ګونزې والي څخه ساتي، د بدن دفاعي سیستم تقویه کوي، د سترګې او غاښو د مرضو څخه ساتنه کوي.

دا ويټامین عموما په نباتاتو کې بالخاصه په سبزیو، ترکاریو او تازه میوو کې بيخې زیات دي، لکه: نارنج، مڼه، انګور، لیمو، کیو او داسې نور څخه تر لاسه کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي