ټولنیز ژوند زده کړې

۴۰ هغه شیان چې باید له مرګ وړاندې ترسره شي

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د انسان ژوند د الله تعالی له لوري انسان ته یوه ستره ډالۍ ده، چې باید درناوی ورته وشي. د ژوند هغه نعمتونه، چې تاسې ترلاسه کړي دي، شکر پرې وباسئ، لاس تر زنې مه کېنئ او تل په هڅه کې اوسئ.

دا چې ژوند مو څنګه رنګین کړئ؟ دلته ۴۰ هغه ځانګړنې موږ تاسې ته روښانه کوو، چې باید له خپل مرګ څخه یې وړاندې وکړئ.

لومړی: سفر ته زړه ښه کړئ.

دوهم: واده وکړئ.

درېیم: موټر چلونه وکړئ.

څلورم: ورزش وکړئ.

پنځم: واورین سړی جوړ کړئ.

شپږم: یو ماشوم ولرئ.

اووم: په باران کې قدم ووهئ.

اتم: د قرآن عظم الشان تلاوت وکړئ او یا یې هم واورئ.

نهم: وینه ورکړئ.

لسم: د خپلو خوبونو کور جوړ کړئ.

یولسم: خپله وېره ( ډار ) له منځه یوسئ.

دولسم: له سیاحتي ځایونو څخه لیدنه وکړئ.

دیارلسم: په الوتکه کې سفر وکړئ.

څوارلسم: د اوونۍ په وروستۍ ورځ په چکر لاړ شئ.

پنځلسم: په یوه ښکلي موټر کې سفر وکړئ.

شپاړسم: د شپې له خوا څراغونو ته وګورئ.

اوولسم: په چورلکه کې سفر وکړئ.

اتلسم: په خپله خوښه کار ترسره کړئ.

نولسم: په نړۍ کې له اوو عجایبو څخه لیدنه وکړئ.

شلم: په پنځه ستوري هوټل کې ډوډۍ وخورئ.

یوویشتم: لږ تر لږه داسې یو کار ترسره کړئ، چې ځان او نورو ته مو ګټه ورسېږي.

دوه ویشتم: مینه وکړئ.

درویشتم: خپلې روغتیا ته ډېر پام وکړئ.

څلیرشتم: سوداګري پیل کړئ.

پنځه ویشتم: یوه ژبه زده کړئ.

شپږ ویشتم: د سکېټ لوبه ترسره کړئ.

اووه ویشتم: د ګېنس یو ریکارډ مات کړئ.

اته ویشتم: پنځه ډوله خواړه پاخه کړئ.

نهه ویشتم: د کرکېټ لوبه ترسره کړئ.

دېرشم: د نهنګانو ننداره وکړئ.

یو دېرشم: د الوتکې د مسافرینو په لومړۍ څوکۍ کې سفر وکړئ.

دوه دېرشم: د لوبو په یوه وسیله باندې لوبې وکړئ.

دري دېرشم: د نوي کال ورځ مو په خوشالۍ سره تېره کړئ.

څلور دېرشم: د خپل هېواد له طبیعي مناظرو څخه لیدنه وکړئ.

پنځه دېرشم: اتڼ زده کړئ.

شپږ دېرشم: لږ تر لږه له پنځو هېوادونو څخه لیدنه وکړئ.

اووه دېرشم: په المپیک کې ګډون وکړئ.

اته دېرشم: له خپل ښه ملګري سره خواله وکړئ.

نهه دېرشم: په خپل کور کې یو پسه وساتئ.

څلوېښتم: د سړک پر غاړه قدم ووهئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران